خبر و دیدگاه

د طالبانو داختریزې اعلامیې تحلیل

 

 

طالبانو د سه شنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې د اختر درې ورځې اوربند اعلان شوی و، خو دې اعلامیه کې څو د پام وړ ټکی شته دی.

طالبانو له خپل وسله والو غوښتی چې د اختر ورځو کې خلک د ارام او اطمینان ژوند ته پریږدی.

دا پورته لیکل شوې جمله د طالبانو د اعلامیې برخه ده چې اعتراف یې کړی چې افغانانو باندې دوی د خوښۍ او ډاډ ژوند ارام کړی دی.

طالبانو دولتی ځواکونه او یا دولتی مامورین نه دی یاد کړی، بلکې هېوادوال یې یاد کړی چې په دې ورځو کې دې ارام ژوند وکړی.

طالبان پوهیږی چې جګړه یې تاوتریخوالی دی او هیڅ دینی توجیه نه لری، خو د دې لپاره یې د جهاد نوم ورکړی چې بشری قوه د جګړې لپاره استخدام کړی.

د طالبانو د اوربند اعلامیه کې دا ښکاره اعتراف هر څه په ډاګه کوی چې دا جګړه د افغانستان ورانولو، افغانانو وژلو او د خلکو د ژوند ناارامه کولو لپاره ده.

د طالبانو د اعلامیې بله برخه کې له طالب وسله والو غوښتل شوی چې د اختر ورځو او شپو کې له هر ډول عملیاتو څخه ډډه وکړی.

په داسې حال کې چې دوی له امریکا سره هوکړه کې ژمنه کړې وه چې دوی به یواځې له ځان دفاع کوی او هیڅ ډول عملیات به نه کوی.

طالبان اوس هم امریکا ته وایی چې دوی عملیات او بریدونه نه کوی، یواځې کله چې د افغان ځواکونو تحرکات وګوری، برید پرې کوی.

طالبانو په ښکاره د دوحې له هوکړې سرغړونه کړې.

مقابل کې افغان دولت بیا په ټوله مانا سولې ته انعطاف ښودلی، بندیان یې خوشې کړی، عملیات یې درولی، مذاکراتی ټیم یې اعلان کړی، مصالحې شورا یې جوړه کړې، یواځې په تمه دی چې د خبرو کولو نیټه په ډاګه شی.

د خلکو غوښتنه

د طالبانو د اوربند له اعلامیې وروسته خلکو  د درې ورځې اوربند هم پراخ هرکلی کړی دی.

ځکه افغانستان چې درې ورځې جګړه نه وی، شاوخوا درې سوه کسانو ژوند ژغورل کیږی.

په اوسط ډول د افغانستان جګړې کې له سلو زیات کسان وژل کیږی او تر دې زیات ټپیان کیږی.

نو خلک ځکه له درې ورځې اوربند هم هرکلی کوی، دا اوربند د دې لپاره چې لا هم سولې ته اراده شته او تمه شته چې افغانان به یوې پایلې ته ورسیږی.

اوس له طالبانو غوښتنه دا ده چې تر اختر یې زندانیان خوشې کیږی او دا اوربند دې دوام پیدا کړی چې نور په هیڅ پلمه افغان و نه وژل شی.

افغانان ډیر لوی زړه او لویه سینه لری، طالبان که چیرې سوله وکړی، له دې ټول ظلم او قتلونو سره یې بښلی شی، لکه څنګه یې چې د کورنیو جګړو قاتلین وبښل.

سوله لومړیتوب دی او له جګړې باید مخ واړول شی، جګړه بربادی او د نورو هېوادونو ابادی ده، لطفا د نورو هېوادونو د ګټو لپاره خپل هېواد مه ورانوئ او خپل افغانان مه وژنئ.

سیدعبدالله پاچا

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا