خبر و دیدگاه

زرعجم خان باید بښل شوی وه!

Zara-Ajam_suicidebomber_hanged

ددې لپاره چې لوستونکی د عنوان په لوستلو سره احساساتی نشی د ځان په هکله وایم چې زه جګتورن نظامی افسر یم له نهو کلونو څخه را پدیخوا د افغانستان د غیورې ملی اردو په لیکو کې دنده تر سره کوم، تقریبا څلور میاشتې وړاندې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو په ولسوالۍ کې د دولت د مخالفینو (طالبانو) لخوا د یوه کمین له کبله مې یوه سترګه او یوه پښه له لاسه ورکړه او اوس په پیښور کې تر درملنې لاندې یم دعا راته کوۍ چې زرتر زره روغ او یو ځل بیا د وطنوالو د ساتنې او خدمت جوګه شم.

او د موضوع په هکله وایم: اګر چې اوس خبره له خبرې تیره ده زرعجم او ملګرى یې اعدام شوی دی لیکن کیدای په راتلونکې کې بیا همدې ته ورته نورې پیښې مخې ته راشی نو د دې لپاره چې له داسې پیښو څخه زمونږ مشران د دولت او ملت په ګټه اعظمی استفاده وکوی یو څو نقطې عرض کوم.

 کله چې څو میاشتې وړاندې د طالبانو درې تنو ځوانیمرګو د کابل بانک د جلال آباد په سیمییز دفتر باندې برید وکړ د شپیتو تنو څخه زیات زمونږ د ملی اردو او ملی پولیسو افسران او سربازان یې په شهادت ورسول او تر سلو څخه زیات یې ټپیان کړل.

له نیکه مرغه د یادو شوو درې ځوانیمرګو له ډلې څخه دوه تنه یې د پیښې په ځای کې د ملی اردو د میړنیو سربازانو له لوری ووژل شول او د زرعجم خان په نوم یوتن د جنوبی وزیرستان اوسیدونکی اسیرکړل شو، ده په خپلو اعترافاتو کې وویل: ددې خلکو وژلو خوند روکولو. د ده دې خبرې ټول افغانان په خاص ډول د ملی اردو سربازان ډیر زیات ودردول او د ملی اردو سربازان یې دومره احساساتی کړی وه که چیرې په پاکستان د یرغل قومانده ورته شوې وه نو په هماغه ورځ به ښاغلى کرزی صیب په اسلام آباد کې ناست وه او زرداری به سرخوړلى او یا لاس تړلى د زرعجم خان خواته په کابل کې پروت وه.

راځم دې ته چې ولې باید زرعجم او د هغې ملګرى قاری مطیع الله بښل شوی وه؟ آیا په نوموړو باندې د ترحم او شفقت لپاره؟ او که د پاکستان له ویرې؟! او یا د طالبانو د درناوی له کبله؟!! نه هیڅکله نه! ددې یوې خبرې لپاره نه! بلکې پخپل ځان، په خپلې ملی اردو او ملی پولیسو د ترحم لپاره، په خپل ځوریدلی او کړیدلی ملت د ترحم لپاره، د ملی اردو او پولیسو ننګیالیو سربازانو ته د احترام او درناوی لپاره!

که لوستونکی لږ له حوصلې څخه کار واخلی او د لیکنې تر پایه راسره پاتې شی کیدای ټول له زړه څخه دا خبره را سره ومنی چې زرعجم خان او ملګرى یې هرومرو او باید بښل شوی وه.

کله چې زمونږ دریواړو محکمو نوموړو کسانو ته د مرګ د سزا حکم صادر کړ او ویې ویل چې د ښاغلی ولسمشر له توشیح څخه وروسته به عملی شی ددې خبر پرمهال زه د خپل ښۍ پښې له یوه اپریشن څخه تازه راوتلى وم ډیر په تکلیف کې وم خو خپل دردونه مې هیر شول او ټول فکر مې په همدې موضوع کې مصروف شو، د هیواد روان سیاسی، نظامی او اجتماعی حالت ته په کتلو سره ما ویل کیداى ښاغلى ولسمشر صیب دا ځل لدې زرېنې موقع څخه پوره استفاده وکړی عجولانه او احساساتی فیصله ونکړی بلکې داسې مدبرانه اقدام وکړی چې د هیواد ملی مصالح خوندی کړی، خو هى افسوس!

په ډیر خواشینۍ سره د یو ترخه حقیقت په توکه باید ووایم چې زمونږ مخالفین طالبان د ډیر لږو تبلیغاتی وسایلو په درلودلو سره سره پدې توانیدلی دی چې له دغسې او دې ته ورته پیښو څخه پوره استفاده وکوی او د ملت زړونو ته لار پیدا کړی او خپلو افرادو اوچته جنګی روحیه او مورال ورکړی په مقابل کې سره لدې چې د ټولې نړی تبلیغاتی او نشراتی وسایل زمونږ په خدمت کې دی خو متاسفانه زمونږ د مشرانو د بې غورۍ او ځینو ناسمو کړنو له کبله زمونږ او ملت ترمنځ فاصله ورځ تر بلې زیاتیږی، اګر چې ماته د دولت د یوه فعال نظامی افسر په توګه د داسې خبرو کول مناسب نه دی خو خپلو ټپونو او زخمونو ته په کتلو سره او خپلو په لسګونو شهید شوو افسرانو او سربازانو په را یادیدلو سره او پدې دردیدلی او زوریدلی ملت باندې او حتې خپلو د ملی اردو ځوانو سربازانو باندې  د ترحم لپاره دا خبرې کوم او دا هسې هوایی خبرې نه دی، که څوک ثبوت غواړی مهربانی دې وکړی اقلا لس ورځې دې له ماسره د ملی اردو په یوه کنډک کې واوسیږی چې هر څه پخپلو سترګو ووینی.

د خواشینۍ ځاى دى چې زمونږ د ملی اردو او پولیسو یوه غټه په وسلو مجهزه ډله نشی کولاى چې د هیواد په غرونو کې اقلا یوه شپه سبا کړی ترڅو ورسره خواکې نږدې نورې امنیتې پوستې نه وی، خو د طالبانو دوه درې کسه په میاشتو میاشتو په غرونو کې اوسیږی، هیڅ د ویرې او خطر احساس نه کوی ځکه چې ملت ورسره همکار دى.

کله چې په جنګ کې طالبان وتښتی په کلی کې چې په هر کور ورننوزی خپل کور یې دى د کور خلک یې پوره حمایه کوی حتى پردی د بل ولایت طالب ته د خپلو ښځو په منځ کې ځای ورکوی د دې لپاره چې د خپل کور غړى یې وښیی ترڅو زمونږ شک پرې رانشی، خو زمونږ سربازان چې کله له داسې سرنوشت سره مخ شی نو چې  په هر کور ورننوتل په حقیقت کې د طالبانو زندان ته پخپله خوښه وردننه شول بیا یې بیرته راوتل یې نشته یا به لاس تړلی طالبانو ته سپارل کیږی او یا به وژل کیږی.

همدارنګه کله چې زمونږ د ملی اردو او پولیسو د شهیدانو جنازې خپلو کلو او کورونه ته د دولت تر کنترول لاندې سیمو کې راشی نو ډیر ځلې نږدی خپلوان او دوستان ورباندې د جنازې له کولو څخه ډډه کوی او پرې شرمیږی، ملا نه پیدا کیږی چې جنازه یې وکوی، پدې ورځې د ملایانو او خلکو قاتی وی، خو که په همدې کلی کې او په همدې ورځ د طالبانو د کوم وژل شوی جنازه راشی بیا به ګورې چې خپلوان خو لا څه کوې بلکې له لیرې لیرې کلیو څخه پردی پردی خلک په ډیر شوق او ویاړ سره د ثواب په نیت جنازې ته رادرومی، او که څوک دا خبره نه منی نو لطفا دې د کابل د بګرامیو ولسوالې د ګل احمد پیلوټ د جنازې ویډیو وګوری چې په زرګونو خلکو په څومره شور او زوږ، دولت او امریکا ضد ولولو او احساساتو او پاروونکو شعارونو سره پکې ګډون کړى دى سره لدې چې نوموړى زمونږ د ملی اردو د باتورو سربازانو لخوا وروسته لدې ووژل شو چې زمونږ د څو تنو افسرانو په شمول یې د بهرنیو میلمه ځواکونو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

مطلب دا چې زمونږ د مشرانو د ناسمو پالیسیو، غلطو کړنو او بیغوریو له کبله زمونږ په خلاف د طالبانو مړی او ژوندی دواړه د ملت په وړاندې محترم او د قدرمن دی.

پداسې حال کې به بیا زمونږ میړنی سربازان په کومه روحیه او کومه انګیزه وجنګیږی، یقین مو وشه چې زمونږ د اکثرو سربازونو اردو ته د راتګ یواځینۍ موخه اوهدف خپل اهل او ایال ته د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کول دی او بس، سره لدې چې د یو مسلمان جنګیالی لپاره دا تر ټولو خسیس او سپک هدف دی او د داسې هدف درلودونکی انسان هیڅکله له داسې خلکو سره مقابله نشی کولاى څوک چې خپل هدف ته درسیدلو په لار کې په ځان پورې بمونو تړلو او انفجاری واسکټونو اغستلو ته تیاریږی بلکې پدې لار کې وژل کیدل د ځان لپاره تر ټولو ستر او لوى هدف ګڼی.

 پدې هکله د ښاغلی بوش وینا را په زړه شوله چې ویل یې: طالبان او القاعده داسې شریر خلک دی چې په وژلو ویریږی نه، بلکې لا خوشالیږی پدې تمه چې جنت ته به ولاړ شی، ښاغلی بوش زیاته کړه: خو زه ورته وایم چې تاسې هیڅکله نشئ کولاى چې جنت ته ولاړ شۍ ځکه تاسې د بې ګناه خلکو قاتلان یاستۍ.

زمونږ د چارواکو لخوا خپلو سربازانو ته د روحیې ورکولو او ځان ته د ملت د زړونو د راښکلو تر ټوله غټه هڅه داده چې دا پوره لس کاله همدا دوه درې خبرې دی چې  هر مشر او کشر یې زمزمه کوی: طالبان د پاکستان د آى ایس آى ایجنټان دی، پنجابیان دی، وزیرستانیان دی، د عامو افغانانو دښمنان دی، د وطن د امنیت خرابوی.

 دا خبرې د یو څه وخت لپاره کیداى شی څه نا څه ګتورې وی، نه د ټول عمر لپاره، آخر دا ملت خو واښه نه خوری چې مونږ هر څه ورته وایو دوى به یې منی، پداسې حال کې چې نه یې د پنجاب ټانګ لیدلى دى او نه کومه طیاره چې د دوى کورونه یې ور نړولی وی، نه یې د طالبانو په څنګ کوم پنجابى تورمخى عسکر لیدلى دى چې د دوی پلار ورور یې ور وژلى وی، خو بلمقابل زمونږ تر څنګ د نړۍ قسما قسم کافر عسکر وینی، هره لحظه د خارجیانو طیارې او ټانګونه ګوری چې د دوى کورونه ور ورانوی بچیان یې وریتیمانوی، خویندې میندې یې ورکونډوی، سپین سرې محترمې ښځې یې په سپیو  ورته داړی، او په مخنیوی کې یې زمونږ ولسمشر خبرې کوی خو په عمل هیڅ نه کوی او یا کولای یې نشی، لدې ټولو سره سره بیا هم زمونږ مشران فکر کوی چې ملت زمونږ په خبرو باور کوی، مونږ ته د خپلواک دولت او طالبانو ته د پنجاب د مزدورانو په سترګه ګوری، هماغه د فضل احمد معنوی صیب خبره ده چې این همه خیال است ومحال است وجنون!

 بیرته خپلې اصلی موضوع ته راځمه: که د دې دووتنو ځوانیمرګو د اعدام ګټو او تاوان ته ځیرشو نو تاوان یې تر ګټې څو چنده زیات دى خو په ډیره خواشینۍ سره یو ځل بیا وایم چې زمونږ چارواکو تل خیالی او وهمی ګټو ته کتلی دی او ښکاره تاوان باندې یې سترګې پټې کړې دی، له همدې امله هیواد اوس داسې بحرانی حالت ته رسیدلى دى چې له ټولو څخه یې لاره ورکه کړې ده.

څرنګه چې په هیواد کې یوې خواته د سولې هلې ځلې روانې دی، د سولې عالی کمیسیون جوړ شوى دى په ملیونونو ډالرو بودیجه ورته خاص کړل شوې ده او حتى زمونږ بهرنی میلمانه او د هغوی په سر کې امریکا هم اوس په جدی ډول سولې او مذاکراتو ته لیواله ښکاری، پخوا به یې مونږ له طالبانو او په ځانګړی ډول د هغوى له مشرانو سره خبرو او مذاکراتو ته نه پریښودلو اوس پخپله امریکا مستقیما له ملا عمر سره د مذاکراتو لپاره واسطې لټوی، له تور لست څخه د طالبانو نومونه وباسی.

بل لوری ته د دولت مخالفینو د سولې په دې خبرو شک څرګند کړى او هسې یوه دوکه یې ګڼی او د بدر په نامه یې خپل پسرلنی عملیات پیل کړی دی او د زرعجم خان اعدام ته ورته داسې انګیزه لرونکو پیښو په لټه کې دی چې په  تبلیغولو سره یې خپلو افرادو ته د جنګ نوې روحیه ورکړی.

د دې ټولو خبرو په پام کې نیولو سره ویلاى شم چې د زرعجم خان او د ورسره ملګری نه اعدامولو او بښلو یو لړ حیاتی او اساسی ګټې درلودې چې په لنډو ټکو کې یې بیانوم:

١- د دولت لخوا د خپلو لسګونو عسکرو د داسې غټو قاتلانو بښلو ملت ته دا ثابتوله چې دولت په رښتیا سره سولې ته لیواله دى اوغواړی یې، او پدې کار سره د ملت زړونه په ډیره آسانۍ سره دولت ته مایله کیدل.

٢- څرنګه چې له نوموړې پیښې څخه مخکې او وروسته بهرنیو میلمه ځواکونو څو څو ځله زمونږ په اردو او پولیسو ناتاره بمباری کړیده او یو ځل یې هم د پیښې عاملین عدالت ته راکش کړی نه دی نو د دې دوو تنو بښل هغوى ته یو نوع سرزنش وه.

٣- څرنګه چې د وزیرستان خلک د طالبانو مهم خواخوږی او مرسته کوونکی بلل کیږی، د رزعجم خان په بښلو سره له طالبانو سره د هغوى مینه څه نا څه کمیدله او زړونه یې زمونږ خواته را اوښتل او یا اقلاَ زمونږ په وړاندې خو یې دښمنی نوره نه زیاتیدله، ځکه انسان د احسان تابع دى.

۴- لکه مخکې مې چې وویل: طالبان خپلو افرادو ته د نوې روحیې ورکولو لپاره د داسې انګیزه لرونکو پیښو په لټه کې وه، د دې ځوانیمرګو په بښلو سره د دوى د دغو هڅو مخه څه ناڅه ډب کیدله، او حتې کیداى شی پدې سره د ځینو طالبانو زړونه هم دولت طرف ته مایل شوی وه او که نه اقلا زمونږ په ضد احساسات خو به یې ډیر نه را پاریدل.

۵- د مخکنیو دوو ګټو او د طالبانو لخوا د انتقامی حملو د خبرداریو په نظر کې نیولو سره ویلى شو چې د نوموړو په بښلو سره زمونږ د سترې محکمې قاضیان او د ملی اردو او پولیسو سربازان د طالبانو له اننقامی حملو څخه خوندی کیدل، اوس خداى خبر دى چې د دولت مخالفین به د دې ځوانیمرګو د انتقامی حملو په ترڅ کې نور څومره د دولت منسوبین را شهیدان کړی؟!

اوس راځو د ځوانیمرګو د اعدام او نه بښلو زیانونو ته چې د همدې پورتنیو ګتو له لاسه وکول پخپله تر ټولو غټ زیانونه دی چې د اعدام په صورت کې یې متحمل کیږو او د دې ترڅنګ لاندې منفی اثرات هم دلوداى شی:

– څرنګه چې د ننګرهار والی شیرزی صیب  په نوموړې پیښې کې په زغرده د پنځه دیرش دولتی عسکر شهادت ومنلو او همدارنګه د شهیدانو کورنۍ هم خپل شهیدان پیژنی چې دولتی عسکر وه نه عوام، خو ددې ټولو خبرو سر بیره بیا هم زمونږ دولت په نوموړی پیښه کې ټول شهیدان عام خلک وښودل او د زرعجم او د هغه د ملګرى د اعدام سبب یې هم د عوامو ملکی افرادو وژل اعلان کړل پدې کار سره زمونږ د ټولو سربازانو زړونه مات او خوابدی شول او زمونږ دښمن ته نور هم زمونږ د سرتیرو په وژلو کې جرات ورکړل شو ځکه پدې شکل او دې بانې سره اعدامول پخپله ددې مانا ورکوی چې د دولتی سرتیرو او منسوبینو وژل د قانون له مخې داسې ګناه نه ده چې څوک دې  پرې اعدام شی.

لدې څخه مخکې هم ډیر ځلې زمونږ د سرتیرو مشهور قاتلان نیول شوی، دولت ته سپارل شوی، خو پرته له کومې جزا ورکولو بیرته خوشې شوی دی، ما پخپله شخصا اوه تنه د دولتی عسکرو غټ غټ قاتلان چې مونږ ته یې پخپل جرم اعتراف هم کړى دولت ته سپارلی دی چې یو یې نه اعدام شوى او نه په حبس محکوم شوى دى، بلکې بیرته خوشې شوی دی او زما د کره معلوماتو په اساس هغه اوه واړه اوس بیا زمونږ په مقابل صف کې جنګیږی.

اوس دولت ته پکار ده چې پدې هکله زمونږ د سربازانو اندیښنو ته معقول جواب ورکړی او کنه کیداى شی چې زمونږ په لیکو کې د طالبانو نفوذ نور هم پراخ شی.

د نوموړو ځوانیمرګو د اعدام یو څه ګتې هم شته لکه د عدالت تامینول او د پیښې د قربانیانو د کورنیو خوشالول، خو زما په اند دا ګټې د پورته ذکر شوو ګټو په مقابل کې ډیر سطحی او یا اصلا ګټې نه دی، ځکه تنها د دې دوو تنو په اعدام سره عدالت نه تامینږی بلکې لازمه خو دا وه چې لدې اعدام څخه مخکې د کابل بانک غله او ډاکوان عدالت ته راکش کړل شوی وه چې د زرګونو انسانانو وینې یې څښکلی دی، وایی: چې غریب مړ که خو مال یې ترې مه اخله.

او د شهیدانو د کورنیو په هکله باید ووایم چې مونږ له دوى سره پدې غم کې ځان پوره شریک ګنو او شخصا ما خو په همدې پیښې کې نهه تنه ډیر نږدې او خواږه ملګری او دوستان له لاسه ورکړل چې ټول یې په اردو کې افسران وه، د هغوى کونډې او یتیمان هیڅکله نشم هیرولای او دې کې شک نشته چې پدې اعدام سره به د دوى او زمونږ زړونه یو څه یخ شوی وی، خو زه وایم چې باید دولت د دوى د دایمی خوشالولو کوښښ وکړی یعنې په وطن کې سرتاسری سوله او آرامی راولی او د یتیمانو او کونډو پوره سرپرستی وکوی د کور مکمل مصارف ورته ورکړی.

په پاى کې زه له خپلو ټولو د دولت مشرانو او کشرانو، خپلو دوستانو او خواخوږو ته په ډیر ادب سره عرض کوم  که چیرې له ما څخه د دولت د مشرانو په هکله کومه ګستاخی شوی وی او یا مې کوم پټ راز افشا کړى وی هیله ده ترې را تیر شئ او بښنه راته وکوئ او ځما دا د زړه ناخوالې د دوستانه مشورو په توګه واورئ او د عملی کولو هڅه یې وکړئ.

او یوځل بیا له ټولو دوستانو څخه هیله کوم چې د زړه له اخلاصه راته دعا وکوئ تر څو زر تر زره له خپلو ټپونه څخه روغ شم او بیرته خپلې دندې ته ستون شم.

بریالى دې وی د افغانستان اسلامی دولت او د ملی اردو او پولیسو زړور سربازان او افسران.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا