خبر و دیدگاه

د طالبانو ړانده ماینونه

د پخوانی شوروی اتحاد له ماتې وروسته افغانستان کې تر نن پورې ماینونه د خلکو ژوند اخلی، زرګونه کورنۍ یې قربانی دی او میلیونونه نور یې معلول کړی دی.

تقریبا دیرش کاله وشول خو لا هم د شورویانو له لوری ځای په ځای شوی ماینونه ټول له منځه نه دی تللی او تر نن پورې ځینو سیمو کې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

اوس شل کاله وشول چې د طالبانو جګړه دوام لری، دا چې طالبان د مخامخ جګړې توان نه لری، تر ډیره یې د جګړې تمرکز ځانمرګو بریدونو او ماین چاودنو باندې دی، که د طالبانو د ماین خښولو تکتیک نه وی، هر ځای کې به د طالب پر سر افغان ځواکونه ولاړ وی، یا به وژل کیدلی او یا به نیولی کیدلی.

طالبانو اکثره ناامنه سیمې له ماینونو ډکې کړی، له اصلی لارو نیولې، بیا تر فرعی لارو او کوڅو یې ماینونه ایښی او دا ماینونه ډیر کله د ملکی وګړو ژوند اخلی.

طالبان په دې پوهیږی چې په لویو لارو او کوڅو کې ماین ایښودنه ډیر کله پر ملکی وګړو چاودنه کوی او قربانیان یې هم ملکی وګړی دی، خو بیا هم ماینونه ږدی، هغه ماین چې افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو باندې چاودنه وکړی، طالبان یې مسوولیت منی، خو هغه ماینونه چې پر ملکی وګړو چاودنه وکړی، طالبان یې مسوولیت نه منی.

خو طالبان له دې نه شی منکر کیدلی چې د دوی په سیمه کې ټولې ماین چاودنې په دوی پورې اړه لری او د ملکی وګړو قربانی د دوی جنایت دی.

تازه مې تیره شپه یو خبر ولید چې پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ کې د طالبانو یو ماین چې لار باندې ځای په ځای شوی و، پر ملکی وګړو چاودنه کړې.

دا ملکی وګړی ښځې او ماشومان و چې د واده له مراسمو د کور پر لور روان و، چې د طالبانو ځای په ځای شوی ماین پرې چاودنه کړې.

په دې چاودنه کې یوه میرمن او دوه نجونې شهیدانې شوی او یو درې میاشتنی ماشوم ټپی دی.

د هغه ماشوم ویډیو هم خپره شوې چې ټپی شوی دی، تراوسه په دې لا نه پوهیږی چې د څه لپاره نړۍ ته راغلی دی، تراوسه مور او پلار نه پیژنی، خو طالب د خپلې جګړې قربانی کړ.

د ماشوم ویډیو چې ډاکټران یې ټپونه ورتړی، ډیر سخت ژاړی، چې د اوسپنې زړونه نرموی، خو د طالب زړه هیڅکله نه نرمیږی.

دا یواځې یوه پېښه ده چې دلته مې یادوونه وکړه، د سه شنبې به ورځ طالبانو د غزنی په ده یک ولسوالۍ کې یوه ډله کوچنی ماشومان د ماین قربانی کړی و.

داسې پېښې هره ورځ کیږی چې د طالب په ماین باندې ملکی وګړی شهیدان کیږی، ټپیان کیږی او معلول کیږی، خو طالب له دې جنایت نه راګرځی او درګرده د ځمکې خیټه کې ماینونه ږدی.

طالب په دې ماینونو سره د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو مخه نیسی چې له یوې سیمې بلې سیمې ته لاړ نه شی، یا هغو سیمو ته د عملیاتو لپاره لاړ نه شی چې طالبان پکې فعالیت لری.

خو د طالب دا جنایتونه به هیڅکله و نه بښل شی.

یوه ورځ به د دې حساب ورکوی، که هغه په دې دنیا وی، یا په هغې دنیا.

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا