خبر و دیدگاه

طالب جنګیالیو ته د ملا برادر وینا؛ د طالب ډلې د غلامۍ ثبوت دی

 

طالبانو هر کله له دې انکار کړی چې دوی د پاکستان مستعمره نه دی او هغه هېواد کې یې مشران ژوند او کاروبار نه لری.

خو تازه چې د طالبانو د سیاسی دفتر مرستیال ملا عبدالغنی برادر پاکستان ته تللی، اسلام اباد کې یې له استخباراتی، ملکی او پوځی چارواکو سره تر لیدنې وروسته کویټې ته تللی دی.

ملا غنی برادر کویټه د طالبانو پلازمېنه ګڼی او هلته یې په جلا جلا لیدنو کې بیلابیلې څرګندونې کړی دی.

ملا برادر د افغانستان په جګړه کې له ټپی شویو طالبانو سره لیدنه کې اعتراف کړی چې افغانستان کې یې درملنه نه کیږی او پاکستان ورته امکانات برابر کړی چې درملنه وکړی او ټپیانو خدمت یې کوی.

ملا برادر په خپلو څرګندونو کې په موبایل باندې ریکارډ شوی او تصویر یې هم ښکاری ویلی چې د ټولو طالب مشرانو کورونه پاکستان کې دی او دا هېواد ورته تر بل هر ځای خوندی ځای دی.

دا څرګندونې هغه څه و چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تیر کال یوه اعلامیه کې رد کړې وې او حتا ویلی یې و چې د دوی د مشرانو کورونه او استوګنه په افغانستان کې ده او پاکستان کې نه اوسیږی.

مجاهد دا خبره ځکه کړې وه چې اوس ټول افغانان پوهیږی چې طالبان د پاکستان ملیشه ده او هغه هېواد یې د خپلو ګټو لپاره جنګوی.

دا خبره چې د طالبانو مشران په پاکستان کې اوسیږی او کورونه یې پاکستان کې دی، د طالبانو وسله والو ته د منلو نه وه او دې خبرې باندې یې خواله رسنیو کې ډیر بحثونه کړی او حتا ځینو پکې قسم خوړلی چې د مشرانو کورونه یې په افغانستان کې دی او هیڅ مشر یې پاکستان کې نه دی.

دغه راز پاکستانی چارواکو ویلی و چې دوی د طالب ټپیانو درملنه کوی، خو طالبانو دا رد کړې وه او ویلی یې و چې د دوی د ټپیانو درملنه په افغانستان کې افغان ډاکټران کوی او پاکستان ته یې نه وړی.

خو که تاسو ویډیو لیدلی وی، د افغانستان د جګړې طالب ټپیان په ملا برادر راټول دی او دی ورته خبرې کوی او ډاډ ورکوی چې د دوی قربانی به رنګ راوړی، خو دا چې څه ډول رنګ راوړی او ګټه یې د چا ده، دا یې نه دی ویلی.

خو د ملا برادر په خبرو کې واضح پیغام دا دی چې پاکستان ورته ښه پټنځای دی او افغانستان ورته د جګړې د دوام ښه سیمه ده چې وطن وران کړی، افغانانو وینه توی کړی او د پاکستان د استخباراتو اوامر پر ځآی کړی.

د ملا برادر په خبرو کې دا واضح ده چې دا ډله څومره د پاکستان ګټو ته ژمنه ده او څومره لیواله ده چې دا هېواد یې غیږ کې ونیسی، امکانات ورکړی چې په بدل کې ورته افغانستان وران کړی.

سیدعبدالله پاچا

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا