خبر و دیدگاه

پاکستان کې دینې مدرسې د آی آېس آی تر کنټرول لاندې دی؛ زده کوونکی افغانستان د جګړې لپاره رالیږی

 

د پاکستان ای ایس ای په وزیرستان کې فعال د ترهګرو د روزنې مرکزونه لری او هلته میشت افغانان او نور پښتانه په یو او بل نوم استخدام کوی، تر روزنې وروسته یې افغانستان ته د جګړې لپاره رالیږی.

دا وسله وال د هغو ترهګرو ډلو سره اړیکه لری چې پاکستان ازاد فعالیت لری، لشکر جهنګوی، لشکر طیبه، سپاه صاحبه، لشکر اسلام او نورې سخت دریځې ډلې چې د ای ایس ای مستقیم ملاتړ ورسره دی، د مدرسو ځوانان تر روزنې وروسته افغانستان ته د جهاد تر  نامه لاندې ترهګرۍ ته رالیږی.

تاسو که د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان تعقیب کړی و، هغوی ښکاره ثبوتونه خپاره کړی چې دا ډلې په وزیرستان کې فعاله مرکزونه لری، هدفی وژنې کوی او هر هغه کس له مخې پورته کوی چې د دې ډلو پرضد غږ پورته کوی.

دا ترهګر د نامالومو وسله والو په نوم قتلونه کوی، خو نامالوم ځکه نه دی چې له پوځې مرکزونو راوځی، فعالیت کوی او بیرته پوځی مرکزونو ته ستنیږی.

د پاکستان نورو ګوندونه او سیاستوال هم پر دې موضوع خبر دی، خو دا چې هلته ټول واک له پوځ او ای ایس ای سره دی، نو هیچا ته اجازه نه ورکول کیږی چې د دې ډلو پرضد غږ پورته کړی.

یواځې پښتون غورځنګ دی چې د دې ډلو تر شا لاسونه یې ډاګیز کړی او د دې ډلو هدفونه یې روښانه کړی چې یواځې غواړی پښتون وطن ناامنه کړی او له دې خاورې افغانستان ته ځوانان د جهاد په نوم د ترهګرۍ لپاره ولیږی.

ما څو ورځې وړاندې یوه ویډیو ولیدله چې وزیرستان کې یوې جنازې کې د جمعیت علماء اسلام یو ملا بیان کو او وژل شوی کس یې شهید یادو چې پکتیا کې له افغان ځواکونو سره جګړه کې وژل شوی و.

یواځې دا نه و، داسې لسګونه جنازې له ډیورنډ کرښې هاغاړې ته ځی او هلته خاوره ته سپارل کیږی.

داسې فریب کاره ملایان لکه د جمعیت علماء اسلام دا ملا چې بیان یې کړی و، نور ځوانان یې تشویق کول چې افغانستان ته د جهاد لپاره لاړ شی، په داسې حال کې پاکستان حکومت او قانون په هیڅ دین اسلامی نه دی.

خو دا چې دا ډول ملایان د ای ایس ای په مستقیم ملاتړ کې دی، نو پاکستان په اړه خوله نه خلاصوی او جاهله ځوانان افغانستان جګړې ته تشویق کوی.

دا یو ښکاره ثبوت و چې ښکاره کوله یې د پاکستان د سخت دریځی اسلامی ډلو په چوکاټ کې روزل شوی کسان افغانستان ته د جګړې لپاره رالیږل کیږی او بیا یې جنازې بیرته له ډیورنډ کرښې اوړی.

خیبر پښتونخوا کې پښتانه سیاستوال هم له دې کار سره مخالف دی او د دې پروژې د بندیدو لپاره مبارز کوی، خو ای ایس ای دینی مدرسې او نورو دینی علماء په لاس کې اخیستی، پیسې ورکوی او له همدې کبله ځوانان افغانستان جګړې تشویق کوی چې د پاکستان ګټې افغانستان کې خوندی شی.

تر هغې چې طالب خپلواک نه شی، تر هغې چې طالب د پاکستان له انحصار خلاص نه شی، افغانستان کې سوله ناممکن ده او جګړه به دوام پیدا کوی، ځکه پاکستان هیڅکله نه غواړی چې افغانان د ارام سا واخلی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا