خبر و دیدگاه

اسدالله خالد د شخصی دشمنی نه تر سیاسی تربګنۍ

asaddullah khalid د ۱۳۹۱ کال د دلوی د میاشتې په شپاړسمه نیټه د کابل ښار د تایمنی په اتم سړک کی واقع د حاجی اسدالله خالد (چی په هغه وخت کی د ملی امنیت د جاسوسی اداری ریس وو)، په یوه شخصی میلمستون او بنډارخانه کې یوه انتحاری حمله وشوه چی په نتیجه کی یی حاجی اسد الله خالد سخت زخمی شو او بیا ډیر ژر د تداوی لپاره جرمنی او بیا امرکی ته واستول شود کرزی اداری او دوی ته نږدې حلقاتو پر حاجی اسد انتحاری برید د افغانستان د دشمنانو کار وباله او دا عمل یی په سختو ټکو و غاندهاو د افغانستان خلکو هم دا ګمان وکړ چی ګواګې حاجی اسد رښتیا هم طالبانو یا د کرزی ددولت د ویاندویانو په اصطلاح (ترورستانو) ټپی کړ.

د کرزی اداری د کورنیو چارو د خلقی وزیر محتبی پتنګ په مشری یو هییت موظف کړ ترڅو دا قضیه و څیړی او د تحقیقاتو نتایج د کرزی مقام ته وړاندې کړییو کال تیر شو خو نه پتنګ صیب خپل راپور نشر کړ او نه هم د افغانستان استخباراتو اداری د حاجی اسد د قاتلینو هویت افشا کړدا چی ولې دا ګذارش نشر نه شو او په داسی حال کی چی د امنیت ملی اداری شپږ کسان په شمول د یوی میرمنې هم په دی اتهام ونیول ولی نشر شول؟ د تامل او حیرانی څای دی!! امنیت ملی خوچی یو ترورست ونیسی ژر ژر یی له تصویر او اعترافاتو سره د مطبوعاتو په مخ کی ودروی او د دست آورد په نوم یی افغانانو ته ور ښکاره کړید حاجی اسد قاتلین یا د انتحاری حملی عاملین ټول ونیول شول خو اعلان نه شول دا ولی؟؟ ډیر افغانان په دی نه دی خبر چی د حاجی اسد ترور د طالبانو کار نه بلکه د شخصی تربګنیو او ناموسی تجاوزاتو یوانتقام وو چی حاجی اسد یی د مرګ او ژوند تر مینڅ حالت ته ورسولودا ځکه چی د حاجی اسد د ترور پلان ترورستی نه بلکه د شخصی انتقام او د افغانی ناموس او ننګ نه ددفاع یو کار وو.. کوم کسان چی ونیول شول او له نیکه مرغه بیرته د کندهار د وکیلی فریبا احمدی کاکړ په بدل کی خوشې شول طالبان نه بلکه د حاجی اسد د تره زامن او د تره نګور وه چی د ناموسی انتقام او غچ اخیستو لپاره یی دا کار وکړ.

زه چې د غزنی د ناوی یو عادی اوسیدونکی یم او ددی حادثی د ابتدا نه په جریان کی وم او ددی حادثی د عاملینود نیولو نه هم خبر وم ډیر منتظر وم چی د ملی امنیت یا وزارت داخلی ویاندویان به په غټو غټو جملو ددی (دست آورد)مطبوعاتی کنفرانس ونیسی خو کال تیر شو او خبر هیر شو… نه نیول شوی عاملین اعلان شول او نه وزیر داخله افغانو ته ګذارش ورکړ چی د هیواد د استخباراتو اول درجه نفر څنګه په خپل شخصی میلمستون او بنډار خانه کی سخت ټپی شو.؟؟ اوس چی هم امنیت هم وزارت داخله او هم پر اسدالله خالد میین او مهربان کرزی غلی اوخاموش پاتی شول غواړم دغه حقیقت افغانانو ته څرګند او عیان کړممرحوم علم ګل د عبدالواحد زوی چی په حاجی اسد یی انتحاری حمله وکړه د غزنی د ناوې د خواجه خیلو اوسیدونکی وو، زما همزولی او ملګری وو ښایسته ځوان وود طالبانو په وخت کی یی دوکانداری کوله کله چی طالبان مات شول او د کرزی دوره راغله حاجی اسد د شمالی ټلوالی په مرسته غزنی ته په ډیر شان و شوکت راغیبادیګاردان، وسلی موټران او پنچشیری انډیوالان ورسره وو. په ناوه کی یی د خپلو تربرونو او خپلوانو سره ډیره ناروا او ظلم شروع کړ. کله چی د غزنی والی شو نو د ظلم او کبر دایره نوره هم غټه شوه او چی کندهار کی والی شو و بیخی د خدایی او کبر دعوا یی وکړهپه ناوه کی یی د ټولو تربرونو ځمکی او جایداد غصب کړ او ټول یی کډی کولو او هجرت ته مجبور کړلد خپل اکا زوی دینار خیل نه یی اتیا جریبه ځمکه او یو کاریز په زور را ونیول او د هغه پیغلی لور ته یی بی ناموسی ور واړولهدینار خیل د خلکو له شرمه له ناوی و تښتید او په کوټه کی مهاجر شوکله چی کوټه کی طالبان پیدا شول دینارخیل او علم ګل او یو بل د ناوی مشر د حرکت انقلاب جهادی قوماندان محی الدیی د انګو د کلی مشر ورسره شول او طالبانو ته یی عذرونه کول چی مونز ته وسله او امکانات راکړی مونز د کندهار والی حاجی اسد وژنو او هم به انتقام واخلو هم به ثواب وګټو طالبانو او د کوټی شورا یو څل دوی ته یو موټر بم اماده کړ او یو انتحاری سره او په کندهار کیی یی دده په موتر انتخاری حمله وکړه چی د قسمت او تقدیر له برکته حاجی اسد بچ شواو د هغه وخت د اطلاعاتو او کلتور وزیر کریم خرم سخت ټپی شو او څوکسه نور ژوبل شولبیا کله چی حاجی اسد د امنیت ملی ریس شو دغه کورنی بیا طالبانو ته ورغله چی مونز اماده یو یو کس تلف کړو او خپل انتقام واخلو او په حاجی اسد حمله وکړوطالبانو ورسره ومنله او دا ځل یی ورته ډیر جدید قسم انفجاری مواد چی مایع شکل لری ورکړل او دینارخیل له علم ګل سره یو ځای کابل ته راغللانفجاری مواد یی د خپلې انګور په لاس چی منظوره نومیږی کابل ته راوړلاو په کابل کی یی د یو بل خپلوان چی حاجی اسد ته ډیر نزدی کس وو او اوس هم په غزنی کی د استخباراتو مامور دی، په زریعه حاجی اسد ته بیغام ولیزه چی له کوټی نه یی د طالبانو یو مهم پیغام راوړی دی. حاجی اسد هم ومنله او ده سره یی د ملاقات وعده وکړه.

د ملاقات په جریان کی علم ګل خپل ځان ته انفجار ورکړ خو د حاجی اسد اجل نه وپوره خو سخت ټپی شووروسته وزارت داخله او امنیت ملی ددی حادثی په اتهام د غزنی د ناوی د کلی اوسیدونکی دینار خیل، د دینار خیل نګور منظوره، د ناوی د خانخیلو د کلی محمد نعیم اکا ، د منظوری ورور محمد فهیم او د ناوی محلی قوماندان ملا محی الدین ونیول او کابل ته یی یوړلڅه موده مخکی زه د تجارتی کاروبار په سلسله کی کوټې ته تللی وم چی دینارخیل او ملا محی الدین می هلته ولیدل حیران شوم ما تری پوښتنه وکړه چی تاسو خو د کابل حکومت د حاجی اسد د قتل په دوسیه کی نیولی وی دلته څه کوی؟

هغوی راته په خندا وویل د طالبانو د کور ودان وی کله یی چی د کندهار وکیله فریبا احمدی کاکړ په غزنی که برمته کړه نو دکرزی دولت ډیر عذز وزاری شروع کړی چی د اوکیله را خوشی شی طالبانو ورته د شلو بندیانو د راخوشی کولو غوشتنه وکړه او د خدای له کرمه جار شم کرزی ومنله او شل تنه یی را خوشی کړل چی زه (دینارخیل) ملا محی الدین او منظوره هم پکی شامل ووکله چی را خوشی شو نو مستقیما کوټی ته راغلو او دلته طالبان مونږ ته د قهرمانانو او اتلانو په سترګه ګوری او لوی ملا صیب خو زما انګور منظوری ته د بطل البنات یا د ښځو قهرمانه خطاب او لقب هم ورکړماچی د دینارخیل اکا خبری واوریدې د خدای قدرتونو ته حیران شوم. چی ذلت او عزت د خدای په لاس کی دی نه د ولایت، امنیت او جنګسالارانو په وسلو موټرو او ډالرو کی… حاجی اسد نه تنها د دینار خیل کورنی تباه نکړه بلکه ځان یی تباه کړ.. دینار خیل خو د خپلی لور د بی ناموسی او بی عزتی انتقام واخیست او حاجی اسد یی د ټول عمر لپاره له جنسی خوند او تولد او تکثر ه محروم کړ. خو حاجی اسد نه هم دین لاړ هم دنیا اوس د امریکی کومه شفاخانه کی د مرګ په انتظارشپی ورځی سبا کوی!

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا