شعر

د تعصب لومه

 

 

خواراو زاردی وی چه زړه کی دا تیریږی 
چه زه بریم او ته لریی  نه شرمیـږی


دا د ژبی او تو کم معضله پریږدۍ
د وطن په  فکر څنگه چه جوړیږی

 

ژبه صرف یو وسیله ده چه ځان پوه کړی
تفوق د ژبی ښه نه معلومیـږی


دا ویروس دی چه انگریز دلته خپورکړی
په سبب د نا پوهۍ چه تطبیقیـږی


پره دی وکړی خپلی چاری ناپوهۍ کی
بیسواد ولس به خامخواه غولیـږی

 

     دا پلمه او دا نیرنگ وه  له پخوانه
اوس بستر یی آماده دی چه چلیـږی


چه اخته دی په دا هسی ناروغۍ کی
ناعلاجه تر قیامته نه  ښه   کیـږی


خو بیړۍ طوفانی ښوی په څپو کی
که په ښه مسیر لاړ نښی نو دوبیـږی


فقط دوه  څیزه عامل د بدبختی دی
ناپوهی او نفاق دواړه چه ورکیـږی


نو راځیه ټوله یو ښی هیڅ هم نښته
دا د زړونو او هامونه ټول پاکیـږی

 
بس پر مونږ دی چه یوموټی یوملت ښو
نو تضمین دی چه نا خوالی به سمیـږی

 

ولی پاسدار

مارچ ۲۰۱۹

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا