خبر و دیدگاه

د کابل پوهنتون د تروریستی حملی ترشا

 

د دوشنبې په ورځ پر کابل پوهنتون برید وشو چې تر شپږ ساعته جګړې وروسته برید ووژل شول او تر شا یې زیاته مرګ ژوبله پریښوده.

۲۲ محصلین شهیدان شوی او ۲۸ نور ټپیان شوی چې په کور دننه او نړۍ کې یې غوغا جوړه کړې وه.

دا برید ځکه له زیات غبرګون سره مخ دی چې څنګه ترهګر پوهنتون کې محصلین په نښه کوی، چې هیڅ نظامی اړخ نه لری او یواځې زده کړې کوی.

له ټولو سره همدا پوښتنه ده چې ولې پر پوهنتون برید وشو؟

له دې وروسته بله پوښتنه دا ده چې څنګه بریدګر وتوانیدل چې پوهنتون ته له وسلو سره دننه شی او بیا تر هغه ځای ورسیږی چې هلته د روټین خلاف زیات محصلین راټول شوی دی.

لومړنی مالومات ښیی چې په دې برید کې د پوهنتون دننه ځینې استادانو همکاری کړې، ترهګرو ته یې امکانات او وضعیت برابر کړی دی.

د عامه پالیسې ادارې محصلین چې درې ټولګې لری، ټول یې د وروستی کال محصلین و، ټول په دې ورځ د حقوق ستاژ ټولګی ته ټول شی.

دا ټولګی په داسې ساحه کې دی چې ترهګرو وکولی شول، په اسانۍ او ژر ورته ورسیږی.

همدا د پوښتنې وړ ده چې څنګه د درې ټولګیو محصلین یو ټولګی ته راټولیږی، په دې پلمه چې ټولګیو کې کسان کم دی.

د موندنو بل اړخ دا دی چې ترهګر له وسلو سره پوهنتون ته نه دی دننه شوی، بلکې ترهګرو ننویستل شوی او وسلې یې پرې د پوهنتون دننه ویشل شوی دی.

په دې تړاو پلټنې دوام لری،خو دا په ډاګه شوې چې برید طالبانو کړی او زمینه سازی ورته طالب پلوو استادانو کړې چې په دې برید کې روغ رمټ دی.

په دې تړاو اسناد او شواهد موندل شوی چې بریدګر له د باندې ځای څخه له وسلو سره نه دی دننه شوی، بلکې هر څه له دننه پلان ګذاری شوی دی.

د تحقیقاتو ټیم کار کوی چې مالومه کړی له بریدګرو سره چا او څنګه همکاری کړې چې په یوه وخت باندې یې دومره محصلین ووژل.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا