خبر و دیدگاه

خلک د سولې د ملی مشورتی جرگې جوړیدل یو نیک کار گڼی

jirga_taliban

 

په داسى حال کې چې د سولى د ملى مشورتى جرګې، د پېل له پاره یوه ورځ پاتې د هیواد، په د ننه کې د یو شمېر کړیو له خوا، د سولى ملى مشورتى جرګې، جوړیدل بى ځایه گڼل کېږی. او په خپلو مرکو کې د یو شمېر رسنیو سره دا خبره په ډاگه کوی او وایى چې باید د دغه جرګې په ځاى په خپله لویه جرگه دې راوغوښتل شی او کوښښ دې وشی چې طالبان او د دولت ټول مخالفین په دغه جرگه کې برخه واخلى. 
د سولى د مشورتى جرگې د جوړیدلو خبره د تېر کال د سلواغى په میاشت کې د افغان ولسمشر د طالبانو سره د روغى جوړې د طرحى له مخى د لندن په کنفرانس کى دا یاده شوه. 

د طالبانو سره د روغى جوړې طرحه او د دغه طرحى د عملى کولو له پاره د سولى د مشورتى جرگى جوړیدل د لندن د کنفرانس د گډون کوونکو له خوا، هم ومنل شو. کله چې حامد کرزى د ولسمشرى او ولایتى شوراگانو په ټولټاکنو کې یو شمیر امریکایی چارواکی په درغلیو تورن کړل او د آمریکا د ولسمشر اوباما او حامد کرزى ترمنځ سیاسى فضا خرابه شوه، نو امریکا ته د سولى د مشورتى جرګې د جوړیدلو او د هغی د پرېکړو له امله زیاتى اندېښنې را پیدا شوې او د آمریکا له لورى داسې هڅې پېل شوې چې نوموړى جرگه یا له سره جوړه نه شی او یا راتلونکى ته وځنډول شی.

او دا یې ښه وگڼله چې حامد کرزى امریکا ته سفر وکړی او د خپلو تېرو څرگندونو او د سولى د مشورتى جرگى د موخو په هکله د امریکا ولسمشر باراک اوباما ماته مالومات ورکړی. د امریکا د سخت فشار، له امله حامد کرزى دېته اړشو، چې د روان کال د ورى د میاشتى په ۱۹ مه امریکا ته خپل څلور ورځنى سفر وکړی. د سفر په بهیر کې حامد کرزى ټول هغه څه ومنل چې امریکایې غوښتنه کوله. حامد کرزى په کابل د سولى د مشورتى جرګې د جوړیدلو ملاتړ له اوباما څخه هم حاصل کړ او پرېکړه وشوه. چى د مى د میاشتې په وروستیو کې به د سولې مشورتى جرگه جوړه شی. د سولى د مشورتى جرګې په جوړیدلو کې حامد کرزى له امریکا څخه د راستیندلو په لاره کې په لندن کې هم تم شو، او د بریتانیا د نوى صدراعظم دیوید کامرون سره بې هم د سولى د مشورتى جرګې د جوړیدلو د موخو او د طالبانو سره د روغى جوړى په طرحې پوره خبرې وکړى او په دغه برخه کې یې د بریتانیا د نوو چارواکو، موافقه هم تر لاسه کړه. که له یوې خوا، د افغان ولسمشر له خوا، د سولى د تامین په خاطر د سولى د مشورتى جرگې د جوړیدلو په اړوند هلى ځلى روانې وې، له بلې خوا، د امریکا او ناټو د مشرانو او په افغانستان کې میشته قوماندانانو له خوا په کندهار کې د پراخه پوځی عملیاتو له پاره هم هلى ځلى روانی وی او دا سی ویل کیده، چې د کندهار ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د امید، په نامه د پوځى عملیاتو لومړنۍ برخه پېل شویده. په دغه وخت کې د بهرنیانواو په خپله د افغان د ولت له خوا، په حکومت کى د طالبانو دگډون یا ادغام خبره هم توده وه. د روان کال د غبرگولى د میاشتې په پنځمه د افغانستان د دولت دیو پټ سند په نامه د ملى روغى جوړى د طرحى جزئیات نشر شول، چې په دغه سند کې د سولى د یوې عالی شورا، جوړیدل شامل دى، چې د ملى شخصیتونو پوځی او ملکى مقاماتو برسیره به د ملى شورا غړى په کې هم گډون ولری او هم به د هېواد، په ۳۴ ولایتونو کې خپلې نمایندگۍ ولری. په نوموړى شورا کې به هغه طالبان گډون کوی چې د افغانستان اساسى قانون ومنی.

دغه شورا په د اواک ولری چې طالبان په حکومت کى شامل کړی. دغه رنگه طرحه د بریتانیا له خوا، هم په ۲۰۰۹ ز کال کې رامنځته شوى وه. خو له دغه رنگه طرحى سره امریکا او نورو لویدیځوالو هم غږى ونه ښودله. دا چې په اوس وخت کې له یوې خوا، د سولى د ملى مشورتى جرگې د پېل شېبې را نژدى ښکاری، خو له بلى خوا، د طالبانو له لورى په کابل، کندهار او یو شمیر نورو سیمو کې د آمریکا او ناټو په ځواکونو او پوځى هډو باندى سخت گوزارونه شویدى او دغه لړۍ روانه ده، نو د سولى د مشورتى جرگې په اړوند چې کابو ۱۶۰۰ تنه به په کې گډون وکړی او کیدلاى شی چې د تېر وخت د جرگو په شان نړیواله ټولنه، امریکا او ناټو هم په کې برخه واخلی د خلکو سره یې زیاتى پوښتنې راپیدا کړیدی.

داځکه هغه څه چې ددغه جرگې د بریالیتوب په اړوند خلک ډاډمن کړی نه دی شوی. خلک د سولى د ملى مشورتى جرګې جوړیدل او د سولى دعالی شورا جوړیدل یو ښه کار گڼى، خو د دې په څنگ کې په جرگه باندې د خلکو د باور له پاره په کار ده، چې امریکا او ناټو په ټول افغانستان کې د جرگې په بهیر کې خپل پوځى عملیات بند کړی. او له جرگې نه وروسته هم یوه میاشت پوځى عملیات سرته ونه رسوی. ترڅو خلکو ته دا وخت ورکړل شی چې د جرگې د پرېکړو په عملى کولو کې څومره برخه اخیستلاى شی. خلک د دولت او دولت د خلکو سره کومې چارى سرته رسولاى شی او بهرنى ځواکونو د دغه چارو په سرته رسولو کې څومره برخه اخیستلاى شی. همدا رنگه له طالبانو نه هم باید وغوښتل شی چې د مشورتى جرگې د پرېکړو په عمل کولو کې ځومره برخه اخیستلاى شی؟ 

په دغه ډول کېدلاى شی چې د سولى د ملى مشورتى جرگې د پرېکړو په عملى کولو کې ټول شریک شى او  طالبان هم په نوموړى جرگه کې د یوې برخه په توگه د حکومت سره د خپل ادغام په برخه کې خپل شرایط په ډاگه کړی.

 

برگرفته از هشت صبح 


نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا