تازه د ننګرهار ملی امنیت لس هغه طالبان نیولی چې غوښتل یې د اختر ورځو کې د داعش تر نامه لاندې بریدونه وکړی.
هرکله چې اوربند شوی او یا طالبانو جګړه کمه کړې، د طالبانو ډلو تر نورو نومونو لاندې خپل فعالیتونه جاری ساتلی دی.
دا چې د طالبانو د نشراتو ادرس د سیاسی دفتر پورې تړاو لری، د هغو بریدونو مسوولیت نه اخلی چې د دوی نافرمانه قومندانان یې کوی.
دا ښکاره ده چې د طالبانو یو شمېر قومندانان له بهرنیو استخباراتو سره مستقیم اړیکې لری او له هغوی د امکاناتو په ترلاسه کولو د هغوی تر قومندې لاندې هرکله چې وغواړی بریدونه کوی.
طالبان هم دې موضوع ته تشویش کې دی، ځکه دا ډله په افغانستان کې داعش مات بولی او خپلو سیمو کې یې د دوی د فعالیت د پای خبر ورکړی، خو بیا هم ددوی تر فعالیت لاندې سیمو کې چاودنې او ځانمرګی بریدونه کوی.
که د طالبانو نشراتی برخه د جګړې د قومندانانو په کنټرول کې وی، د هر برید مسوولیت به یې منلی، خو دا چې دا برخه په پوره مانا له قطر مدیریت کیږی، د هغو بریدونو مسوولیت نه منی چې له امریکا سره د دوی اړیکې خرابوی.
د افغان حکومت اندیښنه هم دا ده چې کله اوربند وشی، بیا هر بریدونه کیږی او جګړه وی، دا بریدونه او جګړه څوک کوی.
که طالبان یې کوی، ولې یې کوی، که یې بل څوک د طالبانو سیمو کې کوی، دا خلک څوک دی، که دا جګړه له طالب جلا وی، نو له طالب سره سوله په څه مانا.
دا هغه اندیښنې دی چې عام افغانان یې هم لری او له حکومت غواړی چې هغه سوله ورته د منلو نه ده، کومه سولې سره چې جګړه پای ته نه رسیږی.
د طالبانو جنګی قومندانان چې ډیر کله له سیاسی طالبانو سره هم نظره نه وی، بریدونه کوی ، یا یې هیڅوک مسوولیت نه منی او یا یې مسوولیت پر داعش ډله اچوی.
داعش ډله دې ته خوشحاله وی چې برید یې نه وی کړی او مسوولیت یې منی، په دې سره داعش ډله خپل فعالیت او حضور ښیی، په داسې حال کې چې دا ډله اوس له منځه تللې.
هو؛ اندیښنه شته، که طالبان سوله وکړی، د طالبانو جنګی قومندانان چې د جګړې له درکه زیات عواید لری، له داعش ډلې سره یو ځای شی او جګړې ته به دوام ورکړی.
یا په بله مانا
طالبان له ځینو هېوادونو مجبوریتونه لری چې جګړه وکړی، ځکه د جګړې په بدل کې ورته امتیازات او امکانات ورکول کیږی، نو د دې لپاره چې امریکا ترې خفه نه شی، د بریدونو مسوولیت نه منی او د دې لپاره چې ایران، روسیه او پاکستان ترې خفه نه شی، بریدونه کوی.
خو په ټوله کې ویلی شو چې له امریکا سره تر هوکړې وروسته د طالبانو جنګی قومندانانو یا له جګړې لاس اخیستی او یا یې جګړه خپل کنټرول کې نیولې، هر کله یې چې خوښه شی، جګړه کوی او هرکله یې چې خوښه شی، جګړه نه کوی.