خبر و دیدگاه

ولې د طالبانو روانه جګړه فتنه ده؟

څرنګه چې افغان ولس ته مالومه ده چې  له څو لسیزو راهیسی زموږ ګران هیواد افغانستان د ترهګرو او تروریستانو د شومو اهدافو ښکار ده او هره ورځ مو په سلګونوبی ګناه  هیوادوال د ترهګریزو بریدونو په پایله کی وژل کیږی ، کورونه او باندی مو ورانیږی او حتی جوماتونه، دینی علما، عامه ځایونو، ماشومانو او تورسری مو هم په امن ندی، بیلابیلی ډلی او ټپلی په نوی بڼه او نوی تاکتیک سره  د مغرضو ګاونډیانو له لوری ګمارل کیږی ترڅو د ناامنی او افغان وژنی پدیده پلی او عملی کړی، که په لنډه توګه ووایو چې دغه ټولې ناخوالې او کړاونو زمونږ د مظلوم ولس پر وړاندې د دغې ټپل شوی او بدمرغې جګړی ثمره ده چې هره ورځ زمونږ له ولس څخه قربانی اخلی، چې په همدې اړوند  په دې وروستیو کې یو ځل بیا د نړۍ په کچه د سترو علماو او مفیتانو په لړ کې دا ځل د افغانستان د جګړی د څرنګوالې په موخه د الازهر ستر مفتی امام محمد احمد الطیب، هم د یوې فتوا په ترڅ کې  په افغانستان کې دغه روان جګړه حرام او  ورور وژنه او طالبان یې د جهل لښکر بللی ده.

دا یو حقیقت دی چې د طالبانو او ورته نورو ترهګرو لخوا اوسنې جګره په افغانستان کې یو ناروا او د اسلامی او انسانی ارزښتونو پر خلاف او د نورو د ګټو او ناوړو موخو تر لاسه کولو لپاره پر مخ وړل کیږی او دوی د سیمی د هیوادونو په ځانګړی توګه د پاکستان او ایران هغه نیابتی لښکری دی چې د دوی په واسطه د خپلو استراتیژیکو موخو لپاره  په افغانستان کې جګړه توده ساتلی او د هغوی د ګټو لپاره کارول کیږی او د هغوی په لارښوونه زمونږ په مقدسه ځایونو، روغتیایی مراکز، عامه ځایونو، دینی علماو، قومی مشرانو، تور سرو او ماشومانو باندې بریدونه تر سره کوی او بیا خپلو دغو شیطانی، غیراسلامی اوانسانی کړنو ته د جهاد نوم ورکوی، حال دا چې دوی د خپلو بهرنیو بادارانو په لارښوونه له بهرنیانیو(امریکا) سره د سولې تړون لاسلیک کوی،خو د خپلو افغانانو سره بیا د جګړی اور تازه ساتی، جومات او دینی عالم باندې برید کوی، پر شفاخانه برید کوی او نوې زیږیدلی ماشومان او میندی یې په شهادت رسوی او دې ته ورته په لسګونو نور جنایتونه چې د دوی لخوا تر سره شوی دی.

د اسلام او انسانیت دښمنانو دغو ناوړو کړنو او اعمالو ته  په کتو سره دا ستر حقیقت  هېوادوالو ته  څرګند شوی دی چې دغه ډلی هیڅ ډول اسلامی او انسانی ارزښتونو او اصولو باندې باور نلری، نو له همدې امله د افغانستان ټول ولس په ګډه او یو غږ سره د ستر مفتی او دینی عالم محمد احمد الطیب د وروستی فتوا او څرګندونو څخه په بشپړه توګه ملاتړ کوی او د هېواد له ټولو دینی علماؤ، مدنې ټولنو، قومی مشرانو او …  څخه هیله اوغوښتنه کوی ترڅو د ولس د پوهاوی او د خپل ایمانی او انسانی مسوولیت د رفع کولو په خاطر د جوماتونو د منبرونو او ټولنو له لاری د دغی شومی پدیدی “جګړی او ورور وژنی” د غندنی په موخه د پراخو تبلیغاتو په لاره اچولو تر څنګ وسلوال مخالفین هم نور سولې او ورورولۍ ته رابولی تر څو د نورو د ناوړو موخو لپاره د خپل ولس له وژلو او دهیواد له ورانولو څخه لاس واخلی او د یو ریښتنی افغان په توګه د خپل ولس او حکومت تر څنګ د خپل هیواد د آبادې او بیارغاونې کې رغنډه وڼده واخلی ځکه چې جګړه تباهی ده او سوله نیکمرغې او آبادې ده.

د یو سوګاله او پرمختللی افغانستان په هیله

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا