خبر و دیدگاه

طالبان د امارت خوبونه وینی

 

تر اوسه چې د طالبانو ترمنځ نسبی یووالی و، لامل دا و چې طالبانو هیڅ ډول واکمنی نه درلودله، نو ټول په یو صف او یو سمت کې د جګړې په رهبری کولو او وطن په چور کولو بوخت و.

طالبان د هر سمت او هر ولایت لپاره یو کس او ډله لری چې د هغې سیمې څخه د عشر او زکات په نوم باج خپلو کې تقسیم کوی، دا تقسیمات د طالبانو د قومندانانو ترمنځ دی او وسله والو ته پکې هیڅ نه رسیږی.

طالبانو اکثره ځوانان د جګړې لپاره جذب کړی او امکانات او معاش نه ورکوی، په یوه او بله پلمه یې له افغان ځواکونو او عامو خلکو سره جنګوی او طالب قومندانان پرې خپلې ګټې کوی.

ځینو سیمو کې بیا بې کاره ځوانان په پیسو استخدام شوی او سختو ځایونو ته یې ورکوی چې ژر له منځه لاړ شی چې د څو میاشتو معاشونه یې مشرانوته پاتې شی.

اوس چې طالبانو له امریکا سره هوکړه کړې او له افغان حکومت سره په خبرو بوخت دی، د دې مشرانو د راتلونکی په تړاو فکر پیدا شوی چې څومره واک کې او په کوم بست باندې به خپله، کورنۍ او دوستان یې مصروف کیږی.

له همدې کبله هر طالب قومندان او طالب مشر هڅه کوی چې د سولې مذاکراتو کې یا ګډون ولری او یا یې پکې سهم مالوم وی چې د راتلونکی په تړاو خپل تصمیم ونیسی.

دا په لحاظ باندې د دوی حق هم جوړیږی، ځکه کلونه جګړې قومندانانو او کسانو یې کړی، خو اوس چې وخت د امتیازاتو رارسیږی، دا خلک پکې حاشیې ته شوی ښکاری.

تراوسه طالبانو خپل قومندانان او نور وسله وال په یوه او بله پلمه باندې تیرویستل، خو اوس یې ځکه نه شی تیرویستلی چې هر څه ډاګیز شول چې دا ټوله جګړه د واک او پیسو لپاره وه او باید واک او پیسو کې د دوی برخه مالومه وی.

له همدې کبله ځینو سیمو کې د طالبانو قومندانانو او وسله والو سره اندیښنه ده چې که راتلونکی دا ډله له اسلامی جمهوریت سره یو ځای کیږی او یا د سولې د خبرو پایله کې یو ګډ حکومت رامنځ ته کیږی، د دوی موقف او پوست به څه وی.

دوی دا اندیښنه ځکه لری چې د طالبانو اکثریت قومندانان بې سواده دی او له هیڅ ډول ټکنالوجۍ سره بلدتیا نه لری، اکثریت یې مدرسې لوستی او یواځې امامت او مدرسه کې استادی پرته بل څه نه شی کولی.

تراوسه دوی هغه اندیښنې چې لری، مشرانو یې ورته ځواب نه دی ویلی چې د سولې خبرو پایله کې به د دوی سرنوشت څه وی.

ځینې خو ان کله کله خبرداری ورکوی چې که د سولې خبرو پایله کې دوی بې سرنوشته پاتې شی، وسله نه ږدی او جګړې ته به دوام ورکړی.

دا تشویش له طالب مشرانو سره هم شته چې خپلو قومندانانو او وسله والو سره څه وکړی چې د سولې د خبرو پایله کې به یې سرنوشت څه وی.

د طالبانو ځینې جنګی قومندانانو او قطر دفتر ترمنځ په دې موضوعاتو سخت اختلافات راپورته شوی او هڅې روانې دی چې دا جنجالونه رسنیز نه شی او زیات پراخه نه شی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا