خبر و دیدگاه

طالبانو د نشه یی توکو د غټو قاچاقبرانو د کوشی کیدو غوښتنه کړې ده

 

افغان حکومت تل ویلی چې طالبانو جګړه د نشه‌یی توکو یوه لویه برخه ده، دا جګړه د نشه‌یی توکو د کښت او قاچاق لپاره کیږی او له همدې درکه د طالبانو مشران زیاتې پیسې لاس ته راوړی.

تاسو وګورئ، هغه سیمې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، ټولو کې د کوکنارو کښت کیږی، او هغه لارې چې د نشه‌یی توکو قاچاق پرې کیږی، ټولې د طالبانو له لوری ناامنه شوی او بریدونه پرې کوی.

طالبان هم څه هم د نړیوالې نوم بدۍ له خاطره د نشه‌یی توکو له قاچاق او کښت منکر دی، خو دا واضح ده چې طالبان د نشه‌یی توکو پراخ ملاتړی او زمینه ساز دی او همدا یې کاروبار دی.

طالبان هیڅکله نه غواړی د نشه‌یی توکو کار یې خراب شی، له همدې کبله هرکله د سولې د خبرو پروړاندې خنډونه جوړوی، که سوله وشی هم د نشه‌یی توکو طالب قومندانان د سولې له پروسې سره نه یو ځای کیږی.

جالبه دا چې طالبان له یوې خوا د نشه‌یی توکو له قاچاق او کاروبار منکر کیږی او له بلې خوا له امریکا او افغان حکومت غوښتنه لری چې د نشه‌یی توکو قاچاقبران چې اوس مهال په زندانونو کې دی، راخوشې کړی.

تازه د طالبانو د سیاسی ډلې مشر ملا عبدالغنی برادر د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره ویډیو کال کې غوښتنه کړې چې د بشیر نورزی دې ورته خوشې کړی.

بشیر نورزی د افغانستان په سویل او نړۍ کې د نشه‌یی توکو ستر قاچاقبر دی چې امریکا کې د نشه‌یی توکو د قاچاق په تړاو نیول شوی او زندان کې دی.

بشیر نورزی لاس په لاس د نشه‌یی توکو په قاچاق او کاروبار نیول شوی او د امریکا له قانون سره سم زندانی دی.

خو دا چې طالبانو له امریکا سره نوې ملګرتیا پیل کړې او ستراتیژیک تړونونه یې ورسره کړی، اوس له دې فرصت په ګټې اخیستو باندې هڅه کوی چې د نشه‌یی توکو دا ستر قاچاقبر چې طالبانو ته به یې جګړې زیات امکانات برابرول، راخوشې کړی.

دا یواځې بشیر نورزی نه دی چې د طالبانو د سیاسی دفتر مشر یې د راخوشې کیدو غوښتنه کړې، د افغان دولت په زندانونو کې داسې په سلګونه د نشه‌یی توکو قاچاقبران شته چې طالبانو یې نومونه لست کې شامل کړی چې افغان دولت یې د هوکړې له مخې راخوشې کړی.

دا کسان جګړه کې نه دی نیول شوی، بلکې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې په لوی فابریکو کې نیول شوی، فابریکې یې له منځه تللی او دوی نیول شوی دی.

ځینې یې پر لویو لارو او ځینې نور هوایی ډګرونو کې له نشه‌یی توکو سره نیول شوی دی، له قانون سره سمه سزا ورته اورول شوې، خو طالبان په ډیرې سپین سترګۍ سره د هغوی د راخوشې کیدو غوښتنه لری.

د طالب د جګړې ابعاد ورو ورو واضح کیږی، که څه هم افغان حکومت او کشفی ارګانونو په کراتو ـ کراتو له دې موضوع پرده پورته کړې، خو ډیرو به نه منله، خو اوس چې طالبانو خپله د نشه‌یی توکو د قاچاقبرانو ملاتړ وکړ او د هغه د راخوشې کیدو غوښتنه یې وکړه، په ډاګه شوه، چې دا جګړه د نشه‌یی توکو او پیسو پیدا کولو جګړه ده چې هیڅ دینی اړخ نه لری.

طالبان خپلې جګړې ته ځکه دینی اړخ ورکوی، چې افغانان په دین میین دی او طالبان په اسانۍ سره کولی شی، خلک جګړې ته استخدام کړی، نور خو مالومه شوه چې طالب قومندانان له جګړې امکانات ترلاسه کوی او له هېواد بهر یې پرې زیاته پانګونه کړې ده.

نو ویلی شو، ټول طالب قومندانان قاچاقبر او د جګړې سوداګر دی او ټول قاچاقبر او د جګړې سوداګر طالبان دی.

سید عبدالله پاچا

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا