خبر و دیدگاه

د نجات فرښتې زموږ د وطن سرتېری دی

 

زه ډیر کله مایوسه شم چې ځینې افغانان د سرتېرو فعالیت او سرښندنې په اشخاصو پورې تړی، که خلک دا کار اګاهانه او یا غیر اګاهانه کوی، ښه نه کوی.

سرتېری د دې خاورې او د خلکو د ناموس ساتونکی دی، له اشخاصو سره نه دی تړلی، سرتېری د دې نظام ساتونکی دی، که د سیستم چلوونکی هر څوک وی، سرتېری خپل کار کوی او خپل مسوولیتونه یې مالوم دی.

زموږ ډیر خلک په دې نه پوهیږی چې د سرتېرو رول څه دی او مسوولیت یې څه دی، خو که کوم ځای کې فساد هم وشی، سرتېری پکې ملامت بلل کیږی، په داسې حال کې چې سیستم د سرتېرو او یا افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو سره نه دی.

افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه د کورنیو او بهرنیو دښمنانو پروړاندې جګړه کوی، قربانی ورکوی او نه پریږدی چې د افغانان دښمن په یوه لویشت خاوره هم حاکم شی.

سرتېری شپه او ورځ کار کوی چې څنګه کیدلی شی، خلک له داخلی او بهرنی دښمن څخه وژغوری، په دې برخه کې هغوی سرونه لاس کې نیولی او له لوی خطر سره سره د دې خاورې او هېوادوالو د ارام ژوند لپاره هڅې کوی.

دا چې ځینو برخو کې داخلی او خارجی دښمنان هدف ته رسیږی او یا ګډوډی جوړوی، په دې برخه کې خلک خپل مسوولیت نه ادا کوی.

سرتېری نه شی کولی چې هر کلی، هرې کوڅې او هر کور ته یو کس ودروی چې ساتنه یې وکړی.

نورو هېوادونو کې هر وګړی د خپل هېواد لپاره سرتیری او جاسوس دی، خو افغانستان کې برعکس، خلک ځانونه له دې مسوولیت مبرا ګڼی او ټول مسوولیت پرې افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو اچوی.

افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه ښکاره او پټ دښمن پسې ګرځی، ډیر یې وژلی او ډیر نور یې زندانی کړی دی، خو دا چې دښمن د ملکی وګړو په جامه کې ګرځی او یا پټیږی، یواځې خلک کولی شی، چې په دې برخه کې له افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو سره مرسته وکړی.

زموږ یو شمېر خلک له بده مرغه یواځې نیوکو ته تکړه دی، نیوکې یې هم په عقدو ولاړې وی او په دې نه پوهیږی چې د چا مسوولیت کومه برخه کې او څومره دی ، څومره یې خپل مسوولیت ادا کړی دی.

که هر څوک خپل مسوولیت ومنی او لاس په لاس کار وکړی، نه به د سرتیرو دومره قربانۍ وی او نه به هر غل او مفسد د افغانستان عواید چور کړی.

دا چې سرتیری له داخلی او بیرونی دښمن سره په جګړه دی، ځینې خلاوې شته چې مافیا او نورې کړۍ ترې ګټه اخلی، لکه غلا کوی، انسان تښتونه، قتل او نورې ډیرې کیسې.

خو په دې باور ولرئ ، که هر کله جګړه پای ته ورسیده، هیڅوک تر قانون زورور نه دی، دا ټول چې نن ځانونه تر قانون لوړ ګڼی، ټول به حساب ورکوی، دوی چې نن بې حسابه هسکه غاړه ګرځی، ټول تمرکز له ترهګرۍ سره پر مبارزې دی او دوی ته د چا لږ پام کیږی.

له سرتیرو سره اوسئ، همدا سرتیری ستاسو د وطن او خاورې ساتونکی او مدافعین دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا