خبر و دیدگاه

که دولت او ملت د مجرمینو پر وړاندې ګډه مبارزه وکړی، ښه پایله به ولری

دا چې کابل او ځینو نورو لویو ښارونو کې د جرمونه کیږی، یا دا چې په دې تړاو د خلکو شکایتونه او اندیښنې زیاتې شوی، حکومت د امنیتی میثاق په نوم یو پروګرام پیل کړی دی.

دا برنامه د دولت او ملت مشترکه ده، دولت د خلکو په همکارۍ اړوند سیمو کې مجرم او تورن په نښه کوی او زندان ته یې لیږی.

دغه راز هغه کسان چې مکرر جرمونه یې کړی، قتلونه یې کړی، غلاوې کوی او اسناد او شواهد پرې شته، کورنیو چارو وزارت یې نومونه اعلان کړی او دخلکو همکاری کولی شی چې دا ټولنه د دې خلکو له شر څخه وژغوری.

افغان دولت د امنیتی میثاق برنامه په ښارونو او کلیو کې د خلکو د امنیت د ټینګښت او له جرمونو سره د موثرې مبارزې په پار تدوین کړې او اوسمهال د تطبیق په درشل کې ده.

په دې برنامه کې خلک د مجرمینو پر وړاندې د امنیتی میثاق په تطبیق سره لا بسیج کېږی او همدارنګه د دې برنامې پر بنسټ پولیس توانېدلی، څو د خلکو په همکارۍ د مجرمینو په نیولو کې لا غښتلی شی.

د کورنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، په دې برنامه کې زرګونه کابل مېشتی په رضاکارانه ډول بسیج شوی او د یوې اونۍ راهیسې پولیسو د خلکو په همکارۍ څه باندې ۲۰۰ مجرمین چې په کابل ښار کې یې فعالیت درلود، پېژندلی او له دې ډلې یې ۲۵ تنه نیولی دی.

کورنیو چارو وزارت د خلکو د رضاکارانه نقش په پایله کې د مجرمینو په نیولو او د جرمونو په کموالی کې د پام وړ نقش درلودلی او د دوی د لا زیاتو همکاریو په تمه دی.

اوسمهال د ۸۰ تنو هغو مجرمینو نوملړ چې په کابل ښار کې یې د امن او نظم په اخلال کې لاس لرلی او د پولیسو تر څار لاندې دی، د کابل ښار له اوسیدونکو سره نومونه شریک کړی او ځینې نور به هم شریک کړی، چې خلک یې د نیولو برخه کې له پولیسو سره همکاری وکړی.

د دې برنامې له مخې به ځینې سیمو کې مخفی پولیس ګرځی،  دغه پولیس به د هیواد د نوی امنیتی میثاق له مخې په شخصی موټرو کې ګرځی او د ترهګر او مجرمینو پیژندلو او نیولو کې به مرسته کوی.

دا پولیس به د هغو امنیتی چارواکو د غفلت او سرغړونې رپوټ هم ورکوی، چې د دندې پرمهال له صلاحیتونو ناسمه ګټه اخلی یا خپلې دندې سمې نه ترسره کوی.

امنیتی میثاق په افغانستان کې د سرتاسری امنیت تامین لپاره عملی کیږی چې لومړی پیل یې له کابله شوی دی.

د دې میثاق له مخې د کابل ښار په ۶۶ بیلابیلو برخو کې امنیتی کمرې لګول شوی دی، ترڅو د امنیت ټینګښت او مجرمینو پیژندلو او نیولو کې مرسته وکړی.

نو ویلی شو چې امنیتی میثاق کې د دولت او ملت ترمنځ د همکاریو یو تړون دی، دا تړون رضاکاره دی چې خلک له پولیسو سره همکاری شی او هغه کسان ونیول شی چې ښاریانو ته یې سرخوږی جوړ کړی دی.

اوس که خلک له پولیسو سره یو ځای شی او په دې برخه کې ګډ کار وکړی، هیڅ مجرم به پټنځای و نه لری او ټول به ونیول شی.

دا د ټولو مسوولیت دی چې د ناکاره خلکو له شر څخه ټولنه وژغوری او اجازه ور نه کړی چې تر دې وروسته هم جنایتونه وکړی او عامه نظم اخلال کړی.

په دې پروګرام کې یو عادی ښاری چې ځان مسوول نه ګڼی، مسوول ګڼل کیږی چې له پولیسو سره د غلو او مجرمینو پرضد مبارزه وکړی، له خلکو یواځې همدومره غوښتنه ده چې د مجرمینو په نیول کیدو مرسته وکړی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا