خبر و دیدگاه

طالبان سولې خواته ځی؟ که جګړې خواته؟

 

رسنیو راپورونه خپاره کړل چې طالبانو د دایکندی ولایت د کجران او کیتی ولسوالیو ۵۳ ولسی وګړی چې ښځې او ماشومان پکې شامل دی، برمته کړی دی.

د برمته کولو لامل دا ښودل شوی چې د ارزګان له چارچینو ولسوالۍ څخه یو هلک او نجلۍ له کوره تښتیدلی، له کجران او کیتی ولسوالیو تیر شوی او ګیزاب ولسوالۍ کې یې پناه اخیستې ده.

دا چې دا هلک او نجلۍ کورنۍ له طالبانو سره څه اړیکې لری او یا په دې موضوع کې د طالبانو د دلچسپۍ لامل څه دی، مالومه نه ده، خو یو څه چې روښانه دی، هغه دا چې طالبان د ایران او پاکستان په لارښوونه هرکله هڅه کوی، داسې موضوعات راپورته کړی چې قومی بڼه ولری.

د هلک او نجلۍ له کوره تیښته ډیرو ولایتونو کې شته او هر ولایت کې د دې لپاره خپل اصول شته چې د قومی تړونونو له مخې حل کیږی، نه حکومت ته ضرورت پیدا کیږی او نه طالبانو ته چې دې موضوع کې دخیل شی.

که د اسلام له نظره دې موضوع ته ولیدل شی، هم که دواړه (هلک او نجلۍ) راضی وی، نو کولی شی، له کوره په تښته نکاح وکړی او موضوع حل کړی، یانې د اسلام له نظره کوم جرم نه دی.

د افغانانو د کلتور او عنعناتو له مخې، ځینو سیمو کې دا جرم ګڼل کیږی، خو موضوع قومی مشران حل کوی او هیڅ ضرورت نه وی چې لویه شی.

خو دا چې طالبانو د دې موضوع په غبرګون کې له پنځوس زیات خلک یرغمل کړی، ښکاره خبره ده چې طالبان غواړی، یوه ګډوډی رامنځ ته کړی.

دا د طالبانو پخوانی عادت دی چې د یرغمل پرمهال ان ښځې او ماشومان یرغمل کوی، چې د ټولو اصولو خلاف کار دی.

طالبان په هیڅ دین او مذهب نه دی، یواځې هغه کار کوی چې خپل مالک یې دستور ورته ورکړی، که هغه کار هر څومره ګډوډی رامنځ ته کوی، طالبانو ته توپیر نه کوی.

طالبانو تیرو کلونو کې لسګونه داسې اعمال او کړنې ترسره کړی چې په ښکاره قومی او مذهبی تفرقو ته لمن وهل و، خو له نیکه مرغه افغانان اوس په دې پوه شوی چې تر هر څه لومړی یووالی ته ضرورت لری او نه غواړی چې د دښمن په دې جال کې ګیر شی چې افغانستان قومی او مذهبی جګړو ته لاړ شی.

دا موضوع ممکن د قومی مشران له لوری حل شی، ځکه مشران په دې موضوع کې جرګه شوی چې په سوله ییز ډول یې حل کړی.

طالبان به لکه د نورو موضوعاتو په دې موضوع کې هم مخ توری وی او کومه دسیسه یې چې مخکې کړې پکې به ناکام شی.

طالبانو رسمی ادرس تراوسه په دې موضوع غلی دی چې ولې یې د یوې نجلۍ او هلک د تیښتې په موضوع کې لسګونه کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دی، یرغمل کړی دی.

خو یوڅه چې ښکاره دی، هغه دا چې طالب کرایی قاتل او معامله ګر دی او هر هغه کار کوی چې پیسې ورته لاس ته ورځی او یا بل سیاسی او استخباراتی موخه لری.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا