خبر و دیدگاه

آیا په دنډ غوری او مرکزی بغلان کی د طالبانو شتون او پایښت د دی ولایت دپښتنو په ګټه دی؟

Andishmand
محمد اکرام اندیشمند

ښای ډیر لږ کسان حتی هغه څوک چې په ذهنی توگه هم د طالبانو ملاتړی او طرفداران اوسی، دا روښانه حقیقت په بټ نکړی چې په افغانستان او پاکستان کی پښتانه د طالبان د دلې اصلی قربانیان دی. د طالبانو له ظهور او د دی شلوکالو جګرې په پام کی نیولو سره چی هره ورځ د سرحد په دواړه و لورو کې پښتانه د طالبانو د جنګ او تروریستی اعمالو قربانیان ګرځی. دا خبره، چې چه دا خبر پانی د ۱۳۹۴ لمریز کال په اوړ دوکی له ارزگان او پکتیا له میرمنو او ښځینه وڅخه یو تن هم د کانکور په ازموینه کی د پوهنتون د شمولیت لپاره کدون ونکړای شو. او دپکتیا، خوست، زابل، قندهار کنړ، لغمان، لوگر، میدان وردگ او هلمند ولایتونو څخه له

(۱۰۰) سلولږې نجونې په پوهنتونونو کې جذب شوی، د پښتون ټولنی داسې نا دودې قربانئ لامل د طالبانو له شتون اوجګرې څخه په ډاګه کېږې. طالبان یوه کافر گی تروریستی، ظالمه، وحشی، د مدنیت ضد او د ټولو مدنی، ټولنیزو حقوقو پر ضد ډله ده. په ټوله کی تروریستی ډ لی او په ځانګړی توگه طالبان مخکی له دې چې د قومی هویت له مخی و پیژندل شی او له قومی- ملی گټو څخه نمایندگی وکړی تروریست او جنایتکاران دی که د افغانستان د طالبانو تروریستی ډله ډیرئ د قوم پر اساس پښتانه هم وی، خو د یوی تروریستی ډلی تر سر لیک لاندې د پښتنو د سولې او گټو لپاره، نه په افغانستان او نه په پاکستان کی کوم ارزښت او اهمیت قایل شوی دی. د طالبانو ډله مخکې له دې چې له پښتون نمایندگی و کړې او د دوی د حقوقو او ګټو مدافع شې، یوه جنایتکاره تروریستی د له چی دسیمی او نړی د تروریستی موخو او ګټو د مدا فعینو پوری اړه لری. دا ډله په ځانگړې توګه د پاکستان نظامی استخباراتو (ISI) پورې اړونده ده. طالب تروریستانو د هیواد په پښتنو میشتو جنوبی سیموکې د خپلو ټولو کلونو د جنګ او جنایت په اوږ دوکی د پښتنو لوستې او د پوهنې په ګانه سمبال میرمنی ترور کړی، ښوونځی یی د میرمنو، نجونو او حتی د هلکانو پرمخ تړ لی دې. طالب تروریستا نو هڅه وکړه څو د سرپرې کو لو کلتور او د انسانانو د پسه په څبر ذبح کول د جهاد په نوم؛ په حقیقت کې د وحشت د کلتور او د پښتنو ترمنځ د یو غیر انسانی او غیر اخلاقې عمل تر سرلیک لاندې د سرحد دواړ و خواوو افغانستان او پاکستان کی دو دکړی او حتی د انسان د سر پری کولو لپاره یې توره د یو پښتون نا بالغ ما شوم (هلک) په لاس د ټولو عامو خلکو په مخکې کېښوده. د طالبانو د دلې په هکله داسې ښکاره او دمنلو و رو حقایقو په پاملرنې سره چې نن ورځ طالبانو د دنډ غورې او بغلان سیموکې سنگر نیولی او هڅه کوی څو د دې سیمې د پښتنو له ټولنې څخه د یوې قومی او ټولنیزې پایګاه په توگه ګټه پورته کړې. اوس دا یو پښتنه د بحث او ځواب و ړده چې آیا د طالبانو شتون په دې سیموکې د پښتو له سولی او گټو سره د بغلان په ولایت کی همغاړیتوب لری. د دې پوښتنی په هکله بحث او ځواب په څانګړی توګه د ځینو پښتنو بغلانیانو د رضایت نه ښودلو په لړ کې د تاکنیز و شکایتونو د اورید و له کمیسیون څخه عبدالستار سعادت او د بغلان ولایتی شورا غړی شمس الحق بارکزی په ډند غوری او بغلان مرکزی سیموکی چی ډیرې مهمی سیمې دی دولتی قواوو دنظامی عملیات په هکله خپله نا رضایتی؛ البته د طالبانو پر ضد عملیاتو په برخه کې نه بلکی د ملکی وګړو د تلفاتو په هکله ښایی. ریښتنی خبره داده چې د بغلان ولایت قومی، ټولنیزو، مذهبی او ډون له مخی د افغانستان له شپږ وړ ولایتونو څخه شمیرل کیږی. په دې ولایت کی بیلا بیل درې، مذهبې، قومونه؛ سنی، دو لس امامه شیعه گان او اسماعیله شیعه ګان ژوند کوی. د دې ولایت د قومې او مذهبی ټولنو ترمنځ د تیرو کلونو اوږ دو کې د میل خلاف د ټول هیواد به سطح د ټولنیزو بی عدالتی او تبعیض له شتون سره سره د دوی اړیکی له له تاوتریخوالې او جنګ جګړ و څخه خالې ارزول شوې دې. په دی ولایت کې د ټولو قومونو په څانګړی توګه د دوې د ځینو قومونو ترمنځ لسگونه کلونو له ګډ ژوند سره د دوې ترمنځ دوینی اړیکی هم رامنځه شوې دې. د بغلان ولایت همدا اړیکې او په خپلواکې سکښت ډیر ترډیره د دوې ترمنځ پراخه ګډې ګتې د بغلان خلکو او د دې ولایت قومې- مذهبی ټولنو د راټو لیدو بنسټ شوې دې. په بغلان کی له ټولو بیلا بیلو قومې او مذهبی ټولنو سره هوسا ژوند کول او د ټولنیزه ژوند بیلا بیلو اړخونو په برخه کې د امنیت او ارامتیا فضا کې ژوند کول د دې ګتو بنستیزه برخه جو ړوې ؛ خو د طالبانو شتون د یوې تروریستی ډلی په ټوګه د خلکو او بیلا بیلو قومې ټولنو د ګټو لپاره ډیره نا آرامه او قبرته ورته د ژوند فضا رامنځه کوې. د طالب تروریستانو شتون په ډند غوری او د بغلان ولایت پښتون میشته مرکزی سیموکئ د دی ولایت د ټولنی سوله له منځه وړی، چې په دې ولایت کې د قومې او مذهبی نفاق او دښمنئ په نوم تخمونه کریې. دا وېره او ناسم برداشت باید د هر بغلانی/ بغلانیانو په ذهن کې لاره جوړه نه کړی، چی د طالبانو شتون د قومی لید لورې له مخی د هغوې د ګټو سبب کیدای شې. ځکه طالبان د یوې تروریستی ډلې په توګه د پاکستان نظامې استخبارات او نور و بهرنیو پښټنو د استخباراتو وسیله ده، چې د هیڅ یوې قومې ډلې په ځانګړی توګه د بغلان د پښتنو ټولنی په ګټه نه دې. د دې ټولنې د خلکو ګته او سوله له دې سیمې او خلکو له منځه د تروریستو طالبانو په ویستلو کې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا