خبر و دیدگاه

د موقت حکومت ډنډوره بیا څوک غږوی؟‎

 

د کال نږدې هر فصل کې یو ځل د موقت حکومت ډنډوره راپورته کیږی، خو په دومره توپیر چې ډنډوره چیان یې بدل وی.

د ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې ان یوه ډله سیاسیون اسلام اباد ته لاړل او هلته یې د موقت حکومت غږ پورته کړه.

په دې کې شک نشته چې دا طرحه د پاکستان د استخباراتی او پوځی  ادارو ده چې هغوی ته پکې فرصت په لاس ورځی چې یو ځل بیا ګډوډی رامنځ ته کړی.

له همدې کبله هغه کسان چې د موقت حکومت لپاره ډنډوره غږوی، یو ځل له جی ایچ کیو لیدنه کوی او هلته ورسره بحثونه کیږی او پرتوکول ورکول کیږی.

موقت حکومت په هیڅ ډول افغانانو ته ځکه د منلو نه دی چې دا د حل لار نه ده، ځکه کله چې منتخب حکومت کې ثبات رامنځ ته نه شی، وضعیت ښه نه شی، نو بیا موقت حکومت څنګه کولی شی دا هر څه ښه کړی.

د موقت حکومت لپآره ډیرې هلې ځلې د شخصی ګټو لپاره دی، په ځانګړی ډول هغه خلک دا غږ پورته کوی چې اوسنی حکومت کې حاشیه کې دی.

خو ایا د موقت حکومت لپاره کومه طرحه شته

تیره شپه ولسمشر محمد اشرف غنی د اعمار صلح تر عنوان لاندې کابل پوهنتون کې لکچر ورکو چې له ملی ټلویزیون څخه خپریده.

په دې پرزنټیشن کې ولسمشر یو ځای کې وایی چې که څوک هر ډول حکومت ډنډورې غږوی، افغانان یې نه غواړی، خو لږ تر لږه د هر ډول راتلونکی حکومت طرحه خو دې یو څو ورقو کې ولیکی.

ولسمشر ډاډ ښودلی چې د اساسی قانون له مخې به واک د ټاکنو لپاره بل رییس جمهور ته سپاری او له دې ټاکنې بله هیڅ لار افغانانو ته د منلو نه ده.

موقت حکومت د افغانستان د راتلونکی او افغانانو هوساینې لپاره نه غوښتل کیږی، بلکې څو مشخص کسان یې د یو څو څوکیو او امتیازاتو لپاره غواړی.

تاسو د موقت حکومت مخکینی ډنډوره چیان وګورئ چې څوک و، اوس څوک دی، د هغې مهال ډنډره چیان اوس موقت حکومت د افغانانو لپاره زهر بولی.

خو هغه مهال چې د موقت حکومت مخالفین په امتیازاتو باندې و، اوس د موقت حکومت غوښتنه کوی، له همدې یې قیاس کړئ چې دا خلک د دوه افغانیو لپاره ان په خپل ناموس ایسار نه دی، نو بیا حکومت او افغانستان باندې خو بیخی ایسار نه دی.

دوی د هغې دښمن غیږ ته ځان غورځوی چې هره اداره کې یې د افغانستان د بربادۍ نقشې ایښې او فرصت ته په تمه دی چې کله به موقع پیدا کیږی چې افغانستان کې هر څه له سره کړی.

یواځینۍ لار چې پاکستان ته پاتې ده چې د افغانانو هر څه له منځه یوسی، هغه موقت حکومت دی چې خپلمنځی ناندرۍ او جګړې راپورته کړی او بیا در به درۍ خواته لاړ شی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا