خبر و دیدگاه

افغان ځواکونه د نړیوال ترورېزم پروړاندې په لومړی کرښه کې

د ملی امنیت ځانګړو ځواکونو له اختر یوه ورځ وړاندې د ننګرهار په فامیلیو سیمه کې د داعش ډلې د استخباراتو مسوول ضیاءالرحمن چې په اسدالله اورکزی مشهور و، وژلی او افغانان یې له دې لوی شر څخه خلاص کړی دی.

اسدالله اورکزی د هغې پلان له مخې وژل شوی چې ملی امنیت ځانګړو ځواکونو د بهرنیو او سیمه ییزو ترهګرو د له منځه وړلو لپاره جوړ کړی دی.

په دې پلان کې به یو ـ یو بهرنی ترهګر چې افغانستان ته د پردیو پروژو د تطبیق لپاره راغلی، وژل کیږی او یا نیول کیږی.

د دې پلان په اوږدو کې زیات شمېر بهرنی ترهګر نیول شوی هم دی، خو دا چې استخباراتی اصول اجازه نه ورکوی، نومونه یې نه دی په ډاګه شوی.

داعش ډله کې اوس ټوله رهبری د ګآونډیو او بهرنیو هېوادونو دی چې تر ډیره پکې اورکزی شامل دی، دا هغه خلک دی چې له ای ایس ای سره مستقیمه اړیکه لری او د هغوی په ماموریت کې افغانستان ته راغلی دی.

تاسو به لیدلی وی چې عبدالله اورکزی د ملی امنیت ځانګړو ځواکونو له لوری له لسګونه وسله والو سره ونیول شو، سمدستی یې پاکستان د سپارلو غوښتنه وکړه.

د پاکستان له غوښتنې وروسته طالبانو هم دعبدالله اورکزی د راخوشې کیدو غوښتنه کړې او هغه لیست کې یې ورته نوم شامل کړی چې د طالبانو له لوری افغان حکومت سره شریک شوی دی.

دا چې د طالبانو او داعش تر څنګ نورو ترهګرو ډلو کې بهرنی ترهګر شته او ان ځینو سیمو کې مشری پرغاړه لری، د ملی امنیت ځواکونه پرې هیڅ رحم نه کوی.

له بده مرغه چې دا ټول خلک د طالبانو تر وزر لاندې پټ دی او هغو سیمو کې خوندی ځایونه لری چې طالبان پکې فعالیت کوی.

د ملی امنیت ځانګړو ځواکونو چې تازه اسدالله اورکزی په ننګرهار کې وژلی، دا کوم عادی کس نه و، بلکې د داعش د خراسان څانګې لپاره د استخباراتو مسوول و او د ډیرو افغانانو قاتل و.

اسد اورکزی په داعش کې په قصاب هم مشهور و، ځکه دا هغه کس دی چې د ډیرو افغانانو غاړې یې غوڅې کړی او پر هیچا یې رحم نه دی کړی.

اوس چې د سیمې او نړۍ د ترهګرو پر ضد د ملی امنیت ځانګړو ځواکونو پلان تطبیق ته اچولی، نږدې ده چې دا بهرنی ترهګر یا ژر په زندانونو کې او یا ګور ته ولیږل شی.

هر ځای چې د دوی پټنځای وی، له همغه ځایه به راویستل کیږی، لکه عبدالله اورکزی چې له ملګرو سره سختو ځایونو پیدا او اوس د ملی امنیت زندان کې پروت دی.

زموږ زړه ور ځواکونه له هر ډول ترهګرو سره مبارزه کولی شی، خو که داخلی دښمن یې پریږدی.

که طالبان د بهرنیو ترهګر له ملاتړ لاس واخلی، ځای ور نه کړی، خوندی ژوند ورته برابر نه کړی، یوه ورځ به هم د ملی امنیت ځواکونو څخه ارام شپه د افغانستان په خاوره کې و نه کړی.

اسدالله اورکزی کوچنی سړی نه دی، د داعش د استخباراتو مسوول ډیر ستر مسوولیت لری چې بالاخره یې افغان ځواکونه په وژل کیدو بریالی شول او زیات افغانان یې د دې بې شرفه او بې رحمه سړی له شر څخه وژغورل.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا