خبر و دیدگاه

د امریکا د سولې تر توافق وروسته پر طالبانو نوې پانګونه روانه ده

 

طالبانو سره د امریکا د سولې تر توافق وروسته د دې ډلې پر نوی نسل د متحده ایالاتو او پاکستان د ګډې پانګونې څرکونه لیدل کیږی. طالبان که څه هم لا پخوا نه د خپلمنځیو مسایلو په سر اختلافات لرل او په مختلفو ډلګیو وېشل شوی وو، خو د سولې خبرو له ګرمیدو سره یې پر وېشلو پانګونه نوره هم جدی شوې ده.

 مخکې د کوټې شورا چې د پاکستان تر واک لاندې کوټه ښار کې مېشته ده ، د دغې ډلې محوری او مرکزی هسته وه . حقانی شبکه ، فدایانو محاذ ، توړې بوړې محاذ ، د ملا نیازی ډله ، د صدر ابراهیم ډله او نور نومونه هم وخت په وخت اوریدل کیدل ، خو اوس د دغو نومونو تکرار زیات شوی .
دلیل یې دا دی، چې پاکستان د افغانستان د جګړې یو مخ ختمیدل نه غواړی او پلان لری چې یوه برخه طالبان سولې ته راولی او څه نورې ډلې یې په مختلفو نومونو تقسیم او د جنګ د دوام لپاره په راتلونکو پروګرامونو کې بوخت وساتی .
دا عیناً د هغې قضیې تکرار دی، چې د ډاکټر نجیب الله د حکومت له سقوط نه وروسته افغان جهادی تنظیمونو سره وشول . هغه وخت هم پاکستان د افغان سولې قضیه کې د جهادی تنظیمونو استازیتوب کاوه او په دې خاطر چې دا سوله تامینه نه شی او پاکستان ته د آینده لوبو زمینه مساعده وی، جهادی مشران یې سره خپلو کې واچول او دوی یې د سولې خبرو ته له واحد دریځه بې برخې کړل.

  اوس هم پاکستان هماغه لوبه پیل کړې، طالبان یې سره ویشلی ، د دوی څه مشران یې په مختلفو بڼو مړه کړی، څوک یې منزوی کړی ، د چا پر وړاندې یې دسیسې جوړې کړی او په مجموع کې یې د طالبانو پر نوی نسل پانګونه پیل کړې ده . د طالبانو نوی نسل د بل هر سیاسی او جنګی جریان د نوی نسل په شان لېواله دی ، چې د واک و امتیاز په خاطر په اسانه او ارزانه هر ډول معامله وکړی او د پاکستان اوامر پرځای کړی

 . د دې نسل څه کسان به اوس سوله کوی ، څه به یې په نویو جوړیدونکو ډلو کې تنظیمیږی او څه به د ورپسې نورو لوبو لپاره اماده کیږی . د افغانستان د ملی امنیت پخوانی ریس رحمت الله نبیل هم په یوه وروستۍ مرکه کې همداسې وړاندوینې درلودې . هغه د طالبانو په مشرانو غږ وکړ، چې د سولې په نوم د پاکستان او امریکا معاملې ته متوجه شی کنه دوی به هم د جهادی تنظیمونو د مشرانو په شان زر سره تقسیم او د هغوی په ذلیله سرنوشته سره اخته شی.

  اوس د طالب مشرانو د هوښیارۍ امتحان اخیستل کیږی، چې دوی د سولې خبرې په امریکایی – پاکستانی محوری مخته وړی او د هغوی په عینکو د خپل قوت او آینده سرنوشت ننداره کوی او که د افغانانو په حیث خپلو وطنوالو سره کینی ، د سولې افغانی اجنډا جوړوی او په دې اجنډا کې د وطن او خپلې ډلې آینده عزت او ښیګڼې په نظر کې نیسی!

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا