خبر و دیدگاه

که امضاء و نکړې سوله نشته!

karim-khoram
عبدالکریم خُرم

د ۱۳۹۲ کال د قوس درېیمه یوه له خاطرو ډکه ورځ وه. له متحده ایالاتو سره د امنیتی تړون پر سر د راغوښتل شوې مشورتی لویې جرګې اختتامیه جلسه له هیجانه ډکه وه، دغه هیجان هغه وخت اوج ته ورسېد چې حضرت صبغت الله مجددی د جرګې د رئیس په توګه ستیژ ته وخوت او پر ولسمشر حامد کرزی یې غږ وکړ چې جرګه دغه تړون غواړی او ژر تر ژره یې امضاء کړه! ولسمشر په بیړه ستیژ ته ورغی او ویې ویل چې تر هغه وخته چې امریکایان سوله یا حد اقل د سولې د بهیر عملی پیل تضمین نکړی دی به پر قرارداد امضاء ونکړی. حضرت صاحب د هجرت ګواښ هم وکړ خو کار یې و نه شو او حامد کرزی د قرارداد لاسلیکول و نه منل.

دغه ورځ شپه شوه، د شپې لس نیمې بجې وې، د ولسمشر سکرتر چې معمولاً به د شپې د ارګ په دوهم نمبر قصر کې پاتې کېده په بیړه بیړه لومړی نمبر قصر ته چېرته چې ولسمشر له کورنۍ سره اوسېده ورغى او ورته ویې ویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر غواړی په ټیلیفون درسره وغږېږی او اوس به بیا زنګ ووهی. څو شېبې وروسته زنګ راغى. د حامد کرزی او جان کېری تر منځ خبرې اوږدې شوې، جان کېری امضاء غوښته او حامد کرزی هماغه خپل شرایط تکرارول چې په سر کې یې د سولې راوستو اطمینان او د دغې پروسې د واقعی پیل ضمانت و. خبرې تر نیم ساعت واوښتې او لحظه په لحظه توندېدلې، په آخر کې جان کېری حامد کرزی ته وویل: “… د افغانستان ولسمشره! دومره درته وایم که امضاء و نکړې سوله نشته، نور دې خوښه خپله…”

پخوانی ولسمشر حامد کرزى وایی: “هغه شپه مې تفریباً خوب ونکړ، سبا مې د دفتر کارونه ژر ژر تمام کړل او کور ته ولاړم، په انګړ کې مې قدم واهه او دا سوچ مې کاوه هسې نه چې واقعاً دغه تړون وطن ته د سولې او امن د راتلو باعث شی او ما پخپله محاسبه او تحلیل کې اشتباه کړې وی او زما انکار د جګړې د دوام باعث شی، بیا مې د امریکا د دولسو کلونو کړه وړه تر نظر تېر کړل، د سناتور جان کېری هغه قسم را په یاد شو چې د ۲۰۰۹ کال د انتخاباتو د جنجالی کېدو په وخت یې د ډاکټر لودین او نورو همکارانو په مخ کې راته وخوړ او ویې ویل “په انجیل قسم چې دوهم دور انتخابات به کېږی” چې ټول جریانات مې سره څنګ په څنګ کېښودل دې نتیجې ته ورسېدم چې دا خلک دروغ وایی او دغه وعده یا ګواښ یې هم دروغ دى چې ګواکې د BSA له لاسلیکولو سره به سوله افغانستان ته راشی.”

دا زموږ د وروستی تاریخ د یوې پاڼې یو پراګراف و. اوس BSA امضا‌ء شوې خو سوله رانغله!

په تېره روژه کې د افغانستان د دولت یو هیأت په مری کې د پاکستانیانو په حضور کې د طالبانو له یو هیأت سره مخامخ خبرو ته کښېناست. دا هغه څه وو چې تېر حکومت په تکرار او د کلونو په ترڅ کې له اسلام آباده غوښتل خو دوی راسره نه منل. زموږ د یو وروستی سفر په ترڅ کې په یو واړه مجلس کې چې د پاکستان د صدراعظم د دفتر په یوه وړه کوټه کې وشو او جریان به یې زه په راتلونکی کې مفصل ولیکم شجاع پاشا د ISI رئیس په دوو – درېیو هفتو کې له طالبانو سره د مخامخ مجلس د زمینې د برابرولو ژمنه وکړه چې بیا تر آخره دا کار ونه شو. په هر صورت د “مری” د مجلس دوهم پړاو د ملا محمد عمر د مړینې د خبر د خپرېدو له امله تر سره نه شو او دا سلسله بنده شوه.

اوس هغه څه پیل شوی چې څلور اړخیز مجلس ورته وایی (د امریکا، چین، پاکستان او افغانستان تر منځ). د څلور اړخیزو مجلسونو لومړۍ ناسته په اسلام آباد کې تر سره شوه، دوهمه یې په کابل کې او پتېیل شوې چې درېیمه یې د سلواغې په ۱۷ مه بیا په اسلام آباد کې تر سره شی. که دا ناستې له طالبانو سره په مستقیمو خبرو منتج هم شی خاصه تمه ترې نه شی کېدای، ځکه اوس ټول پوهېږی چې طالبان په ډلو وېشل شوی. که یوه ډله یې خبرو ته کښېنی خو بله یې جګړې ته دوام ورکړی نتیجه بیا هماغه ده، یعنې د جګړې دوام، خصوصاً چې اوس پرته له طالبانو نورې ډلې هم را پیدا شوې چې د خطرناکو جګړو لپاره تیاری نیسی.

پاکستان چې هغه وخت له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمینه نه برابروله سبب یې دا و چې دا ډله متحده وه او رهبری یې یوه وه. اوس د سولې خبرې که مستقیمې وی که غیر مستقیمې فیصله کوونکې نه دی، په تېره چې د افغانستان حکومت په تکرار دا وایی چې له هغو ډلو سره به جګړې ته دوام ورکړی کوم چې سوله نه غواړی.

په څلور اړخیزو ناستو کې چې څه مهم دی او د یو مهم پرمختګ په توګه یادېږی هغه د سولې لپاره د “لارې نقشه”(Road Map)  ده. دا اصطلاح او دا مفکوره نوې نه ده. ما پخوا هم دې ته په یوه لیکنه کې اشاره کړې وه. د لومړی ځل لپاره کله چې د ۲۰۱۲ کال په اوړی کې د پاکستان د هغه وخت صدراعظم راجا پروېز اشرف او د انګلستان صدراعظم ډیویډ کامرون افغانستان ته راغلل، پر دوه اړخیزو مجلسونو سربېره د ارګ په چارچنار ماڼۍ کې یوه درې اړخیزه ناسته د پاکستان، افغانستان او بریتانیا په ګډون وشوه. په دغه مجلس کې ډیویډ کامرون وویل: “موږ تل د سولې خبرې کوو خو داسې میکانیزم نلرو چې په دې برخه کې پرمختګونو باندې پوه شو او واضح پړاوونه ورته په نظر کې ونیسو، په همدې دلیل د سولې لپاره باید د لارې نقشه جوړه شی.”

وروسته د سولې پر لار نقشې کار پیل شو، په دغه کار کې د افغانستان د حکومت دوه چارواکی چې انګلیسانو ته نږدې ګڼل کېدل ډېر فعال وو.

پتېیل شوې وه چې په پاکستان کې په ټیټه کچه مجلس او په لندن کې یوه بله درې اړخیزه ناسته وشی. له نوموړو چارواکو یوه یې یو ماښام جوړه شوې د لار نقشه راوړه او حامد کرزی ته یې وروښودله. زما نظر چې وپوښتل شو ومې ویل دا د منلو وړ نه ده ځکه چې آخری مرحلې ته یې چې رسېږو ډیورنډ به مو منلى وی، او دا نقشه داسې ترتیب شوې چې ګواکې پاکستان دا جګړه راباندې تپلې موږ یې پزې ته پرې راوستی یو او اوس را ته وایی جګړه به درباندې بنده کړم خو که زما دا دا شرایط ومنې. پخوانی ولسمشر هغه لار نقشه ونه منله، داسې تغیرات یې پکې راوستل چې نه پاکستان غوښتل ویې منی او نه انګلستان. انګریزانو بیا پخوانی ولسمشر ته لندن ته څېرمه په چکرز کې په جوړې شوې ناستې کې په ډاګه ویلی وو چې افغانستان باید له هند سره په اړیکو کې د پاکستان ملاحظات په پام کې ولری، چې هغه طبعاً رد ځواب ورکړی و.

ملت دې په دې پوه وی چې اوسنۍ د لارې نقشه چې د سولې په نامه جوړېږې کېدای شی هماغه پخوانۍ یا تر هغې خطرناکه وی. متأسفانه حکومت په دې برخه کې ملت ته زیات معلومات نه ورکوی. خو په ډیورنډ کرښې باندې په سیستماتیک ډول پاکستانی تأسیسات جوړېدل، په تکرار پر افغانستان دا تور لګول چې ګواکې دلته تروریستان ساتی او هغوی بیا د ډیورنډ هاخوا عملیات کوی، پر SOP خبرې یا په ځینو مواردو کې عمل کول، د Border Management په نوم ډیورنډ ته ورو ورو د سرحد

حیثیت ورکول، دا ټولې خطرناکې نښې دی. حکومت دې په دې کې مسوولانه عمل وکړی او ملت دې ورته بیدار وی.

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا