خبر و دیدگاه

جګړه او شخړه د هیڅ چا په ګته نده

 

له دې طالبان هم منکر نه دی چې داسې سخت دریځی وسله وال پکې شته چې هیڅکله نه غواړی د سولې خبرې بریالۍ شی، دا ډله یواځې په فتحه او وحشت باور لری او هیڅکله حاضر نه دی چې له اوسنی دولت سره سوله وکړی او جمهوریت دوام پیدا کړی.

اوس چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه شوې او ټاکل شوې یا تمه شته چې افغان دولت سره هم یوې پایلې ته ورسیږی، د طالبانو د وسله والو ډلو ترمنځ ګونګوسۍ په زیاتیدو دی.

د طالبانو اکثره جنګی ډلې نه له امریکا سره په هوکړه راضی دی او نه له افغان دولت سره په خبرو کولو راضی دی.

دا ډلې یواځې غواړی چې واک په زور ترلاسه کړی او خپل پخوانی نظام بیا رامنځ ته کړی چې د اسلام اباد حکمونه او فرمانونه کابل کې وچلیږی.

اوس چې د طالبانو ځینې مشران غواړی جګړه د سولې په خبرو او مذاکراتو باندې پای ته ورسوی، ځینې جنګی ډلو له داعش وسله والو سره غوږ جنګولی چې ورسره یو ځای شی او د جګړې یو نوی صف رامنځ ته کړی.

هسې هم د داعش اوسنی جوړښت د طالبانو د وسله والو دی، د داعش ۹۰ سلنه جنګیالی د طالبانو له لیکو جلا شوی دی، اوس چې د سولې خبرې کیږی او جګړه پای ته رسیږی، پاتې جنګی ډلې هم په دې فکر دی چې څنګه له داعش ډلې سره یو ځای شی.

تازه داعش ډلې د خراسان ولایت لپاره نوی خلیفه ابی ابراهیم القریشی ټاکلی او د بغداد او سوریی مشران یا خلیفه ګان یې مرتدین یاد کړی دی.

دا د داعش د یو نوی تشکیل او جوړښت پیل دی چې کولی شی طالبان پکې په اسانۍ سره جذب کړی، له همدې کبله اندیښنه شته چې د طالبانو سخت دریځې ډلې به د داعش لیکو ته لاړ شی.

افغان دولت او ځینې هېوادونه هم دا اندیښنه لری چې نباید یواځې د طالبانو سیاسی مشران سوله وکړی، سوله باید سرتاسری وی او د جګړې د بس لامل شی، که د سولې سربیره بیا هم جګړه دوام پیدا کوی، دا هیڅ مانا نه لری.

د طالبانو جنګی ډلو مشران او وسله وال اکثریت په عوایدو او نشه یی توکو قاچاق باندې مصروف دی او هیڅکله نه غواړی چې د سولې برنامه کې یې ګټې له ګواښ سره شی او له منځه لاړې شی.

د طالبانو د جنګی ډلو تمرکز ځکه په جګړه دی چې جګړه د دوی لپاره د عوایدو ښه لار ده، انسان تښتونه، نشه یی توکو قاچاق، د دولتی ځمکو عواید، ګمرکات او له بهرنیو افغان دښمنه هېوادونو څخه مرستې ترلاسه کولو یې ژوند ور جوړ کړی.

طالبانو جنګی ډلې نه غواړی چې جګړه ختمه شی، که جګړه ختمه شی، دا ډلې په هیڅ ځای کې په درد نه خوری، نه یې څوک څوکیدار نیسی او نه په کوم بل څه پوهیږی، نو دا ډلې نه شی کولی د دولت په چوکاټ یا نظامی ځواک کې معیین معاش باندې ګوزاره وکړی.

نو که طالبان د خپلو وسله والو ډلو او قومندانانو تضمین نه شی کولی چې حتما به د سولې لپاره یو ځای کیږی، دا سوله هیڅ افغان نه منی، سوله چې افغانان یې په هر قیمت غواړی د جګړې د پای لپاره یې غواړی، که جګړه دوام پیدا کوی، بیا ولې طالب مشرانو ته امتیازات ورکول شی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا