خبر و دیدگاه

طالبان سوله کوی

 

طالبانو نولس کاله جګړه وکړه، اوس ټول په دې پوه دی چې د افغانستان جګړه په جګړه نه ګټل کیږی او یواځینۍ لار سوله ده چې کولی شی افغانان له بدبختیو او بهرنیو له حضور خلاص کړی.

جګړه کې یواځې وطن ورانیږی او بې ګنا خلک او افغانان خپل منځ کې وژل کیږی، پایله یې څه ده؟

پایله او ګټه یې د بهرنیو استخباراتی ډلو ده چې نه غواړی افغانستان کې خلک د ارام ساه واخلی.

زموږ ټولنه چې سنتی ده او په خپل دین ډیر باور لری، قران کریم او احادیثو کې له جګړې زیات پر سوله ټینګار شوی دی.

لکه د قران کریم یو ایات دی چې (والصلح خیر) سوله کې خیر دی، د قران د ایات دا برخه علماء بیلابیل ډول باندې تفسیر کوی، خو متفق پر دې دی چې لومړی باید سوله وشی او د هر ډول جګړې او قتل عام څخه دې خلک راوګرځی.

زموږ د خوږ نبی ص په وخت او له هغې وروسته د خلفاوو او صحابه وو په وخت کې هم لومړی د سولې وړاندیز شوی او کله چې سوله نه ده شوې، بیا دویمه لار د جګړې ده.

اوس چې طالبانو له کفارو سره سوله کړې، زموږ دین او کلتور همدې باندې ټینګار لری چې ولې له مسلمان او خپل ورور افغان سره سوله و نه شی.

افغان حکومت تل د سولې غږ کړی، د خبرو وړاندیز یې کړی او هغه شرطونه چې د سولې پروړاندې خنډ دی، د مذاکراتو په میز یې د حل غوښتنه کړې.

خو طالبانو هر کله د افغان حکومت دا وړاندیز واک ته د رسیدو لپاره رد کړی دی، په داسې حال کې چې ټول افغانان د جګړې بس او سوله غواړی.

افغان حکومت سولې ته د رسیدو لپاره ډیر انعطاف ښودلی، بندیان یې خوشې کړل، مذاکراتی ټیم یې وټاکه، مصالحې شورا یې رامنځ ته کړه او دغه راز کورنۍ او بهرنۍ اجماع باندې هم بریالی شوی دی.

اوس تر بل هر وخت د سولې فرصت زیات شوی او تمه شته چې نږدې ورځو کې ښکیل اړخونه د سولې میز ته کینی او خپلمنځی خبرو کې د تاوتریخوالی کمیدو یا اوربند باندې سلا شی او د راتلونکی په تړاو پریکړې وکړی.

دا د ټولو افغانانو غوښتنه ده چې نولس کلنه جګړه دې پای ته ورسیږی او نور دې په یوه او بله پلمه باندې افغانان نه وژل کیږی او افغانستان دې نه ورانیږی.

که سوله وشی، د ټولو ژوند پکې تضمین دی، خو جګړه کې د هیچا ژوند تضمین نه دی او د جګړې ګټې د نورو هېوادونو او مشخصو ډلو دی.

په دې هیله چې د طالبانو مشران او د جګړې قومندانان هم نور وضعیت درک کړی، نور باید د بل په ټوپک او د بل د ګټو لپاره افغانان قربانی نه شی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا