خبر و دیدگاه

پاکستان د طالبانو د نکاح پلار

 

افغانستان هغه مهال سولې ته رسیدلی شی چې پاکستان سره سوله وشی، کله چې له پاکستان سره سوله وشوه، طالبانو سره سولې شوې وبولئ.

طالب د پاکستان روزل شوی ملیشې دی او هر هغه څه چې د پاکستان پالیسی ده، طالب یې تطبیق کوی او کله چې پاکستان وغواړی چې د طالبانیزم پروژه پای ته ورسیږی، هر څه پای ته رسیږی.

دا په ډاګه شوې چې طالب خپلواک نه دی او نه د سولې صلاحیت او واک لری، کنه لږ ترلږه خو به یې د پاکستان په اړه یو ځواب ویلی وی چې هر کله پاکستان وایی، پر طالبانو نفوذ لری.

د پاکستان نږدې ټولو مشرانو په دې اعتراف کړی چې پاکستان د دوی د ګټو لپاره رامنځ ته شوې ډله ده او تر هغې یې ملاتړ کوی چې تر څو د پاکستان ګټې افغانستان کې خوندی شی.

دا اعترافونه رسنیو کې له مرکو رانیولې بیا تر کتابونو شوې دی، خو طالب هیڅ یو پاکستانی مشر دا څرګندونې رد نه کړی چې ګنې پاکستان دروغ وایی او دوی هیڅ ډول د پاکستان تر اغیز او نفوذ لاندې نه دی.

اوس چې امریکا غواړی د سولې پیل شوې پروسه بریالۍ کړی، هڅه یې دا ده چې تر هر څه لومړی د پاکستان پوځ څخه په دې برخه کې ډاډ ترلاسه کړی چې ایا تر سولې وروسته خو به طالبان بیا جګړې ته نه هڅوی.

د امریکا اندیښنه همدا ده چې که د طالبانو سیاسی مشران سوله وکړی، نو جنګی قومندانان به یې سولې ته راځی او که نه، ځکه جنګی طالبانو ته اوس ټول امکانات د پاکستان پوځ او استخبارات برابروی او د سیاسی طالبانو په مقابل کې ډیر زور او نفوذ لری.

امریکا چې له یو څه اندیښنه لری، هغه  دا چې که سوله کیږی، باید جګړه پای ته ورسیږی او جګړه هغه مهال پای ته رسیږی چې پاکستان له نااعلان شوې جګړې راوګرځی.

خلیلزاد په همدې تړاو څو ځل اسلام اباد ته سفرونه کړی او په دې تړاو یې خپله خبره له پاکستانی لوری سره شریکه کړې ده، همدا لامل و چې د پاکستان د پوځ مشر قمر باجوه کابل ته راغی او دلته یې له ولسمشر غنی او د مصالحې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره ولیدل.

که څه هم د افغان سولې پروسه کې پر پاکستان باور نه شی کیدلی، خو دا چې اوس دا پروسه امریکا خپل مسوولیت ګرځولی، نو کولی شی چې پاکستان ځینو برخو کې مجبور کړی چې له افغان لوری سره د خبرو حل ته ورسیږی.

خلیلزاد زیات تمرکز پر دې دی چې د سولې پروسه کې د پاکستان خبره واخلی او دغه راز د هغوی په اندیښنو او راتلونکی برنامه باندې ځان خبر کړی.

تر ټولو لویه اندیښنه دا ده چې که طالبان د پاکستان له خوښې پرته سوله وکړی، جنګی ډلې به ترې پاکستان وګرځوی او تر یو بل نوم لاندې به افغانستان کې جګړه دوام پیدا کړی.

دا چې تر نن د سولې پروسې پایله نه ورکوله، لامل دا و چې طالب خپلواک نه دی او هیڅکله ځان د پاکستان له انحصار نه شی خلاصولی، طالبانو په ښکاره خلیلزاد ته ویلی چې د سولې پروسه کې د پاکستان خبره واوری او په دې یې راضی کړی چې نور باید جګړه پای ته ورسیږی.

له همدې کبله د سولې پروسه کې پر پاکستان تمرکز زیات دی او د ولسمشر هغه خبره رښتیا کیږی چې پاکستان سره سوله تر طالب لومړی دی او کله چې پاکستان سره سوله وشوه، د جګړې حل پیدا کیږی او د سولې پروسه بریالۍ کیږی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا