خبر و دیدگاه

د سولې ملی مشورتی جرګه؛ ناندریز پیل او ناڅرګند پای

jirga_solh_2010

 

سوله د بشر یو له بنسټیزو حقوقو څخه ده، سوله د هېوادونو پرمختګ تضمینوی، هغه هېوادونه چې الله تعالی پرې سوله لورولې له هوسا او ارام ژوند څخه برخمن دې او له دې سره سره په نړۍ واکمنې هم ددوی ده، څه چې دوی ښه گڼې نورو ته هم ښه بریښې او څه چې دوی بد ګڼې نوروته ناوړه ښکارې، ددغه ډول ملتونو شمیر خورا ډیر دی او ددوی سوکالې هم نوروته رڼه (واضح) ده.

له دری لسیزو زیاته موده وشوه چې افغانان د سولې له نعمت څخه بې برخې دې. کله چې د ١٣۵٧ل کال د غوایې په اوومه نیټه کمونستانو په شهید داوود خان کرغیړنه کودتا وکړه، له هغې راهیسې افغانانو سره سولې مخه ښه کړې. د بیلا بیلو لاملونو له کبله افغانانو د هغه مهال له رژیمونو په ضد ټوپک ته لاس کړ، تر دې چې پخوانې شوروی اتحاد یرغل وکړ. کابو ټول ولس د هغه ناتار په وړاندې په میړانه ودریدتر څو چې د بې شمیره کړاوونو له زغملو وروسته یې شوروی هم د نورو په څیر له ماتې سره مخ کړ، نه یواځې خپل وطن، بلکه سیمه یې د شوروی د پراختیا له ویرې او نړۍ یې د سړې جګړې له خپسکې څخه وژغورله.
د طن له آزادۍ څخه وروسته ټولو داسې انګېرله چې نور به تلپاتی سوله راشې، ځکه نور نو جګړې ته اړتیا نه وه، وطن آزاد ؤ، خپلواک ؤ. خو له بده مرغه چې دا ځل ځینې پخوانۍ جهادی ډلې په خپلو کې سره ونښتې، کابل یې د بې ګناه انسانانو په وینو ولاړه او په پایله کې اباد کابل په کنډواله بل شو. دا ولې؟ بیا نو جګړې ته څه اړتیا وه؟ دا جګړه د واک پر سر وه، ځان غوښتنه وه، اسلام، جهاد، وطن، ولس هر څه هېر شول. د ښکیلو لوریو یواځینۍ هیله واک ته رسیدل ؤ او بس.

د جګړه مارو ډلو د جګړو اور لا نه ؤ مړ چې طالبان را پورته شول، په کال ١٣٧۵ل د تلې په پنځمه نیټه پر کابل واکمن شول، جګړه لا هم روانه وه، یوه لورې هم د سولې لپاره د زړه له کومې هڅې و نکړې، جګړه د هېواد په شمالې برخو کې تر پنځو کلونو پورې وغزیده، تر دې چې متحده جبهه له امریکایانو سره ملګرې شوه، طالبان یې مات کړل او پر هېواد بیا واکمن شول.

د حامد کرزی حکومت او د سولې هڅې

karzai_afghanistanmaponfireکله چې په ( ٧/اکتوبر/٢٠٠١ز، ١۵/تله/١٣٨٠ل) نیټه امریکایی ځواکونه د متحدې جبهی په ملتیا د طالبانو حکومت نسکور کړ، پخوانې ولسمشر استاد ربانی یوځل بیا د واک پر ګدۍ کښیناست. د ربانی دوه میاشتی لا نه وې تیرې چې د جرمنې د بن په ښار کې د افغانستان په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ شو. د بن غونډې ته ګڼ شمیر افغان سیاسی ګوندونو خپل استازې واستول. د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامی غونډې سره خپل مخالفت څرګند کړ. طالبان چې هغه مهال تازه له واکه پرزول شوې ول، کوم څرک یې نه لګیده چا بلنه هم ورنکړه. د بن غونډې ګڼې پریکړې وکړې چې یو له هغو څخه د حامد کرزی په مشرۍ یوې منځمهاله ادارې ته د واک لیږدول ؤ.

په داسې حال کې چې د بن د غونډې ډیرې پریکړې پلی شوی وې، ډیرو افغان شنونکو د بن غونډه ناکامه وبلله. حتی افغانستان ته د ملګرو ملتونو د وخت استازی الاخضر ابراهیمی چې د بن غونډه دده نوښټ ګڼل کیده هم کلونه وروسته د بن کنفرانس د امریکایانو لومړنۍ تیروتنه وبلله. ابراهیمی له گڼو رسنیو سره د بن په غونډه کې د طالبانو او حزب اسلامی په نه بللو پښیمانتیا څرګنده کړه.

د بن د غونډې څخه وروسته چا د سولې او روغې جوړې خبره نه کوله. خو کله چې د حامد کرزی د حکومت د مخالفینو عملیات ورځ تر بلې پراخیدل، بیا حکومت طالبان او نور مخالفین سولې او خبرو اترو ته رابلل. په ځای ددې چې حکومتی چارواکی د سولې د راتګ لپاره مخالفینو ته شین څراغ ښکاره کړی، د سولې له هر وړاندیز سره جوخت خپل شرایط هم یادوې. دوی لومړنی شرط دا یادوې چې طالبان باید خپلې وسلی پر ځمکه کښیږدی، اساسی قانون ومنې او خپل سوله ایز ژوند ته راوګرځې، حکومت به بیا ورسره سوله وکړی.

که چیرې مخالفین پورتنې شرایط ومنې نو بیا خبرو اترو ته څه اړتیا ده؟ دغه ډول مخالفین خو دمګړۍ هم شته، له هغوی سره د مذاکراتو هیڅ اړتیا نشته. که چیرې حکومت د سولې په راتګ کې ریښتینی وې نو ښایې داسې شرایط برابر کړی چې مخالفین په ډاډه زړه راشې او خبرو ته کښینی.

کله چې تیر کال حامد کرزی د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال د ټولټاکنو د ګټلو په موخه هڅې کولې، تر ټولو مهمه ژمنه یې له مخالفینو سره د خبرو اترو د بهیر ګړندی کول ؤ، چې په دې ترڅ کې یې د لویې جرګې ژمنه کوله. د ټولټاکنو د لانجمنو پایلو څخه وروسته حامد کرزی بریالی وګڼل شو.

څه موده وړاندې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی له لورې یو پنځه کسیز هیئت  کابل ته د ژغورنی د ملی میثاق تر سرلیک لاندې له ١۴ توکیزې طرحی سره ورسید. د هیئت مشر قطب الدین هلال له ولسمشر حامد کرزی، د ولسې جرګې له مشر یونس قانونی، پخوانیو جهادی مشرانو او نورو کورنیو او بهرنیو چاروکو سره وکتل. حکومت د طرحی په ځواب کې وویل چې دوی (چارواکې) به د طرحی په اړه غور وکړې او وروسته به خپل دریځ څرګند کړې. دادی کابو دوه میاشتې تیریږی حکومت لا د یادی شوی طرحی په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د سولې ملی مشورتی جرګه

لکه څرنګه چې مخکې یادونه وشوه د سولې ملی مشورتی جرګه د حامد کرزی د ټاکنیز کمپاین ژمنه وه. په دې بنسټ حکومت تر یاد شوې سرلیک لاندی د پوهنی وزیر ډاکټر فاروق وردګ په مشرۍ یو کمیسیون جوړ کړ تر څو د جرګې لپاره لازم تیارۍ ونیسې. وردګ د جرګې د ترسره کیدو لومړنۍ نیټه د ثور د مساشتې ١٢مه وښوده. امریکا ته د ولسمشر کرزی د سفر له کبله جرګه وځنډیده، د درېیم ځل لپاره بیاهم د نه تیارې په پلمه جرګه د جون د میاشتی تر دویمې نیټې پورې وځنډیده.

له بل لورې په جرګه کې هم طالبان او هم حزب اسلامی خپل هر ډول ګډون په کلکه ردوې. له یو خوا جرګې جوړیږې او له بلې خوا د کندهار د عملیاتو خبر ورکول کیږې. د حکومت مخالفین څه ډول جرګې کې ګډون ته زړه ښه کړې؟ په ټولییز ډول د حکومت له لورې مخالفینو ته هیڅ ډول شین څراغ نه دی ښودل شوی تر څو په جرګه کې ګډون ته وهڅول شې. وسله وال مخالفین لا پر خپل ځای، په کابل کې دننه د ملی جبهی تر نامه لاندی اپوزیسیون هم په جرګه کې خپل ګډون رد کړی، د جبهی ویاند فاضل سانچارکې په کابل کې خبریالانو ته وویل چې “له بده مرغه چې ډیری فعالو سیاسی گوندونو او اغېزمنو سیاسی ډلو ته د گډون بلنه نده ورکړل شوی او اکثره کسان به د دولتی چارواکو په پیژندگولۍ جرگه کې گډون وکړی”. د یوولسو پاتی وزیرانو په نه معرفی کولو د ولسې جرګې ځېنې غړې هم له اجرایه ارګان سره همغږی نه دې او تمه نه کیږې چې د ولسې جرګې ډیرې غړې به ګډون وکړې.

پورتنیو لانجو او ناندریو ته په کتو سره تمه نه کیږی چې د سولې مشورتی جرګه دې کومه د پام وړ لاسته راوړنه ولری، نه یواځې دا چې مخالفین په کې ګډون نه کوی بلکه پخپله په حکومتی جوړښت کې ډیرې ستونزې شته چې د جرګې ارزښت ته یې د پام وړ زیان رسولی دی. په دې اساس وییلی شو چې دا جرګه به هم د گڼو نورو غونډو په څیر د افغانانو درد دوا نکړی.


نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا