خبر و دیدگاه

طالبان له پاکستانی مدرسو د جنګیالیو د جذب په لټه

 

د دوحې له تړون وروسته چې امریکا او طالبانو لاسلیک کړ، طالبان د جګړې د بشری قوې له کمښت سره مخ شوی دی.

دا څه لاملونه لری چې طالبان د جګړې په لیکو د کسانو له کمښت سره مخ دی.

د طالبانو وسله وال چې کلونه یې جګړه وکړه، لوږې او تندې او زندانونه یې تېر کړل، اوس مالومه شوه چې دا جګړه د واک او امتیازاتو جګړه وه او خلک تیر ایستل کیدل چې د خدای په لار کې جګړه ده.

وسله والو ولیدل چې مشران یې د دوی پر سر معامله کوی او هر کله چې د مشرانو ګټې یې خوندې شوې، همغه ورځ باندې جګړه بس کوی، خو که یې شخصی ګټې خوندې نه وې، جګړه دوام پیدا کوی.

د طالبانو وسله والو او نوی جذب کیدونکو کسانو ولیدل چې مشرانو یې له امریکا سره هوکړه وکړه او له خپلو افغانانو سره جګړو ته دوام ورکوی.

طالب مشرانو کلونه خپل وسله وال په دې تیر ایستل چې امریکا اشغال کړی او باید تر هغې جګړه وشی چې بهرنی ځواکونه له افغانستان ووځی، اوس چې بهرنی ځواکونه یا وتلی او یا ورسره د وتلو هوکړه شوې، او جګړې دوام پیدا کړی، له طالب وسله والو سره پوښتنه ده چې دا جګړه د څه لپاره ده.

طالب مشرانو یې خپلو وسله والو ته ویلی چې پر امریکایی ځواکونو بریدونه و نه کړی او خپل افغانان په نښه کړی، همدا د پوښتنې وړ خبره ده چې څنګه اشغالګر په افغانستان کې خوندی او خپل افغانان خوندی نه دی.

له همدې کبله زیاتو وسله والو وسله کیښوده، له جګړې یې لاس واخیست او په افغانستان کې ډیر هغه کسان چې طالبانو لیکو ته جذب کولی شول، اوس یې نه شی جذب کولی، دا ځکه چې طالبان نور د جګړې د دوام لپاره دلیل نه لری، نه د اسلام له نظره او نه د کوم بل نظره.

طالبانو اوس یو ځل بیا د پاکستان مدرسو او ښوونځیو ته مخه کړې، هغه مدرسې او ښوونځی چې افغان مهاجرین پکې زده کړې کوی، طالبانو په ډیر چل او فریب باندې تبلیغات پیل کړی، چې نوی تنکی ځوانان تیر باسی او افغانستان ته یې د جګړې لپاره ولیږی.

له طالبانو سره په دې برخه کې ای ایس ای ډیره همکاره ده او په ځانګړی ډول هغه په اصطلاح دینی علماء یې د تبلیغاتو لپاره ګمارلی چې د پاکستان د استخباراتو مامورین دی او مدرسو او ښوونیزو مرکزونو باندې نفوذ لری.

دا کسان ډیر په مهارت مدرسو او نورو ښوونیزو مرکزونو باندې ګرځی چې افغانان پکې زده کړې کوی، دوی په بیلابیل ډول ځوانان هڅوی چې افغانستان کې جګړې وکړی او د شرعی نظام د رامنځ ته کیدو په پلمه پرې خپلې ګټې خوندی کوی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا