اخبار و گزارشات

د سرتیرو بی وخته وتل به افغانستان د طالبانو لاس ته واچوی

karzaienthousiast

 

د ناټو عمومی منشی اندرس فوغ راس موسن اسلام ته په رسیدو د دغه هیواد له چارواکو سره د خبرو پر مهال وویل چې له افغانستان څه به د بهرنیو سرتیرو وتل له وخت سره تړلی نه وی او دا به له حالاتو سره ارتباط ولری. هغه ویلی چې د ناټو تړون به له وخت څخه مخکې له افغانستان څخه و نه وزی. له افغانستان څخه به د بهرنیو سرتیرو په بیړه وتل طالبان بیرته واک ته ورسوی او داځل به افغانستان یو ځل بیا ټولې نړۍ ته په یوه ګواښ بدل شی. موسن ویلی چی ټول پوهیږو چې افغانستان باید مخکې له وخت پرینږدو، که چیرته افغانستان بی وخته او د خپلې دندې له پای ته رسولو دمخه پریږدو، طالبان به یو ځل بیا د واک ګدۍ ته ورسیږی او له دغه ځای څخه به منځنۍ آسیا، اروپا او امریکا ته ګواښ جوړ کړی، مونږ باید له افغانستان څخه تر وتلو دمخه په دې پوه شو چې آیا افغان ځواکونو خپلو مسوولیتونو ته سمه اوږه ورکولای شی که څنګه.

د ناټو عمومی منشی دغه څرګندونی په داسی حال کې کوې چې افغان ولسمشر په کابل کنفرانس کې د خپلو خبرو پر مهال وویل چې کورنی ځواکونه به یې تر ۲۰۱۴ کال پوری د دې جوګه شی چې د هیواد امنیتی حالت ته په یوازی سر اوږه ورکړی او ډیر مسولیتونه واخلی. همدا راز د ناټو عمومی منشی د افغان ځواکونو په روزلو تاکید وکړ او دا یې هم وویل چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شتون د پاکستان په ګټه هم دی ځکه چې دغه هیواد هم د ترهګرو له څپې سره مخامخ دی.

په همدی ارتباط، افغان ولسمشر حامد کرزی د کابل کنفرانس په پرانیستونکې وینا کې له نړیوالو غوښتنه وکړه چې افغان دولت ته د مدیریت او مشرۍ سپارل په دغه هیواد کې د بریالی توب تظمین کولای شی. حامد کرزی له خپلو پولیسو او د ملی امنیت له ځواکونو سره د نړیوالو مرستو د دوام غوښتنه وکړه او په خپل نظام کې یې د اصلاحاتو راوستل د خپلو لومړی توبونو په توګه یاد کړل او زیاته یې کړی دی چی د اصلاحاتو په راوستلو سره د فساد زمینه تر ډیره بریده له مینځه ځی، او په دې سره به ځوانانو ته د کار ډیر فرصتونه رامنځ ته شی.

کرزی په خپله وینا کې د یو شمیر متحدینو له لوری د افغان دولت تر څنګ د یو شمیر واک لرونکو هغو ادارو له جوړښت څخه سر وټکاوه چې پر وینا یې دحکومت لاس یې لنډ کړی او نوموړی له خپلو متحدینو غوښتنه وکړه چې د دغه شان ادارو پر ځای باید افغان مرکزی دولت غښتلی کړای شی او د دغو ادارو جدی څارنه باید وشی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا