خبر و دیدگاه

دې ته وایی د استقلال د جشن لمانځل!

warin_afghanistan

د نړۍ په آزادو ملکونو کې دا دود دى چې هر کال د خپل هیواد د آزادې جشن په ډیرو شانداره مراسمو او میلو سره لمانځی ددې مراسمو یوه مهمه برخه د حکومت  لخوا د فوځی پریډ وړاندې کول وی، پدې ترڅ کې هر هیواد کوښښ کوی ترڅو خپل ټول عسکری او نظامی ځواک اوقوت خلکو ته وښیی  ددې لپاره چې له یوه لوری خپل هیوادوال ډاډه کړی او د هغوى زړونو ته خوښی وبښی او بل لوری ته خپل دښمنان په خاص ډول کومو څخه یې چې آزادی اخستې وی، وویروی او خپل زور وروښیی.

طالبانو هم د اسلامی امارت د واکمنۍ پر مهال  لکه د نورو آزادو هیوادونو په څیر له پرنګی استعمار څخه د هیواد د استقلال ورځ یانې د اسد اته ویشتمه تر څپلې وسې په شانداره رنګارنګ مراسمو او د پوځی پریډونو په وړاندې کولو  سره لمانځله، چې تر ټولو ښه مراسم او منظم پوځی پریډ یې د اسلامی امارت د واکمنۍ په وروستی کال وه چې کیداى اکثرو هیوادوالو دغه مراسم په خپلو سترګو او یا د ویډیو له لارې لیدلی وی.

د ځینې سیاسی شنونکو په اند د طالبانو لخوا د استقلال د جشن د لمانځلو همدا وروستی منظم مراسم یو له هغو ډیرو نورو اسبابو ځینې وه چې دوى ته یې د اسلام د دښمنانو توجه راواړوله، او هغوى یې پدې وپوهول چې طالبان که اوسمهال د نورو پرمختللو ملکونو په تناسب ډیر  بې وسی او کمزوری ښکاری خو په  نږدې راتلونکی کې په یوه ستر نه خپلیدونکی او نه ایلیدونکی نظامی مسلمان ځواک بدلیداى شی چې بیا به په نړۍ کې د یوه کافر خیر هم نه وی، له همدې کبله د نړۍ کافران او د دوى تالی څټی مسلمانان په خپلو منځونو کې د سترو اختلافاتو سره سره ټول په یوه خوله او تر یوه بیرغ لاندې د طالبانو په وړاندې سره را ټول شول او هسې د یوې بهانې په اساس چې دوى پکې مدعیان هم وه او قاضیان هم، زمونږ په ګران هیواد یې د ټولو منل شوو اصولو په خلاف یرغل او تیرى وکړ.

د ټولو به هاغه مهال د امریکا هغه له  غروره ډکه بی منطقه خبره په زړه وی چې ویل یې: مونږ له طالبانو څخه غواړو چې زر تر زره اسامه را وسپاری، خو پدې اړه له هغوى سره مستقیمې خبرې نه کوو، ځکه مونږه لا تر اوسه هغوى په رسمیت نه پیژنو!

د صلیبیانو تر یرغل او واکمنۍ وروسته بیا هم طالبانو د آزادۍ د جشن لمانځل له پامه ونه غورځول، بلکې هر کال یې د وخت د غوښتنو او شرایطو په پام کې نیولو سره په همدې ورځ د یرغلګرو په وړاندې د یولړ خاصو عملیاتو په ترڅ کې د استقلال جشن لمانځلى دى.

د خندا خبره داده چې د هغو یرغلګرو چې له امریکا وروسته پکې دوهم ستر ځواک هماغه زمونږ د پلرونو او نیکونو دښمنان د برطانیې انګریزان دی، د دوى په لاس جوړې شوې د کابل بلواکې ادارې هم د استقلال جشن لمانځلو!

د همدغو انګریزانو په لاس او د دوى تر ساتنې لاندې جوړو شوو بنډاړونو کې به د کابل شرمیدلو، بې سترګو، غلو او ډاکوانو څڼې پورته پورته غورځولې او په کمال د بې شرمۍ سره به یې د آزادۍ او خپلواکۍ خبرې زمزمه کولې، پداسې حال کې چې حتى د ستیج امنیت به هم هماغو انګریزانو ورته نیولى وه او برګې سترګې جګه غاړه به ورته ولاړ ول کومو څخه چې دوى د آزادې چیغې وهلې!

خو بیا هم زنده باد طالبان! په آزادۍ مین او د رښتینې خپلواکۍ رښتینی داعیان!

د طالبانو لخوا د استقلال د جشن یو وار تاریخی لمانځل درې کاله مخکې هغه مهال وه چې کله یې د خپلو درې تنو کوماندو فدایی ځواکونو په مټ د نړۍ د ۴٢ هیوادونو د یرغلګرو ځواکونو تر سرپرستۍ لاندې د کابل د تالی څټو لخوا له روسانو څخه د آزادې د ورځې اتم د ثور په مناسبت جوړ شوی غولوونکی او شرموونکی مراسم داسې ګډوډ کړل چې له مریانو او بادارانو څخه یې د تیښتې لار ورکه کړه او داسې شرمونکې او نه هیریدونکې منډه یې ورکړه چې په تاریخ کې یې سارى نه لیدل کیږی!

د کابل تالی څټی او ورسره یرغلګر ځواکونه یې داسې وترهول چې هیڅکله به بیا په ښکاره او برملا توګه د داسې غټو مراسمو د جوړولو هوډ ونکړی، او له همدې ډاره اوس په پټ ځاى کې او په پوره سری توګه د جشن د لمانځلو نمایشی غونډې جوړوی.

د کابل د ادارې په شان د یوې بلواکې شرمیدلې ادارې له اړخه د آزادۍ جشن جوړول، او بیا پداسې حال کې چې د هماغو یرغلګرو په ګډون د ۴٢ هیوادونو له لوری هیواد عملا د اشغال په حالت کې قرار لری، پداسې شرایطو کې او د داسې ادارې لخوا او په دې ډول د آزادې جشن لمانځل په حقیقت کې د آزادۍ او خپلواکې په اړه د هیوادوالو په سترګو کې د خاورو شیندل دی، بلکې دا په حقیقت کې د نړې ولسونو ته د غیورو او په آزادۍ مینو افغانانو سپک، بې عقله، بې منطقه، او د خپلواکۍ له اصلی مفهوم او مانا سره نا آشنا معرفی کول دی.

پداسې حال کې چې د ۴٢ هیوادونو مسلح ځواکونو هیواد اشغال کړی وی او د نړۍ ټول ولسونه یې د سر په سترګو ګوری او بیا د کابل بې واکه اداره چې حتى په رسمی او نمایشی ډول هم د یوې ولسوالۍ واک په لاس کې نه درلود، چې پدې ورستیو کې د اوو ښارونو د واک نمایشی لیږدول یې ښه ثبوت دى، لدې ټولو سره بیا هم د همدې تالی څټو له لوری د آزادۍ جشن جوړول او د خپلواکۍ ډنډورې غږول چې د افغانانو سپکول او نړۍ ته له آزادۍ سره نابلده معرفی کول نه وی نور به څه وی؟!

دا چې طالبانو په پوره میړانې سره د افغانانو د شرمولو د دغې لړې مخه ډب کړه، افغانان به هیڅکله د هغوى دغه میړانه او سرښندنه هیره نه کړی او تل به پرې ویاړی.

دا ده دا ځل هم طالبانو د خپلو څوتنو خاصو کوماندو سرښندونکو ځواکونو په مټ په پلازمینې کابل کې د پروان مینې په سیمه کې زمونږ د پلرونو او نیکونو د دښمنانو او اوسنیو یرغلګرو پرنګیانو په کلتوری مرکز باندې د یوه ولسوال سرښندونکی برید په ترڅ کې یې د هیواد د استقلال جشن په پوره جوش او جذبې سره ولمانځلو.

طالبانو د دې اتلوال برید په ترڅ کې ټولې هغه موخې ترلاسه کړې کومې چې په داسې ورځو کې د فوځی پریډونو د وړندې کولو تر شا پرتې وی.

له یوه لوری یې  یرغلګرو پرنګیانو او د دوى رزیلو افغان ساتونکو ته په درنې مرګ ژوبلې اړولو سره د افغانانو زړونه خوشاله کړل، له بل لوری یې د پرنګیانو په شمول ټولو یرغلګرو ځواکونو ته خپل پوره قوت او ځواک وښود.

پداسې حال کې چې د کابل ښار د بهرنیو او کورنیو ځواکونو تر شدید امنیتی پوښښ لاندې وه، د امنیت، اردو، او پولیسو ټولې ادارې په خپل ټول ځواک سره په کار لګیا وې تر څو د خپلو تبلیغاتی موخو لپاره اقلا د همدې یوې ورځې لپاره تنها د کابل ښار امنیت پوره خوندی کړی او د مجاهدینو د بریدونو مخه ونیسی، خو د دوى ددې ټولو هلو څلو سره سره بیا هم د طالبانو له لوری د دې ورځې په مناسبت په خاص دښمن او پداسې حساس ځاى کې  داسې غټ برید او څو ساعته ولسوالې جګړې کولو ټولو یرغلګرو ته دا وښوده چې طالبان اوس یو نه ایلیدونکى، او د بری په درشل ولاړ ستر قوت دى چې نور د دوى په وړاندې مقاومت کول او له صحنې څخه د دوى د لیرې کولو خوبونه لیدل هسې د ځان ورکاوى ده او بس.

د دغو په آزادۍ مینو سرښندونکو اتلانو دې کامیابه برید افغانانو ورونو ته هم دا وښوده چې طالبان د دې وطن اصلی بچیان او د خپلواکۍ رښتینی مدعیان دی، چې پدې لاره کې د خپلو سرونو په نذرانه کولو سره یواځې ویریږی نه،  بلکې افتخار او ویاړ پرې کوی.

یو ځل په اخلاص سره ټول هغو سرښندونکو مجاهدینو ته چې پدې ورځ یې د الله په لاره کې خپل سرونه وښندل دعا وکړئ چې الله پاک یې د بدر له شهیدانو سره یوځاى حشر کړی او په جنت الفردوس کې ورته لوړ لوړ مقامونه او عالی درجات ورکړی، او الله پاک د دوى کورنیو ته جمیل صبر، عظیم اجر، ښه عوضونه او نیکې بدلې ورکړی.

په پاى کې  د طالبانو د دې فداکاریو په پام کې نیولو سره، په پوره جرات، په ډکه خوله، واز کومی، لوړ آواز، په پوره غرور او دبدبې سره ویلاى شو چې ژوندی او بریالی دې وی د وطن سرښندونکی میړنی او توریالی بچیان، د هیواد د خپلواکۍ اصلی غوښتونکی طالبان!

په هیواد کې د صلیبی ښکیلاک د بشپرې ماتې او له دوى څخه د استقلال د یوه سرتاسری ستر جشن د لمانځلو په هیله.


نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا