خبر و دیدگاه

د طالب قوماندانانو جنسی زوریاتی، حتی حیوانات هم په امن ندی

طالبان چې ځانونه د شریعت لاروی بولی، د خلکو په منځ او شاوخوا کې ځانونه ډیر نیک انسانان ښیی، خو د پردې تر شا یې چې هر ډول ظلم له واک وشی، کوی یې.

لواطت او زنا په طالبانو کې نوی خبره نه ده، دا د دوی په خټه کې لړل شوې، خو ډیر کله د دوی دا ناوره کارونه رسنیز کیږی چې بیا یې په یوه او بله پلمه توجیه کوی.

په کلیو کې هغه خبره مشهوره ده چې :

طالب یوه ورځ یو عام کس له خرې سره لیدلی و چې جنسی اړیکه یې ورسره نیولې وه، طالب دا کس کافر او مفسق ګڼلی و او سخت یې وهلی وی.

بله ورځ همدا عام کس ګوری چې طالب له خرې سره جنسی اړیکه نیولې ده، عام کس ورته وویل چې تاسو خو هم کافر او مفسق شوی، طالب ورته ویلی و چې ما یې پښې اوبو ته کړی دی.

طالب همداسې یوه ډله ده چې خپله هر کار کوی، توجیه ورته لټوی، خو نور خلک چې سم کارونه کوی، طالب یې په یوه او بله ټاپه باندې کافر کوی او په سزا یې رسوی.

طالب ته لواطت او د هلکانو ساتل روا دی، خو عام خلک په ږیره کمولو باندې فاسق کوی او تر دورو لاندې یې اچوی.

طالب لواطت ښکاره کوی، که یې ښکاره نه کوی، لغړ زنی هلک خو ښکاره ګرځوی، د څه لپاره یې ګرځوی، خو جنسی اړیکې ورسره نیسی او لواطت ورسره کوی.

تازه د سلام وطندار راډیو یو خبر مې لوست چې تخار کې د طالبانو یو ځایی قومندان یوې ۱۴ کلنې نجلۍ باندې جنسی تیری کړی دی.

دا په تیره یوه اوونۍ کې دویمه پېښه ده چې د طالبانو له لوری د جنسی تیری رسنیزه کیږی، داسې هره ورځ پېښې کیږی، خو دا چې طالب د سیمې واکدار دی، څوک نه شی کولی د طالب پرضد غږ پورته کړی او د ظلم کیسه یې له رسنیو سره شریکه کړی.

طالب سره څوک په خپله خوښه جنسی اړیکه نه نیسی، بلکې طالب د خلکو په کور دننه کیږی او د خلکو عزت لوټ کوی.

تر ټولو بده دا چې له طالبانو سره پنجابیان او نور بهرنی ترهګر وی چې کورنۍ یې افغانستان کې نه وی او د جنسی غریضی د سړولو لپاره طالبان ورته مردګاوی کوی.

د تخار پېښه داسې وه چې څلور طالبان له وسلو سره د شپې د «خدای‌نور ملنګ» په نوم د یوه کس کیږدۍ ته ورغلی او پر لور یې جنسی تېری کړی دی. دا پېښه د چهارشنبې په شپه د خواجه‌غار ولسوالی د مینګ‌چُقر سیمې په شهروان کلی کې شوې ده.

د خواجه‌غار ولسوال محمدعمر د دې پېښې د تایید ترڅنګ وایی، طالبانو د خدای‌نور ۲۰ افغانۍ هم پټې کړې دی.

هغه زیاتوی، د سیمې اوسېدونکو په بېل او کولنګ سه د طالبانو پر وړاندې اعتراض کړی، خو دا ډله هڅه کوی چې د معترضانو احساسات کنټرول او دا موضوع پټه کړی.

طالبانو تېر کال هم په خواجه‌غار ولسوالی کې د ښوونځی پر یوې ۸ کلنې زده‌کوونکې ډله‌ییز جنسی تېری کړی و.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا