سولې د خدای مرحمت دي
د امریکا او طالبانو له هوکړې سره سم د سولې هیلې وغوړیدې او افغانان په دې تمه چې ګنې جګړه به ودریږي او افغانان به خپل منځ کې سولې ته ورسیږي، خو له افغانانو سره د طالبانو د جګړې شدت دا هیلې له منځه یوړې او یا یې کمزورې کړې.
افغان حکومت د طالبانو او امریکا تر منځ له هوکړې وړاندې جګړه بس کړه او دفاعي حالت یې غوره کړ، حکومت دا کار سولې ته د رسیدو او افغانانو په غوښتنه وکړ چې سوله یې ارمان دی.
خو طالبانو څه وکړل؟ پر بهرنیو ځواکونو یې بریدونه بند کړل او د خپلو افغانانو وژنو ته یې دوام ورکړ او د دې وژنو لپاره یې پلمه هم نه درلودله.
طالبانو مخکې جګړه د اشغال پرضد یادوله، خو کله چې بهرنیانو سره هوکړه وشوه، طالبانو د جګړې دا توجیه له لاسه ورکړه، خو جګړه یې و نه دروله، مالومه شوه چې طالبانو شل کاله جګړه د واک لپاره وه او د جهاد په نوم یې خلک تیر ویستل.
که جګړه د اشغال پرضد وی، نو امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو خو مهالویش وټاکه چې افغانستان کې به پوځي ماموریت پای ته رسوي، نو بیا څه اړتیا وه چې د خپلو افغانانو پروړاندې جګړه پيل کړي.
کله چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو دوه میاشتې دفاعي حالت کې تیرې کړي او طالبانو بریدونو ته دوام ورکړ، افغان حکومت مجبور شو چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تړلي لاسونه خلاص کړي او جګړې امر ورکړي.
خو کوچني اختر په رارسیدو سره طالبانو درې ورځینۍ اوربند وکړ او افغان حکومت هم د دې اوربند هرکلی وکړ.
اوربند د ټولو افغانانو غوښتنه ده، ځکه اوس هره ورځ د جګړې قرباني افغانان دي او ګټه یې بهرنیان وړي، خو طالبان چې د بهرنیو هېوادونو په امکاناتو او دستور باندې جګړه کوي، د سولې پر ځای جګړه باندې زیات تمرکز لري.
هسې هم افغان حکومت سولې ته د رسیدو لپاره خپل نیت په عمل کې ښودلی دی، مذاکراتي ټیم یې اعلان کړی، د مصالحې شورا لپاره یې رهبري رامنځ ته کړه، دوه میاشتې یې جګړه و نه کړله او دغه راز سولې ته د رسیدو لپاره یې د طالبانو نږدې درې زره بندیان خوشې کړل.
د طالبانو همدا پلمه ده چې تر څو بندیان نه وي خوشې شوي اوربند او خبرې نه کوي، خو داسې ښکاري چې افغان حکومت غواړي د طالبانو دا پلمه هم ختمه کړي.
اوس چې د طالبانو ټولې غوښتنې یو په بل پسې عملي کیږي، نو بیا ولې طالبان په جګړه کې کموالی نه راولي، هغه جګړه چې قرباني یې د غریب افغان اولاده ده او د طالبانو مشران او قومندانان له دې جګړې ښه ژوند لري.
اوس چې د بندیانو د خوشې کیدو پروسه روانه ده او ټاکل شوې چې تر دوه اوونیو نور بندیان خوشې او د سولې خبرې پيل شي، افغانانو کې یو ځل بیا د سولې لپاره هیلې راټوکیدلي دی.
افغانان د سولې ارمانجن دي او د دې لپاره هر قیمت ته حاضر دي، خو سوله باید د جګړې د پای په مانا وی او باعزته او پایداره سوله وي.