Uncategorizedخبر و دیدگاه

د داعش او حقانی شبکې مشترکات

لوی مشورتی جرګه د چې د تېرې جمعې په ورځ پیل او تر یکشنبې یانې درې ورځې یې دوام وکړ، په کې د خلکو استازو حکومت ته د زندانیانو د خوشې کیدو او سولې ته د رسیدو لپاره مشورې ورکړې.

د دې جرګې لپاره په لنډ وخت کې چټک امنیتی پلان جوړ او تطبیق شو، داسې تطبیق شو چې د دښمن ټولې توطیې یې شنډې کړی.

د جرګې غړو ته یو ډاډ و او پر افغان امنیتی او کشفی ارګانونو یې باور درلوده چې دښمن به هیڅ ډول حرکت ته پرینږدی.

دا باور د خلکو ځکه پر ځای و چې د امنیتی او دفاعی ارګانونه شپه او ورځ بیداره و او دښمن ته یې د دې موقع نه ورکوله چې کوم غلط او تخریب کوونکی حرکت وکړی.

د جرګې په لومړۍ ورځ د ملی امنیت ځآنګړو ځواکونو هغه ځای کشف کړ چې د جرګې په تالار باندې توغندی پکې عیار شوی و او غوښتل یې جرګه باندې برید وکړی.

دا پلان داعش او حقانی شبکې په ګډه جوړ کړی و چې افغان امنیتی ځواکونو کشف او خنثی کړ.

دا راپورونه ځکه لومړیو ورځو کې له رسنیو پټ وساتل شول چې د جرګې غړو ته کومه اندیښنه پیدا نه شی، بیا وروسته له رسنیو سره شریک شول.

د ملی امنیت د مالوماتو له مخې، د لوی مشورتی جرګې په دوام کې د حقانی شبکې او داعش ګډ ۱۳ نظامی هدفونه کشف او شنډ شوی دی.

په هدفونو کې ځینې یې داسې و چې کله جرګه پای ته ورسیږی او پر غړو یې برید وشی، خو له نېکه مرغه جرګه په ډاډمن امنیتی وضعیت کې پای ته ورسیدله او خلک روغ سلامت کورونو ته ستانه شول.

دښمن هرکله کمین کې وی چې ملی پروګرامونه تر برید لاندې ونیسی چې د ترهګرو د فعالیت انعکاس پکې زیات وی.

خو د ترهګرو مقابل کې افغان ځواکونه داسې بیداره و چې دا ملی د سولې پروګرام یې بریالی پای ته ورسو او د لوی مشورتی جرګې د ټولو غړو باور یې ترلاسه کړه او هغوی یې د افغان ځواکونو منندوی کړل.

د داعش او حقانی نوې برنامې همداسې لوی او پیچلی بریدونه دی چې پلان او تطبیق د حقانی شبکې او د بشری قوه د داعش او حقانی شبکې ګډه ده چې دواړه د پاکستان له ای ایس ای دستور اخلی او افغانستان کې ویجاړی کوی.

له کومې ورځې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه شوې، حقانی شبکې او داعش ګډ ګروپ جوړ کړی او ستر بریدونه تنظیموی.

سیدعبدالله پاچا

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا