خبر و دیدگاه

واشنګټن ته د ولسمشر سفر او په وړاندې یې شته ننګونې

karzai_face_2

 

ټاکل شوې نن ولسمشر کرزی د یوه لوړ پوړی افغانی پلاوی په ګډون د امریکا متحده ایالاتو ته په سفر ولاړ شی، که څه هم تر اوسه پورې افغان دولت ددې سفر موخه په رسمی ډول نده په ډاګه کړی خو سیاسی کارپوهان پدې اند دی چې ښایی امریکا ته د ولسمشر سفر په دوه مهمو موضوعاتو را وڅرخیږې، چې ولسمشربه له امریکایی چارواکو سره پرې خبرې وکړی.

۱- د سولې په راتلونکې مشورتی جرګه کې له طالبانو سره خبرې؛

۲- د کرزی او امریکا تر مینځ د اړیکو بیا رغول.

سوال دلته پیدا کېږی چې واشنګټن ته د ولسمشر دغه سفر به تر کومه حده ګټور او یادې موخې به پکې تر کومه بریده تر لاسه شی. که څه هم زما په اند له څو محدود کړیوپرته داسې کوم افغان به نه وی چې په هېواد کې د سولې او روغې جوړې له خبرو سره مخالفت وکړی، ځکه نور له جنګ جګړو او ورانیونه پوزې ته راغلی دی، خویو شمیر کورنی او بهرنی چارواکی اوسمهال له طالبانو سره خبرې د افغانستان په ګټه نه بولی، ځکه ښآیی ګټې یې په خطر کې وی، چې دغه کار ولسمشر له طالبانو سره د خبرو کولو په برخه کې له یو لړ ننګونو سره مخ کړیدی. بل پلو ولسمشر ته نږدې کړۍ هم نه غواړی چې له طالبانو او حزب اسلامی سره د روغې جوړې خبرې د تر سره شی، چې دغه کار هم بیلابیل عوامل لری.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور پر اساس چې د ولسمشر دواړه مرستیالان محمد قسیم فهیم او کریم خلیلی له طالبانو سره د روغې جوړې له خبرو سره مخالفت ښیی، ورځپاڼه د دوی له قوله لیکی چې که د طالبانو پښه د حکومت په دننه کې شریکه شی ښایی ولسمشر کرزی ووژل شی.

یو شمیر امریکای چارواکی هم اوس له طالبانو سره د خبرو وخت نه بولی او وایی طالبان له یو لوری یو موټی ندی اوښایی خبرې کول ورسره کومه د پام وړ پایله ونلری، او بله داچې طالبان ورځ تر بلې پیاوړی کېږی اوله ۲۰۰۴ راهیسې یې ډېر پرمختګونه کړی او پدې باور دی چې لوبه ګټی، نو ځکه هم د خبرو دپاره زړه نه ښه کوی.

بله مهمه خبره چې ولسمشر به پرې د واشنګټن په سفر کې له اوباما سره خبرې کوی، هغه د ښاغلی اوباما او کرزی تر منځ د خرابه شویو اړیکو بیرته رغول دی. اوس نو ښاغلی کرزی غواړی چې د واشنګټن په دغه سفر کې په دواړه موضوعاتو باندې د امریکا له ولسمشر اوباما سرې خبرې وکړی، چې د روانې میاشتې د سولې جرګه هم په همدې موخه وځنډول شوه، چې ښایی له اوباما سره پرې سلا مشورې وکړی، او د جرګې د تر سره کیدو او له طالبانو سره د خبرو په موخه د امریکا ملا تړ له ځان سره ولری.

کرزی باید لومړی ځان له کوره ډاډ تر لاسه کړی او بیا له طالبانو سره خبرو ته ملا وتړی، هغه پدې معنی تر څو چې د د ه مرستیالان دغه جنګسالاران او د مافیا غړی وی، چې خپلې ګټې د ملت په ګټو غوره بولی د سولې خبرې نا ممکنه دی.

 

برگرفته از روزنامه ی چراغ


نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا