خبر و دیدگاه

نړ یواله ټولنه دې د سولې له پاره هځې وکړی

america_whitehouse_rockets

پوره دېر ش کاله وشول، چې په افغانستان کې په بېلابېلو نومونو جگړه روانه ده چې د نوموړى جگړى په بهیر کې افغانانو ته دسر او مال زیات زېانونه و اوښتل، د جگړى په دوام کې په لوید یځ او ختیځ کې یو شمیر هېوادونو ته ددى وخت په لاس ودغى چې د خپلو اقتصادی او سیاسى گټود ترلاسه کولو له پاره په یو ډول نه  یودول په افغانی لانجه کې خپل ځانونه ښکېل کړی او د اسلام ترپردې لاندې د خپلو اقتصادی او سیاسى جگړو ریښې د افغانستان گاونډیواو د سیمې هېوادونوته وغزوی.
د نوموړى د پرش کلنى جگړى تر شا د نړیوالى ټولنى سیاسی او پوځې شتون د دى لامل شو، چې افغان لانجه د لانجى په ډول وساتى، او په افغانستان کې هیچاته د دې وخت ورنه کړی چې په افغانستان کې د سولى له پاره فکر وکړی.

په تېرو دېر شو کلونو کې د افغانستان په چاروکې د ملگرو ملتونو زیات ځانگړى استازى افغانستان ته راغلل او لاړل،خو  نوموړو استازو، په افغانستان کې د جگړه مارو ډلو ترمنځ، وخت په وخت د ملگرو ملتونو نو د منشیانو پیغامونه ورسول، او په افغانستان کې د جگړه مارو ډلو او حکومتونو سره خپلى خبرى، غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل. د نوموړو هلو ځلو پایله داشوه، چې د ډاکتر نجیب الله د حکومت په وروستیو کې  ملگرو ملتونو په دى موافقه وکړه چې په افغانستان کې یو ایتلافى حکومت جوړشی، خو د پاکستان د مستقیمى لاس وهنی له امله دغه حکومت د ۱۳۷۱ لمریز کال د غوایی د میاشتې په ۸ مه په کابل کې د مجاهدینو د حکومت په نامه جوړ شو.
دلته دا پوښتنه رامنځته کیږی چې د پاکستان د دغه لاسوهنى له امله ولې ملگرو ملتونو غبرگون ونه ښوده او د افغانستان په چاروکې یی د پاکستان دلاسوهنې مخه ونه نیوله؟ و ر پسې په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې د تنظیمى جگړو په بهیر کې ملگرو ملتونو ولې د افغانستان د خلکو د سر او مال د زیان مخه و نه نیوله؟ چې دغه کار د دى شرایط برابر کړل ، چې د افغانستان گاونډیان او د سیمى هېوادونه د افغانستان په چاروکى خپله لاسوهنه لا زیاته کړی. د نوموړی لاسوهنى په پایله کې دېته خبره راورسیده، چې د بریتانیا، امریکا او پاکستان له خوا، د سعودې عربستان په مادی ملاتړ د طالبانو ډله رامنځته شوه، او ۱۳۷۵ لمریز کال د تلى د میاشتى په ۶ مه یې په خپل پوځی زور سره په کابل کې واکمنۍ ترلاسه کړه. د نوموړى ډلى په منځته راتلوسره ملگرو ملتونو بیاهم یوازى د افغانستان په چاروکې په خپلو ځانگړو استازى بسنه وکړه، او د سولې له پاره یې کوم پلان ترلاس لاندى ونه نیوه، چې کېدلاى شو، ملگرو ملتونو د وخت نه په گټى اخیستنى سره د هېواد، د ننه او بهر د افغانی سیاسى ډلو سره د سولې یو پلان ترلاس لاندى نیولاى واى او د ټولو ډلو په گډون یې یو گډ حکومت جوړ کړى  او د عادلانه ټولټاکنو له پاره یې لاره خلاصه کړى واى. ملگرو ملتونو خپلى هځى د جگړى د دوام له پاره جارې وساتلى، په داسې حال کې چى طالبانو په افغانستان کې  ۹۰سلنه خاوره تر خپل کنترول لاندى در لودله . په آمریکا کې د ۲۰۰۱ زیږدیز کال د سپتامبر د ۱۱ مې پیښى له امله ملگرو ملتونو د آمریکا سره یوځاى د افغانستان په وړاندى یو نوى سیاسى او پوځى پړاو پېل کړ، او  د افغانستان د خلکو د هیلو خلاف یې په سیاسی ډگر کې د بن د تړون خبره راپورته کړه، او په پوځى ډګر کى یى آمریکا دېته پرېښو دله، چې د اسامه بن لادن د نیولو او د القاعده ډلى دله منځته وړلوله پاره په خپل سر دبې – ۵۲ ډوله الوتکو بمبارۍ ته دوام ورکړی او په دغه ډول په ټول افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ له منځه یوسی او په سیاسی ډگر کې بیا هم پخوانۍ جنگى ډلى واکمنۍ کړی او په دغه ډول د بن د تړون تر ېردې لاندې د تروریزم پرخلاف جگړه  د آمریکا په مشرۍ پېل کړی. او همداسى وشول. د حامد کرزى مشرۍ لنډ مهاله حکومت رامنځته شو، او د بن د تړون په نا مه یوڅه نیمگړى سیاسی هلې ځلې پیل شوې چې دغه نیمگړى هلې ځلې د دې لامل شوې چې په تېرو ۸ کلونو کې د حامد کرزى اداره په بشپړ ډول په ادارى فساد بدله کړی  .د تروریزم پرخلاف جگړه کې آمریکا، ناټو او نړیوالې ټولنې هیځ برى لاسته رانه وړ، او طالبان او تروریستان یې لا پیاوړى کړل. د نړیوالى ټولنى، آمریکا او ناټو یو شمیر چارواکى په دى اعتراف کوی، چې بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې تېر ۸ کاله خوشى تېر کړیدى او هیځ لاسته راوړنه، نه لری.
په افغانستان کې د آمریکا نوی قوماندان جنرال استنلى مک کریستال هم په دى باوردى چې تېر وخت خوشى تېر شویدى او په افغانستان کې د جگړى د لورى دیدلولو له پاره په خپله نوى ستراتیژۍ کارکوی. د دى په څنگ کى د دغه واقعیت په یو هیدلو سره د ناټو عمومى منشى یاب ده هوپ شیفر، په خپل وروستى سفر کې چې د غبرگولى د میاشتى په ۲۸ مه یى کابل ته و کړ، د حامد کرزى سره یی په یو خبرى  کنفرانس کى  وویل چې د افغانستان لانجه دى دسولى له لارى حل شى. په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ځانگړى استازى کاى آیډى هم ورته نظر لری، او ددغه نظر سره په خپله د نړیوالى ټولنى، آمریکا او ناټو یو شمیر لوړ ریته چارواکى هم همغږى دی.
د دې له پاره چې بهرنى ځواکونه، نور په افغانستان کې خپل وخت د پوځونه په زیاتوالى، د جنگى ستراتیژیو په جورو یا او په بېلا بیلو نومونو د پوځى عملیاتو په سرته رسولو سره خوشى تېرنه کړی، نو نریوالى ټولنې ته په کار ده، چې په ډېره زړوړیتا سره را د مخه شی او په افغانستان کې د تروریزم پر خلاف جگړه کې ټول اړخونه په دى قانع کړی چې په پوځى زور هیځ برى لاسته نه شى راتلاى. او هم دیو نړیوال کنفرانس په ترځ کې ټول اړخونه دېته راوبولى چى یوازى د سولى د راتللو او ټینگښت له پاره یوه جامع طرح رامنځته کړی، چې ټول اړخونه د نوموړى طرحى له عملى کولو او مراعت کولو پرته بله هیځ لاره غوره نه کړی او خپل ټول کوښښونه د سولې د راتلو او ټینگښت له پاره پېل کړی، ترځو په دغه ډول هم افغانان او هم نړیواله ټولنه د تروریزم د جگړى له شر څخه په امان کى شی.

 


نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا