خبر و دیدگاه

د هلمند جګړه کې تاوان چا وکړو؟‎

د مالوماتو له مخې، د هلمند له وروستۍ جګړې ۳۵ زره کسان بې ځایه کړی او مرکز لښکرګاه کې له سخت وضعیت سره ژوند کوی. ځینې راپورونه شته چې ۱۰ زره کورنۍ د نادعلی ولسوالۍ او باباجی له سیمې بې ځایه شوی دی.

دا جګړه اته ورځې وړاندې، په نادعلی ولسوالۍ او مرکز لښکرګاه اړوند باباجی سیمه کې پیل شوی چې نږدې دوه سوه ملکی وګړی پکې شهیدان شوی او ټپیان شوی دی.

طالبانو چې له امریکا سره هوکړه د تاوتریخوالی کمیدو باندې هوکړه کړې، د دې جګړې په تړاو رسما څه نه ویل او داسې یې ښودله چې هلمند کې یا خیرخیریت دی او یا هغه څوک چې دا جګړه کوی، په دوی پورې اړه نه لری.

طالبان ځکه په دې جګړه غلی و چې نه غواړی د امریکا او اروپایی ټولنې تر فشار او نیوکې سره مخ شی، ځکه دې ډلې له نړیوالو سره ژمنه کړې چې د بین الافغانی خبرو په پیل سره به تاوتریخوالی کمیږی.

د هلمند له جګړې څلور ورځې وروسته د طالبانو د فرهنګی کمېسیون رییس احمدالله وثیق له رسنیو سره خبرو کې عجیب منطق د دې جګړې لپاره وکارو.

وثیق ویلی چې دوی هلمند کې جګړه د مرکز لښکرګاه د نیول کیدو لپاره نه ده کړې، بلکې افغان ځواکونو د خلکو ځمکو کې پوستې جوړې کړې وې او خلکو ته یې مزاحمت کو، نو ځکه یې بریدونه وکړل.

وثیق په خپلو خبرو کې په ډیره سپین سترګۍ سره ویلی و چې د دوی جګړه د خلکو د ژوند د ارامتیا لپاره وه، خو له دې نه دی خبر چې د لس زره کورنیو ژوند یې ناارامه کړی او له خپلو کورونو یې بې ځایه کړی دی.

دا طالبی منطق دی چې د خلکو د ژوند د ارامښت لپاره د خلکو په کورونو او کلیو کې جګړه کوی، ایا د خلکو په کورونو کې جګړه د هغوی ژوند ارامولی شی.

د افغان ځواکونو پوستې چې د افغانستان په کومه سیمه کې پرتې وی، هلته د خلکو ژوند ارامه وی، یواځې هغه مهال ناارامه کیږی چې طالبان پرې بریدونه وکړی او جګړه رامنځ ته شی.

افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه چې د هلمند نادعلی ولسوالۍ او باباجی سیمو کې میشت دی او یا مرکزونه او پوستې لری، د دې لپاره دی چې د سیمې خلک د طالبانو له شر خلاصی کړی، خو طالب چې اجرتی قاتل دی او د دې سیمې کنټرول غواړی د سیمې وضعیت یې خراب کړ او خلک یې له کورونو ویستلو ته اړ کړل.

طالب یواځې هلمند کې د خلکو ژوند دنه دی ناارامه کړی، بلکې د افغانستان په هره سیمه کې دې ډلې په خلکو ژوند ناارامه کړی او بیا دې جګړې ته د ازادۍ او جهاد د جګړې نوم ورکوی.

طالب د دې ټولنې لپاره ناسور ګرځیدلی، له خلکو یې ارام اخیستی او د اقغانستان د بیارغونې او پرمختګ مخه یې نیولې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا