خبر و دیدگاه

پاکستان د داعش خراسان ډلې ملاتړ کوی

 

تاسو به اوریدلی او یا لیدلی وی چې د ملی امنیت ځانګړو ځواکونو د اسلم فاروقی په نوم د داعش وسله والو یو مشر له زیاتو نورو داعش وسله والو سره ونیو چې نور مهم کسان هم پکې شامل و.

تر دې پېښې وروسته تازه څو ورځې وړاندې ملی امنیت د اسد اورکزی په نوم د داعش د استخباراتو مسوول د ننګرهار په فاملیو سیمه کې ځانګړو عملیاتو کې وواژه.

د داعش د دې دوه مهمو کسانو له نیول کیدو او وژل کیدو سره ښکاره شوه چې پاکستان د طالبانو تر څنګ په داعش کې هم پراخ نفوذ لری او د جګړې لپاره دې ډلې ته پراخ امکانات ورکوی.

د پاکستان یوه اندیښنې دا ده، که طالبان له افغان دولت سره سوله وکړی او له جګړې لاس واخلی، بله ډله به چمتو وی چې د طالبانو ځینې وسله وال به ورسره یو ځای شی او جګړې ته به دوام ورکړی.

پاکستان په افغانستان کې د جګړې لپاره ډیره پانګونه کړې او لا یې هم کوی، خپل ځان وږی او تږی ساتی، خو په افغانستان کې د جګړې لپاره امکانات برابروی چې وسله والې ډلې پرې وساتی.

له اسلم فاروقی سره د داعش یو مهم کس چې ټکنالوجۍ مسوول بلل کیږی، کیسه کړې چې ټول امکانات ورته د پاکستان استخباراتی ادارې برابرول.

دې کس په خپل اعتراف کې منلې چې د پاکستان استخبارات د داعش لپاره جلب و جذب کوی او وسله والو ته نغدی پیسې او نور امکانات برابروی.

له اسلم فاروقی سره چې د ملی امنیت ځانګړو ځواکونو څومره کسان نیولی، مهم هغو یې اعتراف کړی چې د دوی مستقیمه اړیکه د ای ایس ای له ادارې سره وه او له هغوی به یې د بریدونو امر اخیسته.

پاکستان اوس تر طالبانو زیات تمرکز په داعش وسله والو لری چې دا تمرکز څو لاملونه لری.

یو دا چې داعش ډله ډیره بې رحمه ډله ده او هیڅ د افغانانو له کلتور او ارزښتونو ته درناوی نه لری.

دا ډله په هیچا رحم نه کوی، نه د چا په ناموس ایسار دی او نه انسانیت پیژنی، د وحشت نوې ډولونه یې راپیدا کړل.

دا ډله پرته له ځان ټول خلک واجب القتل ګڼی او هر ځای چې بې وسلې افغان وګوری، له منځه یې وړی.

د پاکستان استخبارات همداسې ډله غواړی چې هر څه په پټو سترګو وکړی، افغانستان کې بنیادونه ړنګ کړی او داسې وحشتونه وکړی چې افغانان په خپله خاوره کې په ژوند کولو باندې پښیمانه کړی.

د داعش ډلې اکثره جنګیالی بهرنی او په ځانګړی ډول د پاکستان دی چې د پاکستان د سخت دریځو ډلو کسان یې رهبری کوی.

افغان ځواکونو دا ډله ډیره وځپله، خو اوس یې یو ځل بیا سر راپورته کړی او دا ډله به بیا د افغان ځواکونو تر سختو بریدونو لاندې راشی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا