خبر و دیدگاه

طالب په ماین جګړه کوی او له ماین منکریږی

 

د طالبانو د جګړې ټول تمرکز د سړک غاړې او عامه لارو کې د ماین په ایښودلو دی او په همدې ناوړه تکتیک کې نسبی بریالی هم دی، خو د دې تکتیک اکثره قربانیان یې ملکی وګړی دی.

طالبانو د شنبې په ورځ یوه اعلامیه کې اعتراف کړی چې کلونه یې جګړه یې خودساخته ماینونو باندې کړې او په دې ماینونو کې یې مقابل لوری ته زیان اړولی دی.

خو طالب چې د ماین هیڅ ټکنالوجی نه لری او نه پرې پوهیږی، خودساخته ماینونه یې هرکله بې وخته او بې هدفه چاودنې کوی.

تازه خبر دا دی چې د هلمند واشېر ولسوالۍ کې د طالبانو ماین د ملکی وګړو ټونس موټر باندې چاودنه کړې چې د یوې کورنۍ ۸ غړی پکې وژل شوی چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دی.

واشېر د هلمند هغه ولسوالی ده چې زیات پکې طالبان او د مخدره توکو قاچاقبران چې د طالبانو ملاتړ له ځان سره لری، فعالیت کوی.

هغه سیمه چې ماین چاودنه پکې شوې، نږدې سیمه کې پوسته نشته او د ماین چاودنې له سیمې عکس کې ښکاری چې څو طالبان همغه سیمې ته نږدې و او دا ښیی چې ماین همدوی ځای په ځای کړی و.

دا به د طالب د جنایت نه وروستۍ او نه لومړۍ پېښه وی، طالبانو ماینونو داسې زرګونه کورنۍ په مکمل ډول له منځه وړی او د خپلې جګړې قربانی کړی یې دی.

له هغې ورځې وروسته چې د امریکا او طالبانو ترمنځ قطر کې هوکړه لاسلیک شوې، طالبانو مخامخ جګړه باندې تمرکز کم کړی او د خپل فعالیت سیمه کې یې ماینونه ځای په ځای کړی دی.

نږدې هره ورځ دوه درې داسې پېښې وی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې پر ملکی وګړو د ماین چاودنه کیږی.

که دې ماینونو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله واوړی، بیا یې طالبان په ډیر افتخار مسوولیت منی، خو که د طالب د خودساخته بوشکه یی ماینونو قربانیان ملکیان شول، بیا ترې یا ځان منکر کوی او یا یې افغان ځواکونو باندې مسوولیت اچوی.

افغان ځواکونه د افغانانو د ناموس، مال او ځان ساتونکی او د دې خاورې مدافعین دی، هره ورځ د دې خاورې او د دې وطن د اولادونو لپاره قربانی ورکوی، د طالب د چټلې جګړې لپاره سپر ولاړ دی.

طالبان که هر څومره مسوولیت پر مقابل لوری واچوی، د سیمې خلکو ته ور مالومیږی چې همدا طالب دی چې د دوی په سیمه کې ماین ځای په ځای کوی، دا کار طالب پټ نه کوی، بلکې ښکاره یې کوی او د سیمې خلک په دې ګواښی چې که د ماین په اړه یې چاته مالومات ورکړل، بیا یې په مرګ نه ایساریږی.

که طالب هر څو د خپل ماین او جنایت څخه منکر شی، اوس ټول افغانان د طالب په دې ناوړه جګړې باندې خبر دی چې واک ته د رسیدو لپاره ان وطن ورانوی او افغانان وژنی خو چې د دوی بادار خوشحاله وی.

طالب چې د دې وطن په اولادونو رحم نه کوی، نو عامه ځایونو باندې به څه رحم وکړی، د طالب هر ماین یا پولچک الوزوی، یا سړک ورانوی او یا نور عامه ځایونو ته زیان رسوی، خو دا چ طالب ته د ماین ایښودو جګړه اسانه او ارزانه ده، د خلکو د قربانیو کیسه کې نه دی او دې جنایتونو ته یې دوام ورکړی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا