خبر و دیدگاه

د کرزی استعفآ دسولی د معادلی جوړښت تضمینوی

karzaifirebehind

 

د کورنیو چارو د وزیر په قول هره ورخ لږ تر لږه لس تنه افغانان وژل کیږی. رسمی چارواکی تل حکومتی تلفات ښئی. حقیقت دا دی چه د وژل شوو کسانو شمیر د رسمی ارقامو نه لوړ دی. د بهرنیو استراتیژیستانو د پلان له مخی، جګړه باید تر نامعلومی مودی پوری دوام ولری. د صادر شوې « دموکراسی » ځناور د خپل بقآ په مقصد لازیاتی وینی ته اړتیآ لری . حکیم الله محسود هم کله په ژوند او کله په مرگ د جګړی د اور سره لوبی کوی. دی په آسانی نه مری. چاړه واقعآ هډوکی ته رسیدلی ده. د پیښو د تحلیل په بنسټ، دی نتیجی ته رسیږو چه د جګړی د پای کلید د ښاغلی کرزی او د هغه د بهرنیو انډیوالانو په لاس کی ده : کرزی او ناتو دواړه یو بل ته متقابله اړتیا لری . دغه اړتیا د متقابل ملاتړ لامل ګرځیدلی ده . کرزی په دی باندی ښه پوهیږی چه ناتو په افغانستان کی د جګړی د استمرار استراتیژی غوره کړی ده او دی د توپک سالارانو سره په تړاو د بهرنیو جګړه مارو هیوادونو د جنګی پلان د پلی کولو د پاره یوه وسیله ده. د کرزی نه د بهرنیانو ملاتړ نور لاملونه هم لری . د هغی جملی نه:

ــ د کرزی نه د بهرنیانو د پاره ایدیال سړی جوړ شوی دی ځکه نوموړی د قوم، ولس او ملت نه تجرید او د اقتدار د ساتلو په مقصد په یوازنی خواک یعنی بهرنیانو باندی متکی دی.

- هغه متحده جبهه چه کرزی د کورنیو او بهرنیو جګړه مارو ډلو ټپلو او هیوادونو څخه د مقاومت په وړاندی جوړه کړی ده، د جګړی د استراتیژی محصول ده . د جګړی په پای او د سولی په راوستلو کی ، جبهه له منځه ځی او د بهرنیو او کورنیو جګړه مارانو سیاسی بقآ تر سوال لاندی راځی. د همدغه استدلال له مخی هغه هلی ځلی چه د اوسنی نظام له خوآ د سولی په اړه کیږی ، تبلیغاتی بڼه لری او ورته د هیڅ عملی پایلی تمه نشی کیدای.

فاسد نظام

د ښاغلی کرزی په اداره باندی د فساد ، اختلاس او قاچاق د شته والی له کبله نیوکی کیږی . د اوسنی اداری بنسټ د بن په غونډه کی چه په کی جنګی ډلو ټپلو برلاسی درلود ، کیښودل شو. خو کرزی په هیڅ ډول په اداره کی کوم رادیکال سمون راوستلی نشو. لامل یی څرګند دی : نوموړی په نظام کی د سمون په راوستلو د افغانستان د ننه د سیاسی قدرت د یوازنی ملاتړ نه ‎( جګړه ماران) بی برخی کیږی .د دغه واقعیت په نظر کی نیولو سره چه دی کوم سیاسی ګوند نلری او د قوم او ولس نه شړل شوی، په اداره کی کوم سمون راوستل ، کرزی ته د سیاسی ځان وژنی معنی لری .

کرزی د بهرنیانو د ملاتړ په راجلبولو کی ، هغوی ته د اداری سمون په ځای ، په نورو ساحاتو کی امتیاز ورکوی .

د بهرنیانو د رضائیت د ترلاسه کولو په خاطر د ملی واکمنی د پاتی شوو کمزورو ضوابطو په سر باندی ، معامله ډیر ښه سیاسی تجارت دی. کرزی د همدغه مقصد د پاره :

ــ د انتخاباتو د کمیسیون په ترکیب کی د ۲ بهرنیانو په غړیتوب باندی، موافقت وکړ .

ــ د انتخاباتو د کمیسیون مشر د یوه ناپیلی مسلکی کس په ځای ، تنظیمونو سره تړلی سړی وټاکه . دغه ټاکل د بهرنیو ځواکونو چه د جګړه مارانو په وړاندی د ملاتړ ژمنه لری ، د شور او ځواک څخه د ډک هرکلی سره مخ شو .

ــ د قانون جوړولو د مراجعو نه د ولسوالانو د ټاکنی د قانون طرح ولسی جرګی ته د وړاندی کولو غوښتنه وکړه .

په بل پړاو کی په کرزی باندی یو وړوکی فشار د دی لامل ګرځیدلای شی چه د والیانو د انتخاباتو قانون هم توشیح او نافذ کړی.

د ولسوالانو د ټاکنی قانون ، د مرکزی حکومت د لازیاتی کمزورتیا لامل ګرځی او لاره د فدرالی تشکیلاتو د پلی کولو د پاره خلاصوی. دا د بهرنیانو د استراتیژی یوه برخه ده: بهرنیان د مرکزی حسابګر حکومت په ځای، د سازشگرو او انعطاف پذیرو سیمه ایز و چارواکو سره مځ کیږی . د قانون د لاری په سوله ایزه توګه د افغانستان د ټوټه کیدو زمینه برابریږی او ناتو په سیمه کی د خپل استراتیژیک پلان لمړی پړاو پلی کولو ته پدغسی شرایطو کی رانږدی کیږی چه په افغانستان کی یو ملی واکمنی چه د ملی دریز نه د بهرنیانو سره چلند وکړی ، وجود نلری.

د دغه واقعیت په نظر کی نیولو سره چه د افغانستان د تباهی مخنیوی د کرزی او د هغه د انډیوالانو په لاس کی دی، نوموړی باید د سولی په مشورتی جرګه کی چه د غبرګولى په ۸ مه نیته په کابل کی جوړیږی خپل او د خپل حکومت استعفآ د سولی په لور د یو ګام په توګه مطرح کړی. پدی کی شک نَشته چه د افغانستان په سیاسی فرهنگ او تعاملاتو کی د سیاسی مشرتابه استعفآ غیر طبعی ښکاری او سابقه نلری . خو هیواد په خپل سیاسی تاریخ د یوه بیساری ناورین سره مخ دی چه د هغه سره باید بیساری چلند وشی.

د کرزی د استعفآ نه وروسته د ملګرو ملتونو تر سروالی لاندی د افغانانو او بهرنیانو د ترکیب نه جوړه شوی یوه ګډه بیړنی اداره به واک تر لاسه کوی . دغه ګډه اداره د یوی بین الافغانی غونډی چه په هغی کی د وسله وال او سوله ایز مقاومت او د مدنی ټولنی د سولی پلویانو استازی ګډون ولری ، د جوړیدو زمینه برابروی. غونډه به د جګړه مارانو نه پرته یو لنډ مهالی حکومت ټاکی . لنډ مهالی حکومت به د بهرنیانو په وړاندی د سولی ، ملی او اسلامی دریز څخه د حساب او کتاب مرجع وی.

د وران هیواد او په وینو ککړ ولس په خاطر د چوکی او مقام نه تیریدل د مسئولیت احساس او اخلاقی شهامت غواړی.

و به وینو چه ښاغلی کرزی په مشورتی جرګه، کی تاریخ او راتلونکو نسلونو ته کوم مثبت پیغام ځان سره لری که نه؟

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا