خبر و دیدگاه

طالبان د غلامۍ په وروستی حد کې‎

د ملا عبدالغنی برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی اسلام اباد ته تللی و او هلته یې له پاکستانی چارواکو سره لیدلی دی.

دا لیدنې په لومړۍ ورځ علنی او د رسنیو په وړاندې وې، خو وروسته یوه اوونۍ د طالبانو پلاوی پاکستان کې و، خو چاته نه و مالوم چې چرته دی، په څه بوخت دی، له چا سره لیدنې لری او موضوع د لیدنو څه ده؟

خو یو څه چې اوس په ډاګه شوی، استخباراتی مالومات ښیی چې ملا برادر د پاکستان د استخباراتو مشر سره د لیدنې لپاره څو ورځې منتظر پاتې شوی او بلاخره تیره ورځ توانیدلی چې د استخباراتو مشر وګوری او ځانګړې لیدنه ورسره وکړی.

د طالبانو د سیاسی دفتر مشر ملا عبدالغنی برادر په دې لیدنه کې دومره سپک شوی چې حد یې نشته دی، کله چې ملا برادر غواړی د پاکستان د استخباراتو له مشر جنرال فیض سره وګوری، واسکټ خولۍ او بوټان ترې اخیستل شوی او لکه د یو بندی په څېر د جنرال فیض لیدو ته ور وستل شوی دی.

دا غلامۍ وروستۍ حد دی، دا د افغانی غرور خلاف هغه عمل دی چې طالبانو سره هرکله پاکستان کې شوی دی.

طالبان افغان حکومت ته مزدور او غلام وایی، خو خپله د غلامۍ په وروستی حد کې دی، طالبانو د پاکستان لپاره ځانونه ووژل، مقابل لوری کې یې افغان ولس او افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه قربانی کړل، افغانستان یې ورته وران کړ، د پاکستان په امر یې جګړې وکړې، بربادۍ یې وکړې، د پاکستان ګټې یې تعقیب کړې، خو پایله یې څه شوه، پایله دا شوه چې پاکستان اوس هم په دې ډله باور نه شی کولی او لکه د غلام په څېر چلند ورسره کوی.

دا لومړی ځل نه دی، یا دا سپکاوی په پټه ترسره شوی دی، خو رسنیو ته یې موضوع رسیدلې ده، تر دې وړاندې طالبان په علنې ډول سپک شوی دی، حتی تاسو د ملا عبدالسلام ضعیف کتاب ولولئ، هغه ټول کیسه کړې چې د پآکستان استخباراتو ورسره څه ډول چلند کړی دی، هغه مهال چې ملا ضعیف د پآکستان له لوری امریکا ته سپارل کیده، پرتوګ یې پښو کې نه و، او هغه خپله دا کیسه په یو چاپ کړی کتاب کې کړې ده.

اوس هم وخت شته او فرصت له لاسه نه دی وتلی.

طالبانو ته یو ښه فرصت ده چې د پاکستان له غلامۍ ځان خلاص کړی او د سولې پیل شوې او یا پیل کیدونکې پروسه بریالۍ کړی.

د پاکستان استخبارات په خپله مور، خور او کورنۍ باندې نه دی ایسار، نو بیا طالبانو ته ولې پرتوکول ورکړی، که یې پکار و، پروتوکول او پیسې ورکوی او که یې کومه ورځ پکار نه و، بیا به د ملا برادر په څېر زندان کې پراته وی.

دا چې اوس پاکستان کې ملا برادر ته پرتوکول ورکول کیږی، همدا سړی لس کاله د پاکستان په زندانونو کې بندی و، دا نن چې طالبان پاکستان ته خپل سفر د مهاجرینو د وضعیت سره توجیه کوی، دوی کله د خپلو زندانیانو پوښتنه کړې چې د پاکستان په زندانونو کې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا