خبر و دیدگاه

د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو شدت

هغه اندیښنې چې د سولې پروسې او جګړې په تړاو خلکو درلودلې، داسې ښکاری چې واقعی رنګ خپل کړی.

د طالبانو او افغان دولت ترمنځ خبرې پیلیدونکې دی او داسې ښکاری چې تر دې خبرو وړاندې او یا وروسته د طالبانو اختلافات ډاګیز شی.

د طالبانو ترمنځ اختلافات اوس هم شدید دی، خو نه رسنیز کیږی او هڅه کیږی چې ځینې ډلې په اعتماد کې واخیستل شی او له اختلافاتو یې راوګرځوی.

دا اختلافات د طالبانو او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د هوکړې له لاسلیک وروسته راولاړ شوی دی.

د طالبانو جنګی قومندانانو سره د سیاسی دفتر له لوری مشوره نه وه شوې، که مشوره شوې، په لویه کچه شوې او د زونونو او ولایتونو جنګی قومندانان نه دی خبر چې طالبانو سره امریکا سره په څه هوکړه کړې ده.

طالبانو سیاسی دفتر یواځې مهم موضوعات رسنیز کړل او د هوکړې ضمیمه موضوعات پټ وساتل شول، ان له جنګی قومندانانو هم پټ ساتل شوی دی.

اوس له جنګی قومندانانو سره اندیښنه ده چې مشرانو یې څه هوکړه کړې او په کومه بیه یې خرڅ کړی دی.

یو څه چې د طالبانو جنګی قومندانان یې اندیښمن کړی، هغه د امریکایی چارواکو څرګندونې دی چې ګنې طالبان یې تر یوې مودې په اجازه کې واخیستل.

له امریکا سره تر هوکړې وروسته د طالبانو ځینې جنګی قومندانان ځانونه کم احساسوی، ځکه دوی قربانی ورکوی، خو د قطر دفتر د دوی سرنوشت پرته له دې ټاکی چې جنګی قومندانان ان خبر هم نه وی.

ځینو سیمو کې اختلافات ډاګیز شوی، خو ځینو نورو سیمو کې د دې لپاره پټ ساتل شوی چې غواړی له افغان دولت سره تر هوکړې وروسته له یو بل جنګی حرکت سره یو ځای او جګړه دوام پیدا کړی.

د جنګی قومندانانو اندیښنه دا ده چې طالبانو مشران به امتیازات واخلی او هغه ډلې چې سخت تلفات یې ورکړی او کلونه یې جګړه کړې، حاشیه کې به پاتې شی.

دا خبره هم واضح ده چې افغان دولت په اوس وخت کې نه شی کولی، په یو ځل باندې د طالبانو ټول قومندانان او وسله وال جذب کړی.

دا هر څه په تدریجی ډول مخ ته ځی، خو جنګی ډلې غواړی چې سولې ته په رسیدو دې سمدستی د دوی سرنوشت وټاکل شی.

ځینو سیمو کې د طالبانو جنګی ډلې په دې مشورو بوخت دی، که د قطر دفتر له افغان دولت سره سوله کوی، د دوی پلان به څه وی.

زیات تمرکز اوس لپاره پر دې دی چې څنګه کولی شی تر یو بل نوم لاندې جګړه دوام پیداکړی او د دوی ګټې خوندی وساتل شی.

د طالبانو اکثره جنګی قومندانان مستقیمې اړیکې لری، دا اړیکې د نشه یی توکو له کاروباریانو او بهرنیو استخباراتی ډلو سره دی.

نو له همدې کبله ډاډه دی، که د طالبانو له مشرانو سره د سولې پروسه کې یو ځای نه شی، شته فرصت او امکانات چې د جګړې د دوام لپاره ترې ګټه واخلی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا