اخبار و گزارشات

د افغانستان لپاره نوې کړنلاره وړاندې شوه

AfghanistanMap_flag

 

د ۲۰۱۰ کال د سپتمبر د میاشتې په اتمه په «نوې امریکا بنسټ» کې د «افغانستان څېړنې ګروپ» چې له اکادمیکو، سیاستپوهانو او د اقتصادی عرصې کارپوهانو څخه یو جوړ شوی ګروپ دی، خپل راپور وړاندې کړل.

 هغوی تېرکال خپل زیاتره وخت په دې هیلې سره له یو بل سره په مرکو تېره کړه چې د هغې لانجې د ختمېدو په هکله چې اوس اوس د امریکې د ټولو نه اوږده جګړه بلل کېږی یوه نوې نقشه ومومی. راپور په دولسو مخو ترتیب شوی دی. چې یوه سریزه، دافغانستان د موجوده وضعیت یوه مختصره تشریح، د امریکې د ګټو یوه ارزونه، د جګړې مخارج، او د موجوده کړنلارې د نواقصو برملا کول؛ په کې شامل دی.

 د امریکې د ګټو په برخه کې لولو: «د دغه پوځی عملیاتو اصلی هدف د امریکی د هیواد د امنیت او سرلوړی تامینول دی. په عملی ژبه د دې معنا دا ده چې د امریکا پر خاوره باندې د مستقیمو پوځی بریدونو مخنیوی او د امریکې د اوږد مهالې اقتصادی روغتیا ضمانت کول. یو روغ اقتصاد د ملی قدرت بنسټ او زموږ د ارزښتونو د خوندی ساتلو متضمن دی.»

 راپور ادامه ورکوی: «امریکا ته ښایی چې افغانستان ته د یو نه خلاصېدونکی تعهد د ورکولو څخه ډډه وکړی.» د دغو کارپوهانو له نظره په افغانستان کې د امریکې د متحده ایالاتونو ګټې په دوو ستراتیژیکو ټکو خلاصه کېږی:

– د تروریستی کامیابو بریدونو محدودول. په عملیاتی ژبه کې مانا یې دا ده چې د افغانستان څخه د تروریستی ځالو د جوړولو مخنیوی کول تر څو چې د القاعدې له خوا د امریکا پر ضد د عملیاتونو توان شند کړلای شی.

– د افغانستان د کشالې د خپریدو مخنیوی، خصوصاً منځنی آسیې ته. دغسې اخ و ډب به د    پاکستان ثبات ګډ و وډ کړی او دهغه هستوی تاسیسات له خطر سره مخ کړی.

 وړاندیز شوې طرح:

۱- د قدرت د ویشلو او پر سیاسی اصلاحاتو تأکید

متحده ایالات باید د هغې سیاسی پروسې څخه ملاتړ وکړی چې په افغانستان کې د دولتی واک د غیرمتمرکز کولو پر محور ولاړ وی؛ او په دولتی واک کې ټولې خواوې د یو متوازن ګډون لپاره وهڅوی. د افغانستان د موجوده اساسی قانون پر بنسټ ولسمشر د ټولو دولتی ارګانونو او محلی مقامونو د ګومارلو بې حدوحصره واک لری. د یو ښه پیل لپاره باید پارلمان ته د ټولو مهمو ټاکنو لپاره د تأیید صلاحیت ورکړل شی، د ولسوالیو شوراګان ټاکنیز (انتخابی) شی،بودجوی صلاحیتونه غیر متمرکز شی، د ولایتونو ټاکل شویو استازو ته په ملی کچه په بودجوی تصمیمونو کې ونده ورکړل شی.

 ۲- په سویلی سیمو کې د محاربوی عملیاتونو محدودول او په پای کې ختمول؛ او د میشتو پوځونو کمول

د امریکې موجودیت په دغو سیمو کې د زیاترو پښتنو د رادیکالیزه کولو سبب ګرځېدلی دی چې په نتیجه کې طالبانو ته د نویو جنګیالیو شاملېدلو لامل شوی دی.

 ۳- پر القاعده او داخلی امنیت باندې تمرکز

امریکایی خاص ځواکونه، استخباراتی امکانات، او داسې نور امریکایی پوځی توان د القاعدې د ځالو په نښه کولو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړی. دا ځواکونه د دې توان لری چې دغه ګروپونه آن د تغیر مکان او تبدیل په حالت کې هم ومومی. د څېړنې ګروپ باور لری چې دا به ګټور وی چې په دې لا زور واچول شی تر څو د دغو ګروپونو د ټوټې-ټوټې کولو څخه پوره ګټه واخیستل شی، هغه هیله چې د امریکایی پوځونو د نشتوالی په حالت کې تحقق موندلای شی.

 ۴- د اقتصادی پراختیا هڅوونه

له هغه ځایه چې فقیر او اړ هیوادونه د تروریزم، نشه یی ټوکو، انسانی قاچاق او نورو خلافو کارونو د تولید په ماشین ګرځېدلای شی، نو ټولې سوله ییزې او پخلاینې هڅې باید د نړیوالې اقتصادی پراختیایی هڅو سره هم غږ شی. لکه:

– افغانستان ته، د امریکا، اروپا، جاپان سره د سوداګری د پراختیا لپاره؛ ارجحیت ورکړل شی.

– د افغانستان په ملی او محلی ساختارونو کې د پانګه اچولو لپاره د ملی او بین الملللی کمپنیو تشویقول.

– د خشخاش ضد محلی زارعینو، ساختمانی شرکتونو او صنعتګرانو ته د پورونو، سبسیدیو، او تخنیکی مرستو برابرول.

– داخلی او بهرنی کمپنیو ته د صادراتی اقلامو د تولید لپاره د بیارغونې خاصو زونونو تأسیس او د دغه کار لپاره د دوی هڅول. دغه زونونه کولای شی چې اختصاصی مالیاتی تدابیر، د لوړې کچې امنیت او زیربنایی امکانات (خپلو مشتریانو) ته وړاندې کړی.

– د ښځو اقتصادی بنسټونو ته وده ورکول.

– د خشخاشو د تولید لپاره د قانونی لارو لټول.

 ۵- د ملی او بین المللی شریکانو او پانګه اچونکو را جذبول

د افغانستان د بیطرفی د تضمین او پیاوړتیا او د محلی ثبات د تحکیم لپاره، یو هراړخیز بین المللی او دپلوماتیک حرکت ته ضرورت شته. د هغو بنسټیزو تقاوتونو سره-سره چې د ګاونډیو هیوادونو لکه هند، پاکستان، ایران او چین د افغانستان پر مسألې یې لری؛ ټول په یوه ګټه سره شریک دی؛ او هغه د دغو هیوادونو د یو په لاس کې د افغانستان لوېدل او ددې د دولت همېشګی ناکامی؛ چې پخپله بیا د نورو د بې ثباتۍ لامل ګرځېدلای شی.

 نتیجه اخیستنه

په راپور کې د نتیجې اخیستنې په هکله داسې لیکل شوې ده:

«امریکا باید افغانستان خوشې نه کړی؛ خو، د موجوده کړنلارې څخه تېر شی.» په ادامه کې راځی «په زور سره سوله نه راوړل کېږی. یو اوږدمهال او د خرڅ نه ډک حضور د امریکې ملی ګټو ته زیان رسوی پرځای د دې چې یې تأمین کړی.»

 د څېړنې ګروپ په دې نظر دی چې امریکا نسبتاً لنډو هدفونو ته، چې د امریکې د ګټو سره سمون ولری او عملی کېدو امکان یې موجود وی، پام ولری.

 د راپور په پای کې ځینو احتمالی پوښتنو ته ځوابونه په نظر نیول شوی دی. د څېړنې ګروپ فهرست هم په آخر کې راوړل شوی دی.

 


نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا