اخبار و گزارشات

د ترهګرو اصلی ځالې به څوک دړې وړې کړی؟

obama_zardar1

 

افغان ولسمشر حامد کرزی په ا فغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ترهګرو پرخلاف جګړی له پېل کیدو راهسی تر اوسه پورې تل دانارې وهلی دی چې په افغانستان کی په کلیو او بانډو کې د ترهګرو پرخلاف جګړه نه شی بریالۍ کیدلای ترڅو چې د ترهګرو اصلی ځالې دړې وړې نه شی. د ترهګرو سره د  اصلی ځالو څخه د حامد کرزی موخه داوه، چې د ترهګرو اصلی ځای له کرښی هغی خوا، په پاکستان کې دی. او دغه جګړه چې په افغانستان کې پېل شویده هیڅ وخت بریالۍ کېدلای نه شی. په خپله د امریکا او ناټو سیاسی او پوځی ماهران هم په دې واقعیت ښه پوهیږی چې د ترو هګرو اصلی ځالې په پاکستان کې دی او د حامد کرزی سره په دی خبره کې موافق ښکاری، خو په دی خبره کې بیا موافق نه ښکاری چې د ترهګرو اصلی ځالې په پاکستان کې له منځه یو سی او یا په بله مانا چې د تروهګرو پرخلاف  مبارزه له پاکستان څخه پېل کړی.  

د دې په څنګ کې پاکستان هم په دی ښه پوهیږی چې د تر هګرو ځالې د آی اس آی ترسیوری او کنترول لاندې د دوی تر نظر لاندې دی، چې دغه رنګه واقعیتونه په ا فغانستان کې د ترهګرو پرخلاف جګړی دوام له امله زیاتی پوښتنی را پیدا کوی او دا ترې په ډاګه کیږی، چې په افغانستان کی د تروهګرو پرخلاف جګړی په دوام کې هم د پاکستان اقتصادی او سیاسی ګټی نغښتې دی او هم د امریکا او دواړه لوری په دغه ګټو کی شریک ښکاری او په افغانستان کی د ترهګرو پرخلاف جګړه د دواړو لوری د یو قرارداد له مخی رامنځته شویده. او داسې ښکاری چې د دغه رنګه حالت په شتون کې د امریکا او ناټو سیاسی او اقتصادی ګټی لا پراخه دی او داد دی لامل کیږی چې د دغه ګټو د تر لاسه کولو له پاره په افغانستان کې د تروریزم پرخلاف جګړې تر  پردې لاندې لا اوږده شی چې وایی : بهرنی ځواکونه په ترهغه په افغانستان کې پاتی شی. چې د افغانستان ملی اردو او ملی پولیس د دی جوګه شی چې خپل امنیت په خپله ټینګ کړی، خو د ملی اردو او ملی پولیسو د پیاوړتیا په اړوند کوم ځانګړی پلان نه  وړاندی کوی. افغان ولسمشر د روان کال د وږی د میاشتی په ۳ مه د پنجشنبی په ورځ د امریکا د مجلس دڅلورو سناتورانو سره په خبرو کې وویل: په بیارغونه کی مو پرمختک کړیدی، خو له تر هګرو سره په مبارزه کې نه د ترهګرو د پټنځایونو دړی وړی کولو ته نه پاملرنه او د ملکی خلکو مرګ ژوبله په دې برخه کې د نه پرمختک اصلی لاملونه دی.

د حامد کرزی دغه رنګه څرګندونو د امریکا سناتورانو ته د اوښود له، چې په افغانستان کې د امریکا د ولسمشر روانه ستراتیژی په افغانستان کی د روانو واقعیتونو سره هیڅ سرنه خوری. داځکه چې ترهګر په پاکستان کې روزل کیږی او افغانستان ته رالیږل کیږی او د ترهګرو پرخلاف جګړه د افغانستان په کلیو او بانډو کې روانه ده. د غه واقعیت د روان کال د وږی د میاشتی په ۳ مه د پنجشنبی په ورځ په ارګ کی حامد کرزی د امریکا د مرکزی قوماند ې د قوماندان جنرال جیمز متیس سره په خبرو کې هم په ډاګه کړ، او ورته یی وویل چې د ترهګرو اصلی ځالې په پاکستان کې دی نه د افغانستان په کلیو ا و بانډو کې. په افغانستان کې د امریکا او د ناټو د ځواکونو قوماندان پتروس د دغه واقعیتونو په پوهیدلو سره د روان کال د وږی د میاشتې په ۶ مه د جمعی په ورځ د خبریالانو په وړاندې هم په دی خبره  اعتراف وکړ چې دتروهګرو پټنځایونه له افغانستان څخه د باندې دی په افغانستان کې ناامنی د بهرنی لاسوهنی یوه ښکاره بېلګه ده، د طالبانو پټنځایونه، د القاعده ډله، د ازبکستان د اسلامی جنبش قوماندانان د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې دی. او د افغانستان د امنیت په وړاندې یې ستونزې رامنځته کړی دی. نوموړی دا هم وویل چې له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو وتل د افغانستان د ځواکونو د پوره ځواکمنۍ بورې اړه لری. دا چې په اوس وخت کې د امریکا پوځی او سیاسی مشران په دې باوری شویدې چې د ترهګرو اصلی ځالې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې دی. نو اوس دا پوښتنه رامنځته کېږی چې اوس به دغه ځالې څوک دړې وړې کوی؟  

دا چې جنرال دیوید پتروس په دی اعتراف کوی چې د تروهګر ځالې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې دی، نو باید دا خبره هم وکړې چې په ګاونډیو هیوادونو کې د ترهګرو د ځالو د دړی وړی کولو له  پاره څه کولای شی؟ داځکه چې د دغه واقعیت په منلو سره په افغانستان د تروهګرو پرخلاف جګړه هیڅوخت دبری زیرې له ځان سره نه لری. دا چې پتروس دا خبره کوی چې دی به په پوځی برخه کې اوباما ته ښی مشورې ورکړی نو اوس د دې مشوری وخت رارسیدلی دی چې د ترهګرو د اصلی ځالو د دړې وړې کولو له پاره څنګه عملی مشوره ورکوی.

 


نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا