خبر و دیدگاه

د١٣٨٠کال پنځلمسه د تلې د ایمان د تللو ورځ

helicopter_seals_killed

په رښتیا سره چې جهاد د الله پاک په آزموینو او امتحانونو کې یو سخته آزموینه ده چې تل یې رښتینی مؤمنان او منافقان سره جلا کړی دی، د تاریخ په اوږدو کې جهاد یوه داسې سخته فریضه پاتې  شوې ده چې درواغجنو مؤمنانو یې هیڅکله تاب نه دى را وړی او ترې په شا شوی  دی.

له نن څخه لس کاله مخکې د ١٣٨٠ لمریز کال د تلې (میزان) پنځلسمه ورځ د الله پاک له لوری د همدغسې امتحانانو په لړ کې یوه نه هیریدونکې او د خورا زښتو زیاتو سختو امتحانونو د لړۍ د پیلیدلو ورځ ده، له همدې ورځې څخه وروسته ډیر هغه کسان چې مسلمانانو به غټ حساب پرې کاوه د الله پاک په دې ستر امتحان کې پاتې راغلل او د خلکو په وړاندې وشرمیدل او لا پسې شرمیږی.

دا داسې سخته ورځ وه چې په اسلامی تاریخ کې یې سارى ډیر کم او یا کیداى شی په ټولو ابعادو کې دیته ورته له کړاوونو ډکه ورځ بلکل نه وی، د ټولې نړۍ کفار له خپلو مختلفو عقیدو سره، یهودان، عیسویان، بت پرستان، گو پرستان،  له جلا جلا هیوادونو  او ملتونو څخه، په خپلو منځونو کې له سترو اختلافاتو سره سره ټولو په یوه لاس  او یوه خوله او په خپل ټول زور او ځواک، پر مختللې نظامی او جاسوسی تکنالوجۍ سره د خونړۍ امریکا په مشرۍ زمونږ په کوچنی اسلامی هیواد باندې ناروا، ښکاره او بربنډ تیرى وکړ او یو خورا خونړى او وحشی جنګ یې پرې پیل کړ، ستر ستر بې رحمه څو ټنیز بمونه یې د باران په شان پرې واورول او پدې توګه د رښتینو مؤمنانو او منافقانو د جلاکولو لپاره د ایمانونو د تللو یوه نوې لړۍ پیل شوه چې تر نن ورځې پورې دوام لری.

د دې ورځې یوه سختی په دې کې وه چې په ټوله اسلامی نړۍ کې یو اسلامی هیواد پیدا نشو چې ددې ستر ناروا تیری په وړاندې غږ پورته کړی او زمونږ له هیواد سره تنها په خوله باندې ودریږی!!! حتى د ایران  دولت سره لدې چې په اسلامی نړۍ کې د امریکا ستر رقیب ګڼل کیږی، له ویرې یې لینګی ولړزیدل او له صلیبی ټلوالې سره یې  وروسته له هغې د هر راز لوژستیکی مرستو اعلان وکړ کله چې د امریکا د وخت ولسمشر بوش په پوره غرور سره وویل چې پدې جنګ کې دریمګړى نه منو، هر څوک چې له مونږ سره ونه دریږی نو د ترهګرو ملګرى ګڼل کیږی او د همغوى په څیر معامله به ورسره کیږی!!!

 زمونږ د ګران هیواد په وړاندې د دې خونړی جنګ تر ټولو خواشینوونکې خبره دا هم وه چې د یو شمیر پخوانیو منحرف شویو مجاهدینو، غلو، ډاکوانو، ګلم جمانو او ګلم چورانو  څخه جوړه د ربانی په مشرۍ هغه د پردیو مزدوره ټلواله چې په کلونو کلونو یې خلک له طالبانو سره ددې لپاره جنګول چې ګواکې طالبان د امریکا د ګټو د خوندی کولو لپاره را پورته شوی دی او غواړی چې پخوانى پاچا ظاهر شاه یو ځل بیا په هیواد واکمن کړی، دوى هم په پوره بې شرمۍ سره د امریکا تر خوا ودریدل او د طالبانو په وړاندې یې د هغوى لپاره د پلی ځواکونو رول ادا کړ او داسې شرموونکی مواقف  او دریځونه یې غوره کړه چې که چیرې د دوى په مقابل کې د طالبانو د میړانې او شاهکاریو تاریخ نه وه، کیداى شی چې په نړۍ کې بیا افغانانو ته چا د انسان په سترګه نه وه کتلی!!

دا چې د بوش په وینا د دې صلیبی جنګ لپاره د امریکا پلمه څه وه او څه اهداف یې درلودل او لا یې لری، پدې هکله ډیر څه ویل نه غواړم ځکه لس کاله مخکې که چا دا خبره منله او یایې نه منله، اوس خو هیڅوک پدې کې شک نلری چې امریکا ویل یو څه او غواړی بل څه، اوس اکثره د انصاف خاوندان پدې اتفاق دی چې امریکا په حقیقت کې غوښتل چې په افغانستان هغه نظام له پښو وغورځوی کوم چې کلک عزم او هوډ کړى وه تر څو پخپل هیواد کې په رښتینی او اصلی معنا سره اسلامی نظام واکمن کړی، او پدې توګه د نړۍ ولسونو ته له عدل،انصاف، رحم او شفقت څخه ډک د اسلامی نظام بېلګه او نمونه وښیی، د امریکا په مشرۍ صلیبی ټلوالې غوښتل چې هغه اسلامی نظام په نطفه کې خنثى کړی له کوم څخه چې په راتلونکی کې د مسلمانانو د مرکزیت جوړیدلو او د مسلمانانو د پخوانی شان او شوکت د را ژوندی کولو تمه کیدله.

د دې خونړی جنګ له لسو کلونو تیریدلو څخه وروسته بیا هم شکر او زر وارې شکر دى، چې د افغانستان د اسلامی امارت مشران او مجاهدین په خپله هماغه خبره کلک ولاړ پاتې دی او یوه زره هم ترې په شا شوی نه دی، کومه چې دوى د خپل تحریک په لمړیو ورځو کې کوله، او بیا د دې جنګ له پیل څخه مخکې او وروسته یې کوله او نن هم هماغه خبره کوی او وایی چې زمونږ یواځینۍ هیله او آرزو په خپل ګران هیواد کې د یوه سوچه اسلامی نظام راوستل دی او بس.

د دې لسو خونړیو کلونو په تیریدلو سره  داده اوس اکثره هیوادوال او نړیوال پدې اتفاق دی چې الحمد الله د اسلامی امارت د اکثرو مشرانو او مجاهدینو ایمانونه په تول پوره وختل، ځکه له دې ټولو کړاوونو او فشارونو سره سره له خپل حق او پرځاى دریځ څخه یوه ګوته هم په شا نشول او دادى اوس د بشپړ بری په درشل ولاړ دی، د امریکایانو غرور نور د ماتېدلو په حال کې دى او هغه ورځ لیرې نه ده چې په هیواد کې یو ځل بیا اسلامی امارت په پوره توګه او له پخوا څخه لا په غښتلی ډول واکمن شی.

کیداى شی لس کاله مخکې چا په آسانۍ سره دا نه وه منلې چې لس کاله وروسته به مجاهدین دومره غښتلی وی  چې د کابل په زړه کې به پوره شل ساعته جګړه په مخ یوسی، په یوه ټک به د امریکا دیرش تنه خاص کوماندو ځواکونه ووژنی، د مزدور دولت لوړ پوړی او مهم چارواکی به په مسلسل ډول یو په بل پسې له دې نیمګړې دنیاګۍ څخه رخصت کړی، مغروره امریکایان به له اسلامی  امارت سره د خبرو او مذاکراتو لپاره واسطې ولټوی،پداسې حال چې دا کارونه اوس د مجاهدینو له ورځنیو او عادی کارونو څخه ګڼل کیږی چې له هیچا څخه پټ نه دی، او نه څوک انکار ترې کولاى شی!

اوس ددې وخت را رسیدلى دى چې هغه افغانان چې د دښمنانو د تبلیغاتو تر تاثیر لاندې راتللو له کبله، او یا د خپلو شخصی عقدو او منافعو له کبله لا تر اوسه د یرغلګرو ځواکونو تر څنګ ولاړ دی، باید نور په خپلو ګریوانو کې سر ښکته کړی، فکر دې وکړی چې دوى څوک دی، له چا سره ولاړ دی، له چا سره جنګیږی او د څه لپاره؟!
نور باید د ښاغلی عالیقدر امیر المؤمنین د عفوې له فرمانونو څخه په استفادې کولو سره د خپل هیواد او هیوادوالو په وړاندې له دښمنۍ څخه لاس واخلی او د خپلو مجاهدو ورونو تر څنګ دې د دین او هیواد د دښمنانو په وړاندې د جهاد او مبارزې ګرمو سنګرونو ته ودانګی او پدې توګه دې خپل ځان له راتلونکې دنیوی او اخروی حتمی ناکامۍ او رسوایۍ څخه وساتی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا