خانه » خبر و دیدگاه » د طالبانو بشری پیاوړتیا د امریکی له هوکړی وروسته کمه شوې ده

د طالبانو بشری پیاوړتیا د امریکی له هوکړی وروسته کمه شوې ده

 

له کومې ورځې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ دوحه کې هوکړه وشوه، له هغې ورځې وروسته یو شمېر طالبانو وسله ایښې او له جګړې لاس په سر شوی دی.

دغه راز په دې موده کې طالبان نه دی توانیدلی چې نوی کسان یا نوی ځوانان د جګړې لپاره جذب کړی.

دا څو دلیلونه لری چې د طالبانو د جګړې بشری قوه کمه شوې ده.

یو لامل دا دی چې پخوا طالبانو ځوانان په دې تیر ویستل چې د اشغال پروړاندې جګړه کوی او جګړه یې جهاد دی.

طالبانو له شرعی لحاظه جګړې ته بیلابیل دلایل پیدا کول او په دې اساس به یې ځوانان جذب کول او له جګړې به یې قربانی کول.

طالبانو دغه راز ځوانانو ته کاذب تبلیغات کول چې افغانستان باندې بهرنیانو برید کړی او باید خلک یې دفاع وکړی.

خو اوس چې د اشغال او بهرنیو ځواکونو سره د جګړې پلمه ختمه شوې، طالبان هیڅ دلیل نه لری چې خپلو وسله والو ته یې د جګړې د دوام لپاره ووایی.

دا چې طالبان کوم دلیل نه لری چې خپلو وسله والو ته یې د جګړې د دوام لپاره وړاندې کړی، زیات شمېر وسله وال په کورونو ناست شوی او ځینې نور زړه نه ښه کوی چې تازه له دې تحریک سره یو ځای شی.

د طالبانو هغه وسله وال چې پوهیږی، اوس ورته د جګړې هیڅ پلمه نه ده پاتې له طالبانو لار جلا کړې او نه غواړی چې خپل افغانان په یوه او بله پلمه باندې د جګړې قربانی کړی.

نو دا چې طالبان د جګړې د بشری قوی له کمښت سره مخ شوی، نو یې له پاکستان مستقیمه همکاری غوښتې ده.

د پاکستان د استخباراتو هغه مدرسې چې ملایان یې د استخباراتو تر اغیز لاندې دی او یا ترې مستقیم امکانات اخلی، د دینی مدرسو زده کوونکی په یوه او بله پلمه جګړې ته هڅوی او افغانستان ته یې رالیږی.

یانې ویلی شو چې طالبان اوس د جګړې لپاره خلک له پاکستان څخه استخدام کوی او ډلې ډلې په ډیورنډ کرښه باندې سرحدی ولایتونو ته را اوړی.

یوه څه چې وروستیو کې ښکاره شول، هغه دا چې لسګونه جنازې له اختر وړاندې پاکستان ته تللی، د هغو کسانو جنازې چې افغانستان ته د جګړې لپاره راغلی و او جسدونه یې بیرته پاکستان ته انتقال شول.

پاکستان کې ځوانانو ته ویل کیږی چې افغان ځواکونه ډارن دی او چې برید پرې وکړې، تښتی او وسلې اوموټرې به یې دوی ته پاتې کیږی، خو کله چې دا ځوانان د افغان ځواکونو زړه ورتیا وګوری، یا وژل کیږی او یا بیرته په تیښته بریالی کیږی.

طالبان اوس په همدې کش مکش کې دی چې څنګه کیدلی شی په لیکو کې یې د کسانو کمبود را نه شی، خو یو څه چې شکاره دی هغه دا چې طالبانو ځینې خوشې شوی زندانیان مجبور کړی چې جګړه وکړی، ځکه د جګړې لپاره ورته د کسانو ضرورت دی.

دیدگاهتان را ثبت کنید

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد

Copyright © Jawedan.com