ولی داعشیان په خپل منځکې جګړه کوی؟

افغانستان کې د داعش ډلې جوړښت د پاکستان له سخت دریځو ډلو جوړ دی او دا ډله په ټوله کې د پاکستان په دستور جګړه کوی او یا د جګړې رهبری پر غاړه لری.
د پاکستان تحریک طالبان، لشکر طیبه، لشکر جهنګوی او جیش محمد ډلې سخت دریځې د داعش رهبری او تشکیل جوړوی چې زیاته برخه یې اورکزی پکې دی.
دا چې داعش ډله اکثریت خوارج دی، د پآکستانی سخت دریځو تر څنګ پکې د نورو هېوادونو اتباع هم شته چې د دې ډلې رهبرۍ باندې شکونه او نیوکې لری.
د دې ډلې اوسنی تشکیل او جوړښت د کونړ په هغو سیمو کې اوسیږی چې له ډیورنډ کرښې سره نږدې دی او دا سیمې داعش ډله د دې لپاره کاروی چې د پاکستان پوځ او استخباراتو ته یې لاس رسی زیات وی او په وخت امکانات ترلاسه کړی.
افغان ځواکونو په تیرو کلونو کې دې ډلې باندې ټولې لارې بندې کړی او له سخت بد وضعیت سره یې مخ کړل چې بالاخره زیات یې تسلیم شول.
تاسو به لیدلی وې چې تسلیم شوی، اکثریت د دې ډلې غړی د پنجاب او د پاکستان د نورو سیمو اوسیدونکی و.
په دوی کې ځینې مجبور شوی و چې افغانستان کې د داعش له ډلې سره یو ځای شی او ځینې نور په خپله خوښه راغلی و چې دلته یا ووژل شول او یا ونیول شول.
داعش ډله چې مرکزی رهبری نه لری، ترمنځ یې سخت اختلافونه شته، د پاکستان استخبارات هڅه کوی چې د دې ډلې مشری د دوی د کسانو په لاس کې وی، خو نور بهرنی ترهګر بیا د دې ډلې په منځ کې د پاکستان له نفوذ سره مخالفه ده.
ډیر کله داسې هم شوی چې پر یو بل یې وسلې پورته کړی او ان د یو بل وژلو حکمونه یې صادر کړی او له منځه یې وړی دی.
د شهاب مهاجر په نوم یو کس اوس مهال افغانستان کې د داعش ډلې مشری کوی، دا مشری په ختیځ کې محدوده ده، خو شمال کې بیا د طارق یلداش په نوم ازبکستانی د دې ډلې مشری پر غاړه لری او له شهاب مهاجر سره یې ترهګرۍ کې توپیر شته.
د دې ډلې نور کسان چې ښارونو کې ترور کوی او چریکی بریدونه کوی، د سعد امارتی، حسیب لوری، متین معاویه پاتې شوی کسان دی چې خپل مشر او خپله تګلاره لری چې د طالبانو د ځینو قومندانانو ملاتړ هم ورسره دی.
دا چې د داعش له ځینو ډلو سره د طالبانو جنګی قومندانان مرسته او همکاری کوی او له ځینو سره یې نه کوی، په دې خاطر د دې ډلې منځ کې سخت اختلافات شته او سره پاشلی یې دی.
دا چې داعش سخت دریځه ډله ده، د طالبانو جنګی قومندانان یې د خپلو موخو لپاره کاروی او بیا یې مسوولیت طالبان نه منی.
طالبانو د داعش د ځینو هغو ډلو لپاره خپلو سیمو کې بستر برابر کړی چې د طالبانو پلانونه تطبیق کوی او جګړه کې ورسره همکاری کوی.
خو د داعش دې ډلې سره بیا د داعش نورې ډلې سخت مخالفت لری او دوی ته هم د طالبانو په سترګه ګوری.
طالبان توانیدلی چې د داعش مات شوی او پاتې شوی کسان خپلو لیکو ته جذب کړی او بیا یې د خپلو شومو موخو لپاره وکاروی.
سید عبدالله پاچا