خبر و دیدگاه

د سولې د توافقنامې لاسلیک او د پاکستان منافقت

دا چې د څلور لسزیزو راپدې خوا د افغانستان مظلوم او کړیدلې ولس د پردیو د جنګ ښکارګرځیدلې دې او اوس هم په دې اور کې د دې هیواد بې ګناه بچیان سوځیږی او هره ورځ د لسګونو ځوانانو جنازې خپلو غمجنو میندو او کورنیو ته وړل کیږی چې میندې یې د ژاړه پرته بل کوم کار له وسه پوره نه وی او د زړه تسلا یې د خپلو زامنو، خاوندان، ورورڼو او خپلوان په ورپاتې آنځورونو باندې تسکینوی، کله چې طالبانو د پاکستان د استحبارتی (ISI) آی ایس آی شبکې تر لارښوونې لاندې د امریکا سره توافق نامه لاسلیک کړه او په دې لاس لیک شوی پآڼه کې ځینې شرایط موجود وو، چې له هغې جملې څخه یې د افغان امنیتی ځواکونو او طالب بندیانو د خلاصون مساله چې ګویا (۵۰۰۰) طالب بندیان به افغان دولت او (۱۰۰۰) تنه افغان امنیتی ځواکونو بندیان به طالبان خوشی کوی، افغان دولت سره به خپل منځی خبرې پیلوی ترڅنګ به یې اورکم رامنځ ته کیږی، دا چې طالبان خپلو ژمنو او د توافقنامې مواردو ته څومره ژمن پاتی شوی او که نه په لنډه توګه به رڼا پرې واچوو.

افغان دولت هر وخت او په هر ډول شرایطو کې په هیواد کې د یوې تلپاتی سولې او د جګړی د پای ته رسیدو په موخه خپلو کړیو ژمنو ته وفادار پاتې شوی او خپل مسئولیت او ریښتینولې یې د ولس او نړیوالو پر وړاندې په ډاګه کړی ده او د ګن شمیر هیوادوالو د مخالفت سربیره یې هم د توافقنامه په رڼا کې د طالب بندیان د خوشی کیدو لړې پیل کړه تر څو د اعتماد او باور فضا رامنځته کړی، خو له بده مرغه په همغه وخت کې بیا طالبانو د دې لپاره چې ۱۰۰۰ تنه بندیان پوره کړی د توافقنامې پر خلاف یې د امنیتی ځواکونو تر څنګ د ملکی خلکو په نیولو او اسیرولو پیل وکړ، سر بیره پر دې هم تر اوسه څنګه چې لازمه وو طالبانو د دغو افغانانو په خلاصون کې تر اوسه جدې اقدام ندې کړی، کله په یوه ولایت او کله هم په بل ولایت کې یا لس تنه او یا هم شل تنه خوشی کړی چې په هغه کې هم زیاتره ملکی وګړی وی او اکثره یې لا هم له دوی سره  د بند شپې ورځې سبا کوی عام ولس ته یې اندیښنې راپیدا کړی، ځکه چې ولس دا ډاډ لری چې طالبان خپلواک ندی او د پاکستانی پوځیانو او ای اس ای د شبکی له لارښوونې پرته هیڅ ډول عمل نشی کولی او په دوحه کې هم کومې خبرې چې روانی وی د دوی په لارښوونه او مشوره تر سره کیدی تر څو خپلې سیاسی موخې تر لاسه کړی چې له همدې امله هم د میاشتو په تیریدو تر اوسه پروې کومه مثبته پایله نده ورکړی.

بله دا چې افغان دولت په وار وار سره له  طالبانو وغوښتل تر څو بین الافغانی مذاکرات پیل او خپلې ستونزې په خپلو منځونو کې پرته له هر ډول لاسووهنود خپل ولس د هوساینی لپاره تر سره او شته ستونزو او ناخوالو ته د پای ټکې کیښودل شی، خوتر اوسه هم طالبان دې ته ندی  حاضر شوی ترڅو د افغان دولت سره د خبرو میز ته کینی، په هر حال کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا زلمی خلیلزاد د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې دخبرو اترو په موخه وټاکل شوو او په دې موخه  د قطر، سعودی او پاکستان په ګډون اکثرو هیوادونو ته په وار وار سره سفرونه درلودل خو دغه سفرونه به هم  کله  له ناکامۍ او کله هم له کامیابې سره به مخ شول، هغه وو چې یو وخت د سولې مذکرات ډیر زیات ګرندی شول چې وروسته بیا د طالبانو لخو د امریکایی ځواکونو په یو پوځی کمپ برید په پایله کې د ترامپ لخوا دغه لړې  په ټپه ودرول شی، او څه موده وروسته بیا د دوی د ملاتړیو هیوادونو لخوا دغه لړې بیا پیل چې په ترڅ کې یې د امریکا او طالبانو تر منځ توافقنامه لاسلیک شوه. خو بیا هم د طالبانو لخوا د یادې تفاهمنامې مادې په وار وار سره تر پښو لاندې کیږی.

همدا رنګه په تړون کې دا هم راغلی وو چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړی او بین الاافغانی خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړی، خو له بده مرغه چې طالبانو نه یوازی چې تاوتریخوالی کم نکړ بلکې پر امنیتی ځواکونو او عامه تاسیساتو باندې خپل بریدونه لا زیات کړل، او خپلو جنګیالیو ته یې اعلان وکړ چې زمونږ جګړه(جهاد) له افغان حکومت سره لا داوام لری، چې د طالبانو دغه عمل د ولس له کلک غبرګون سره مخ شو چې طالبانو خو د اشغال تر نامه لاندې جنګیدل اوس چې له اشغالګرو سره تفاهم کوی او د افغان ملت پر وړاندې دجهاد اعلان کوی. چې په همدې ترڅ کې دوی دهیواد په بیلابیلو ولایتونو کې په ګن شمیر عامه سیساتو( جوماتونو، روغتیایی مراکز، د جنازې پر مراسمو او …) او وروستی برید یې هم د وزیرمحمد اکبرپر جومات باندې وو چې په پایله کې د یاد جومات خطیب مولوی محمد ایاز نیازی په ګدون دوه تنه شهیدان او څو نور ټپیان شول اوس دا یوه خبر افغان ملت ته څرګنده شوی چې د طالبانو جهاد د  دینی علماو، روغتیایی مرکز، ماشومان، مېرمنو او په ټوله کې افغان مسلمان ملت  پروړاندې دی.

دا په خپله د دې ښکارندوی کوی چې طالبان خپلواکه ندی او تل د خپلو ملاتړو هیوادونو په ځانګړی توګه پاکستان په لارښوونه عمل کوی تر څو د خلکو د غولولو لپاره خپلو غیر اسلامی او انسانی اعمالو ته اسلامی او دینی جنبه ورکړی، خو له بل لورې ګورو چې د دوی ټول اعمال او کړنې د اسلام او انسانیت خلاف دی او هغه څه تر سره کوی چې په هیڅ دین او ائین کې شتون نلری. همدا وجه ده چې دهیواد په ګوډ ګوډ کې د خلکو کرکه او نفرت د ترهګرو او د هغوی د حامیانو پر وړاندې لا پسې زور اخلی ځکه چې افغان ولس  نور نه غواړی تر څو هیواد او ولس یې یو ځل بیا د جنګ او جګړی قربانی شی.

نوید احمد څرک

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا