خبر و دیدگاه

د مارجی سیمی کډوال ورځ په ورځ زیاتیږی

english_soldierss

د هلمند د مارجی سیمی اوسیدونکو وایی له تیرو دوو ورځو راهیسی یی شپه ترشنه اسمان لاندی تیره کړی ده اود خوراک څښاک لپاره هیڅ نه لری.د مارجی سیمی په لسګونو اوسیدونکی وایی چی په سیمه کی جګړه زیاته شوی او دوی دی ته اړ شوی دی چی ترڅوپوری خپله سیمه پریږدی او مرکزلښکرګاه ښار ته راستانه شی.دغه اوسیدونکی له افغان دولت څخه د سرپناه سره سره د خوراکی توکو غوښتونکی دی د مارجی سیمی اوسیدونکی وایی چی په سیمه کی ډیری کورونه وتلی او داسیمه چی یوګڼ میشته سیمه ده له هغوی نه دامهال په زرګونو کورونه مرکزلښکرګاه ښار ته راغلی دی.

د مارجی اوسیدونکی مرکزلښکرګاه ته هره ورځ په سلګونو کورنی له خپلو ماشومانو سره پلی او په موټرسایکلونوراځی دغه کورنی چی ډیریو یی دوی او یا یوه شپه په لاری کوی او لښکرګاه ښارته راځی.

دسیمی اوسیدونکی د افغان دولت هغه خبری ردوی چی وایی په سیمه کی بهرنی ځواکونه د جګړی په وخت کی بمبارد نه کوی.

دهلمند د والی ویاند محمد داود احمدی وایی چی په مارجی سیمی کی اوس ژوند نه شی کیدای دده په خبره چی مارجه اوس د جګړی یولوی ډګردی نو د دی سیمی نه تر اوسه پوری څه کم ۳۵۰۰ کورنی مرکز لښکرګاه ښار ته راکډوالی شوی دی.

نوموړی وایی چی تراوسه پوری دوه زره کورنیو ته خوراکی توکی ورکول شوی او ډیری نوروته یی مرستی رارسیدلی او ډیرژر به هغوی ته هم مرستی ورکول شی.

دوالی د ویاند په خبره چی ملګروملتونو هم یوشمیر مرستی تهیه کړی او دغه کورنیو ته به ورکول شی داود احمدی وایی چی په سیمه کی له درنو وسلو نه ګټه نه اخیستل کیږی او د مارجی په مرکزی سیمو کی دامهال جګړه نشته هغه یواځی ددی سیمی په لیرو او پرتو سیمو کی دوسلوالو طالبانو جګړه منی دوالی ویاند وایی چی په سیمه کی لا اوس هم خال خال ډزی اوریدل کیږی دهغه په خبره چی د نادعلی ولسوالی د مارجی په سیمه کی په زرګونو ځمکنی ماینونه پرش شوی دی .

نوموړی وایی چی په سیمه کی وسلوال طالبان اوس مهال مقاومت نه کوی خو افغان چارواکی دمارجی په سیمه کی د څو کیلو میترونو سیمی د نیولو پوښتنی ته هیڅ ځواب نه ورکوی بل خوا د مارجی سیمی یو تن قومی مشر اود مارجی سیمی د ملی روغی جوړی د شوراغړی عالیشاه خان وایی:چی په مارجی سیمه کی ډیربد حالت روان دی دده په خبره چی ډیری ملکی خلګو ته مرګ او ژوبله اوښتی ده.

د عالیشاه خان په وینا چی تراوسه پوری ایتلافی ځواکونو په ځینو سیموکی پرمختګونه نه دی کړی.

هغه وایی چی په سیمه کی ډیری ځمکنی ماینونه پرش شوی او ملکی وګړی د خپلوکورنوڅخه هیڅ وتلای نشی . دده په خبره چیپه سیمه کی د خوراکی توکو بیی لوړی شوی او ځینی ځایونه ملکی وګړی د خوراک څښاک له سختو ستونزو سره هم مخی دی.

د هلمند ولایت د نادعلی ولسوالی د مارجی سیمی دعملیاتو دا دویمه اونی شروع ده چی تراوسه پوری دری نیم زره کورنی له دی سیمی نه کډه شوی او مرکز لښکرګاه ښار ته راغلی دی.

ویل کیږی په دی سیمه کی په زرګونو ځمکنی ماینونه پرش شوی افغان چارواکی وایی چی په دی سیمه کی ۴۵ وسلوال طالبان وژل شوی او ۳۳ تنو ملکی وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتی ده.

بهرنی پوځیان وایی چی په دی عملیاتو کی ددوی ۱۱ سرتیری تراوسه په بیلا بیلو پیښو کی وژل شوی دی.

 

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا