افغان ځواکونه د نړیوال ترورېزم پروړاندې په لومړی کرښه کې
د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له اختر یوه ورځ وړاندې د ننګرهار په فامیلیو سیمه کې د داعش ډلې د استخباراتو مسوول ضیاءالرحمن چې په اسدالله اورکزي مشهور و، وژلی او افغانان یې له دې لوی شر څخه خلاص کړي دي.
اسدالله اورکزي د هغې پلان له مخې وژل شوي چې ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د بهرنیو او سیمه ییزو ترهګرو د له منځه وړلو لپاره جوړ کړی دی.
په دې پلان کې به یو ـ یو بهرنی ترهګر چې افغانستان ته د پردیو پروژو د تطبیق لپاره راغلي، وژل کیږي او یا نیول کیږي.
د دې پلان په اوږدو کې زیات شمېر بهرني ترهګر نیول شوي هم دي، خو دا چې استخباراتي اصول اجازه نه ورکوي، نومونه یې نه دي په ډاګه شوي.
داعش ډله کې اوس ټوله رهبري د ګآونډیو او بهرنیو هېوادونو دي چې تر ډيره پکې اورکزي شامل دي، دا هغه خلک دي چې له ای ایس ای سره مستقیمه اړیکه لري او د هغوی په ماموریت کې افغانستان ته راغلي دي.
تاسو به لیدلي وي چې عبدالله اورکزی د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له لوري له لسګونه وسله والو سره ونیول شو، سمدستي یې پاکستان د سپارلو غوښتنه وکړه.
د پاکستان له غوښتنې وروسته طالبانو هم دعبدالله اورکزي د راخوشې کیدو غوښتنه کړې او هغه لیست کې یې ورته نوم شامل کړی چې د طالبانو له لوري افغان حکومت سره شریک شوی دی.
دا چې د طالبانو او داعش تر څنګ نورو ترهګرو ډلو کې بهرني ترهګر شته او ان ځینو سیمو کې مشري پرغاړه لري، د ملي امنیت ځواکونه پرې هیڅ رحم نه کوي.
له بده مرغه چې دا ټول خلک د طالبانو تر وزر لاندې پټ دي او هغو سیمو کې خوندي ځایونه لري چې طالبان پکې فعالیت کوي.
د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو چې تازه اسدالله اورکزی په ننګرهار کې وژلی، دا کوم عادي کس نه و، بلکې د داعش د خراسان څانګې لپاره د استخباراتو مسوول و او د ډيرو افغانانو قاتل و.
اسد اورکزی په داعش کې په قصاب هم مشهور و، ځکه دا هغه کس دی چې د ډيرو افغانانو غاړې یې غوڅې کړي او پر هیچا یې رحم نه دی کړی.
اوس چې د سیمې او نړۍ د ترهګرو پر ضد د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو پلان تطبیق ته اچولی، نږدې ده چې دا بهرني ترهګر یا ژر په زندانونو کې او یا ګور ته ولیږل شي.
هر ځای چې د دوی پټنځای وي، له همغه ځایه به راویستل کیږي، لکه عبدالله اورکزی چې له ملګرو سره سختو ځایونو پيدا او اوس د ملي امنیت زندان کې پروت دی.
زموږ زړه ور ځواکونه له هر ډول ترهګرو سره مبارزه کولی شي، خو که داخلي دښمن یې پریږدي.
که طالبان د بهرنیو ترهګر له ملاتړ لاس واخلي، ځای ور نه کړي، خوندي ژوند ورته برابر نه کړی، یوه ورځ به هم د ملي امنیت ځواکونو څخه ارام شپه د افغانستان په خاوره کې و نه کړي.
اسدالله اورکزی کوچنی سړی نه دی، د داعش د استخباراتو مسوول ډیر ستر مسوولیت لري چې بالاخره یې افغان ځواکونه په وژل کیدو بریالي شول او زیات افغانان یې د دې بې شرفه او بې رحمه سړي له شر څخه وژغورل.