خبر و دیدگاه

افغان سېکان اوهندوان څوک په نښه کوی

 

له دې سترګې نه شی پټیدلی چې افغانستان کې د ترهګرۍ تر شا د پاکستان لاس دی او په دې تړاو ښکاره ثبوتونه، اسناد او شواهد خپاره شوی دی.

د پاکستان لپاره په افغانستان کې تر ټولو تخریب کوونکې ډله حقانی شبکه وه چې ستر بریدونه یې کول او اوس یې هم کوی.

دا ډله مستقیم له ای ایس ای دستور اخلی او په افغانستان کې یې داسې درانه بریدونه کړی چې د ویجاړیو تر څنګ یې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

پاکستان دا پلمه کوی چې په افغانستان کې د هند له نفوذ ویره لری او له همدې کبله د ترهګرو ډلو ملاتړ کوی او د خپلو ګټو لپاره یې کاروی.

د پاکستان استخباراتو اوس د حقانی شبکې او داعش ډلې ته ګډه دنده سپارلې چې څنګه کیدلی شی په افغانستان کې سکهان په ژوند کې تنګ کړی چې هندوستان ته ستانه شی.

د راپورونو له مخې د سکهانو اته ډلې هندوستان ته رسیدلی او نورو هم په یو لیک کې لیکلی چې دوی به د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره افغانستان ترک کړی.

که څه هم وروستۍ ډله د نامالومو دلایلو له مخې پاتې شوه، خو د افغان حکومت ټینګار دا دی چې نباید له ممکنه ګواښونو څخه سکهان خپل هېواد افغانستان پریږدی.

سکهان لږکی په افغانستان کې کرنیزې ځمکې، ودانۍ، دوکانونه او نور کاروبارونه لری چې له افغانانو سره یې ګډ کلتوری او ملی ارزښتونه لری.

سکهانو ته افغانستان کې افغانانو داسې مینه ورکړې چې هغوی ته هیڅ دا احساس نه دی ورکړی، چې ګنې د بل وطن دی.

همدا سکهان په پاکستان کې هم اوسیږی، خو هلته خوندی دی، په افغانستان کې یې بیا د پاکستان استخبارات ژوند کولو ته نه پریږدی.

د پاکستان استخبارات داسې انګیری چې که سکهان په افغانستان کې تنګ کړی، نو د هند نفوذ کمیدلی شی، یا به یې هند ته یو ګوزار ورکړی وی.

سکهان له غزنی ولایت ډیر وتلی دی، د مالوماتو له مخې، غزنی کې ۵۰۰ سکهان اوسیدل چې اوس یې شمېره ۱۰۰ ته که شوې ده.

جلال اباد کې د سکهانو په یوه ډله برید چې د ولسمشر ښه راغلاست او لیدنې لپاره د ننګرهار ولایت مقام ته تلل، له هغې وروسته یو کال وړاندې په کابل کې د هغوی په درمسال برید هغه ګواښونه و چې سکهان یې له افغانستان څخه ویستل کیدو ته اړ ویستلی دی.

د دې بریدونو مسوولیت په ښکاره داعش منلی، خو له حقانی شبکې سره یو ځای یې پلان کړی او تطبیق کړی چې پکې لسګونه افغان سکهان وژل شوی دی.

دا دوه ډلې چې اوس یو ځای شوی دی، پروړاندې یې افغان ځانګړی ځواکونه منظم شوی او یوه ځانګړې ډله د حقانی او داعش د ګډ نیټورک د له منځه وړلو باندې کار کوی چې ډیر بریدونه یې ورته شنډ کړی او زیات داعش او حقانی شبکې کسان یې نیولی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا